Homeخبرونهامربالمعروف وزارت: د سږ کال په ۲مه ربعه کې د ۱۲۵ اجباري...

امربالمعروف وزارت: د سږ کال په ۲مه ربعه کې د ۱۲۵ اجباري نکاح ګانو مخه نیول شوې

تاند/ دوشنبه د تلې ـ میزان ۶مه/ افغانستان کې د طالبانو د حکومت د امر بالمعروف، نهي عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت وايي، د سږ کال په دوهمه ربعه کې یې د هیواد په کچه د ۱۲۵ اجباري نکاح ګانو مخنیوی کړی دی.

د دغه وزارت ویاند سیف الاسلام خیبر نن دوشنبه رسنیو ته ویلي، یادو قضیو ته د روان ۱۴۰۵ لمریز کال په چنګاښ، زمري او وږي میاشتو کې رسېدګي شوې ده.

د هغه په خبره، له دې سره، سره د یاد وزارت محتسبینو په همدې موده کي د ښځو د حقوقو اړوند ۱۱۸۷ نوري قضیې هم حل کړې دي.

د خیبر په وینا، په دې موده کې د هیواد په بېلابېلو سیمو کې د کوډو او جادو کولو په تور ۱۵۷ کسان نیول شوي او د نورو اجراتو په خاطر اړوندو ارګانونو ته سپارل شوي دي.

دا جزیات داسې مهال شرېکېږي چې، اوس هم د هېواد د یو شمېر ولایتونو په لرې پرتو سیمو کې نجونې په کم عمر کې جبري نکاح کېږي سره مخې دي او د عامو خلکو په وینا په ځینو پېښو کې چارواکي هم دخیل وي.

دوی وایي دغه راز ځینې کورنۍ بیا د اقتصادي ستونزو له امله داسې حالت ته اړکړای شوي وي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

«کیش شخصیت د تاریخ نګاری و تحلیل نګاری» اثر ته کتنه

زمری محقق د کتاب پېژندنې لړۍ: ( ۳۵ ) د ښاغلی جهاني صاحب دغه اثر (کیش شخصیت د تاریخ نګاری و تحلیل نګاری) می څو ورځی...