Homeسپورتاسیايي لوبې: د افغانستان او هند کرکټ لوبه د باران له امله...

اسیايي لوبې: د افغانستان او هند کرکټ لوبه د باران له امله لغوه شوه

تاند (دوشنبه، د تلې/ میزان ۶ مه) د ۲۰۲۶ کال په اسیايي لوبو کې د افغانستان او هند د کرکټ لوبډلو ترمنځ سیالي د پرله‌پسې باران له امله ترسره نه شوه او لغوه اعلان شوه.

دا سیالي، چې په جاپان کې کېده، د باران له امله د لوبې لپاره مناسب شرایط برابر نه شول. د سیالیو د اصولو له مخې، هند د غوره درجه‌بندۍ پر بنسټ نیمه پایلوبې ته لار وموندله.

تر دې مخکې د پاکستان او هانګ کانګ ترمنځ نیمه پایلوبې ته د وتلو لپاره سیالي هم د باران له امله لغوه شوې وه. پاکستان هم د خپلې غوره درجه‌بندۍ له امله نیمه پایلوبې ته صعود کړی دی.

افغانستان په دې سیالیو کې جاپان ته ماتې ورکړه خو پر نیپال یې وبایلله.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

له مرحوم محمد هاشم میوندوال سره زما دوې خاطرې | زمری محقق

د میوندوال د شهادت د ۵۳ کال په مناسبت: لومړی خاطره (انتخابات ):   د مرحوم محمد هاشم میوند وال د انتخاباتو څځه زما یوه نه هیریدونکې...