Homeسپورتکرکټ: ویرات کوهلي په یو ورځنیو سیالیو کې ۱۵ زره منډې بشپړې...

کرکټ: ویرات کوهلي په یو ورځنیو سیالیو کې ۱۵ زره منډې بشپړې کړې

تاند/ دوشنبه د تلې ـ میزان ۶مه/ د هند کرېکټ ملي لوبډلې زړور توپوهونکي ویرات کوهلي په یو ورځنیو نړیوالو لوبو کې د ۱۵زره منډو په بشپړولو سره یو بل مهم پړاو ته رسېدلی.

کوهلي خپلې ۱۵ زره منډې په ۳۱۵ یو ورځنیو لوبو کې بشپړې کړې او تر دې دمه یې په دې فارمټ کې ۵۴ سلیزې هم وهلې دي.

نوموړي په ټول نړیوال کرېکټ کې د سلیزو شمېر ۸۶ ته رسولی دی.

ویرات کوهلي له ټېسټ او شل اوریز نړیوال کرېکټ څخه استعفا کړې او اوس یوازې په یو ورځنیو لوبو کې د هند استازیتوب کوي.

د هغه په اړه اټکل کېږي چې د ۲۰۲۷ کال نړیوال جام ښايي په نړیوال کرېکټ کې د نوموړي وروستۍ نړیواله سیالي وي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د پښتو څوکیداري| ماهر احسانزی

پښتو یوازې ژبه نه؛ بلکې ویونکي یې د نالیکلي قانون چې پښتونولي نومیږي؛ داسې یو ترسیم شوي چوکاټ ته ورغورځوي چې له لومړۍ ورځې...