تاند (دوشنبه، د تلې/ میزان ۶ مه) ایران د چابهار او زاهدان ترمنځ د شاوخوا ۷۳۰ کیلومتره اوږدې رېللارې د جوړولو چارې بشپړې کړې دي. د دې پټلۍ بشپړېدا به هند ته د افغانستان، منځنۍ اسیا او د روسیې ختیځو سیمو ته د سوداګرۍ او ترانسپورت لپاره اسانه لار برابره کړي.
د هند «اکانومیک ټایمز» د راپور له مخې، دغه ستره پروژه له څو کلونو راهیسې تر جوړېدو لاندې وه او اوس یې د بشپړ فعالیت لپاره وروستی چمتووالی روان دی. تمه ده چې رېللار له درې تر څلورو میاشتو وروسته بشپړه فعاله شي.
د رېللارې اهمیت
د چابهار–زاهدان رېللار ۳۳ تمځایونه، ۳۹ تونلونه او ۲۰۱ پلونه لري. د دې پټلۍ له بشپړېدو سره به چابهار بندر د ایران د رېللارو له ملي شبکې سره ونښلول شي.
چابهار د هند لپاره ځکه مهم دی چې دغه بندر د هند له خاورې څخه د افغانستان او منځنۍ اسیا پر لور د سمندري او ځمکني ترانسپورټ یوه بدیله لار برابروي. افغانستان او د منځنۍ اسیا هېوادونه سمندر ته مستقیمه او اغېزمنه لار نه لري، او د چابهار له لارې ورته د هند سمندري لارو ته د رسېدو امکان زیاتېږي.
د دې لارې له بشپړېدو سره به هند وکړای شي چې خپل توکي له چابهار بندر څخه د ایران په رېللارو شمال لوري ته ولېږدوي او د منځنۍ اسیا له بازارونو سره خپلې سوداګریزې اړیکې پراخې کړي.
افغانستان ته یې اهمیت
د چابهار بندر د افغانستان لپاره هم مهم دی، ځکه دغه هېواد کولی شي د پاکستان له سمندري بندرونو پرته د ایران له لارې نړیوالو اوبو او نورو نړیوالو بازارونو ته د توکو د لېږد لپاره بدیله لار وکاروي.
د چابهار–زاهدان د رېللارې بشپړېدا د افغانستان او منځنۍ اسیا لپاره هغه مهال لا مهمېږي چې له زاهدان څخه د افغانستان د رېللارې له شبکې سره د نښلولو چارې هم پراخې شي.
د چابهار بندر د مدیریت موضوع
د راپور له مخې، هند او ایران د چابهار بندر د مدیریت په اړه هم خبرې کوي. د هند حکومت هڅه کوي له یوه سیمهییز بندري بنسټ سره داسې هوکړې ته ورسېږي چې د چابهار بندر د مدیریت حق هند ته ورکړي.
د راپور له مخې، د ایران پر وړاندې د امریکا بندیزونه د دې موضوع پر وړاندې مهم خنډ بلل کېږي او هند غواړي د بندیزونو له لیرې کېدو وروسته د بندر د مدیریت دغه حق ترلاسه کړي.
د چابهار بندر موضوع د ایران د ولسمشر مسعود پزشکیان او د هند د صدراعظم نریندرا مودي د لیدنې پر مهال هم مطرح شوې وه.
د هند او منځنۍ اسیا د سوداګرۍ لپاره نوې لار
د چابهار–زاهدان رېللار د نړیوال شمال–جنوب ترانسپورتي دهلېز (INSTC) د پراختیا لپاره هم مهمه بلل کېږي. دغه دهلېز د هند، ایران، روسیې او منځنۍ اسیا ترمنځ د سوداګریزو توکو د لېږد لپاره د بدیلې لارې په توګه طرحه شوی دی.
د دې رېللارې له فعالېدو سره به چابهار بندر د ایران د رېللارو له شبکې سره ونښلول شي او د منځنۍ اسیا او ختیځې اروپا پر لور به د بار وړونکو توکو د لېږد امکانات پراخ شي.
د اقتصادي ټایمز د راپور له مخې، ایراني چارواکي اوس د پټلۍ د بشپړ فعالیت لپاره د خوندیتوب وروستۍ ازموینې او نور تخنیکي چمتووالی ترسره کوي.