Homeخبرونهپه کوټه کې د فوټبال په سیالیو کې د ګډون لپاره له...

په کوټه کې د فوټبال په سیالیو کې د ګډون لپاره له کراچۍ څخه روانه لوبډله په لاره کې لوټل شوې

تاند (دوشنبه، د تلې/ میزان ۶ مه) د پاکستان په کوټه ښار کې د وزیر اعلی ګولډ کپ فوټبال په تورنمنټ کې د ګډون لپاره له کراچۍ څخه کوټې ته روانه د ډسټرکټ وېسټ فوټبال لوبډله د مستونګ او سریاب ترمنځ سیمه کې د وسله‌والو له لوري لوټل شوې ده.

پاکستاني رسنیو نن (دوشنبې) ویلي، د لوبډلې د سپرلۍ بس شاوخوا یو ساعت د وسله‌والو له لوري درول شوی او د هغوی موبایلونه او نغدې پیسې ترې اخیستل شوې دي.

د ډسټرکټ وېسټ لوبډلې مدیر ذوالفقار علي بوټو ویلي، د کراچۍ وېسټ ۲۰ کسیزه لوبډله د وزیر اعلی ګولډ کپ د فوټبال په سیالیو کې د ګډون لپاره کوټې ته روانه وه، چې مستونګ ښار ته څېرمه وسله‌والو د بس مخې ته یو موټر ودراوه او بس ورته تم شو.

د هغه په وینا، له لسو ډېر وسله‌وال چې مخونه یې په ټوټو تړلي وو، په پرمختللو وسلو سمبال وو. هغوی په بس کې سپاره کسان یرغمل کړل او شاوخوا یو ساعت یې د ټولو کسانو تلاشي ږاخیسته.

ذوالفقار علي بوټو ویلي، وسله‌والو له لوبغاړو او نورو مسافرو څخه قیمتي موبایلونه او نغدې پیسې واخیستې او ځینې کسان یې وهلي هم دي. له لوټ وروسته وسله‌والو بس ته د تګ اجازه ورکړه او لوبډله کوټې ته ورسېده.

هغه ویلي، کوټې ته تر رسېدو وروسته د پېښې په اړه د سیالیو تنظیموونکو ته معلومات ورکړل شول او ورته وویل شول چې لوبغاړي ان د سهارنۍ لپاره هم پیسې نه لري. د نوموړي په وینا، لوبغاړي له پېښې وروسته سخت وېرېدلي وو او تنظیموونکو ټولو لوبغاړو ته د ورځنیو لګښتونو لپاره پیسې ورکړې.

د لوبډلې مدیر زیاته کړې چې د پېښې راپور د بلوچستان د سپورت وزیر ته هم وړاندې شوی او غوښتنه شوې چې د لوټ پر مهال لوبغاړو ته د اوښتی مالي زیان جبران او د سپورټي لوبډلو لپاره د سفر پر مهال امنیت برابر شي.

له بلې خوا، د سند فوټبال ټولنې مشر اعظم د پېښې په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده. هغه ویلي، په بلوچستان کې د امنیتي وضعیت له امله د سند لوبډله هم دې سیالیو ته نه ده استول شوې او د سند فوټبال کلبونو ته سپارښتنه شوې چې په بس یا رېلګاډي کې له سفر کولو ډډه وکړي.

د هغه په وینا، د سند ترڅنګ د پنجاب او خیبر پښتونخوا لوبډلو هم په دغو سیالیو کې ګډون نه دی کړی.

له پېښې وروسته د فوټبال تنظیموونکو غوښتنه کړې چې د سپورټي لوبډلو او لوبغاړو د سفر لپاره دې لازم امنیت برابر شي، څو په ملي کچه په ورزشي سیالیو کې ګډون کوونکي لوبغاړي له وېرې پرته خپلو فعالیتونو ته دوام ورکړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

«کیش شخصیت د تاریخ نګاری و تحلیل نګاری» اثر ته کتنه

زمری محقق د کتاب پېژندنې لړۍ: ( ۳۵ ) د ښاغلی جهاني صاحب دغه اثر (کیش شخصیت د تاریخ نګاری و تحلیل نګاری) می څو ورځی...