Homeخبرونهمالیې وزارت، د کورنیو تولیداتو د ملاتړ لپاره د ځینو وارداتي توکو...

مالیې وزارت، د کورنیو تولیداتو د ملاتړ لپاره د ځینو وارداتي توکو تعرفې لوړې کړې

تاند / دوشنبه د تلې ـ میزان ۶مه/ د افغانستان د مالیې وزارت خبر ورکړی چې د کورنیو صنایعو او تولیداتو د ملاتړ، کرنې او سوداګرۍ د پراختیا په موخه یې د ځینو وارداتي توکو پر ګمرکي تعرفو کې زیاتوالی راوستی دی.

ياد وزارت ويلي، د بوتلونو، ودانيزو رنګونو، چرمي او پلاستیکي بوټانو، ګچو او پمپرز پر وارداتو ګمرکي تعرفې لوړې شوې دي.

مالیې وزارت زیاتوي چې دا پرېکړه له اړوندو وزارتونو او ادارو سره په همغږۍ شوې ده.

بل‌خوا، د ناروغانو د ستونزو د کمولو په موخه د زړه د رګ د پرانیستلو وسیلې (سټنټ) پر وارداتو ګمرکي تعرفه له ۸ سلنې ۳.۵سلنې ته راکمه شوې ده.

اقتصاد پوهان وایي، د کورنیو تولیداتو د ملاتړ لپاره د ځینو وارداتي توکو د تعرفو لوړول کولی شي د هېواد د تولیدي سکتور د ودې او د کورنیو تولیدوونکو د هڅونې زمینه برابره کړي؛ خو مهمه بولي چې دا اقدام د بیو د لوړېدو او پر مصرفوونکو د اضافي بار سبب نه شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

«کیش شخصیت د تاریخ نګاری و تحلیل نګاری» اثر ته کتنه

زمری محقق د کتاب پېژندنې لړۍ: ( ۳۵ ) د ښاغلی جهاني صاحب دغه اثر (کیش شخصیت د تاریخ نګاری و تحلیل نګاری) می څو ورځی...