Home+د ډاکتر نجيب د شهادت دېرشم تلین| عبداصمد ازهر

د ډاکتر نجيب د شهادت دېرشم تلین| عبداصمد ازهر

د ډاکتر نجیب الله په هکله ډېر لیکل شوي دي او تکراري خبرې خوند هم نه کوي. خو پوښتنه دا ده چې د ده یاد ولې باید ونمانځل شي؟

دی د یوه ځورېدلي او جګړه‌ځپلي ملت اتل شهید دی.

د تپل شویو جګړو او دښمنیو څخه د خپل ولس د ژغورلو لپاره یې په ملي کچه د ملي مصالحې او په نړیواله کچه له ملګرو ملتونو سره د همکارۍ له لارې ستر ګامونه واخیستل او له خپلو ټولو مقامونو او امتیازونو څخه تېر شو. ده ته ولس او وطن او د هغوی هوساینه او وداني دومره په لومړیتوب کې وو چې خپل سر یې هم په همدې لاره کې وبایله.

نجیب هم د خپل سیاسي ژوند په لومړیو پړاوونو کې د هر چا په څېر تشې درلودې، خو د ده پوهې، تجربې او له کلیوالي ولسي ژوند او دودونو سره پخې آشنایۍ د ده لاس ونیو او د واقع‌بینۍ کمال خوا ته یې بوت.

د قدرت پر مهال، د ګاونډیانو او لوېدیځوالو د دښمنۍ، د روسانو مخ ګرځولو، د سیاسي اسلام د پیاوړي کېدو او د رڼا او پرمختګ له دښمنانو سره د ځینو اغېزناکو ګونديانو د تړاو ټینګېدو په چاپېریال کې، هوډمن شو چې د هېواد د ژغورلو په موخه د سترو بدلونونو په راوستو او هغو پرله‌پسې اقداماتو له لارې، چې ټول پرې خبر یو، سوله او امن راولي.

سوله‌ییز حل په وروستیو پړاوونو کې له شا څخه په نامردۍ تر ګوزار لاندې راغی او د کودتا په پایله کې دا هڅه ناکامه شوه؛ پایله یې کټ مټ هماغه شوه چې نجیب یې وړاندوینه کړې وه.

ډاکتر نجیب، هماغسې چې د سولې اتل و، د جګړې په ډګر کې هم وتلی قوماندان و او د جلال‌اباد په جګړه کې یې د پاکستان د پوځ او لاسپوڅو مجاهدینو پوزې په خاورو کې وموښلې.

نجیب له دې وېرې نه درلوده چې واک به د وطن ګوند له لاسه ووځي؛ د ده وېره له داخلي جګړې، وحشت او بې‌پولې جنایتونو څخه وه، چې له بده مرغه هماغه پېښ شول.

نجیب د ملت شهید دی. افغان ملت په دودیزه توګه کسات نه هېروي.

پدر کشتي تخم کين کاشتي
پدر کشته را کی بود آشتي

څو کاله مخکې، هغه هم د ډاکتر نجیب الله د شهادت په کلیزه کې مې لیکلي وو چې دی د ملګرو ملتونو په دفتر کې د دوی تر ملاتړ لاندې و، او ډاکتر نجیب له همدې دفتر څخه په زور ایستل شوی او له خپل ورور احمدزي سره په غیرانساني او وحشیانه توګه شکنجه او وژل شوی دی.

دا د ملګرو ملتونو دنده وه چې د دې پېښې او د رښتینو مسوولینو د موندلو په موخه تحقیقات وکړي. له بده مرغه، هغسې چې دغه سازمان د نړۍ په هر ګوټ کې د انصاف یا عدالت په پلي کولو کې پړ راغلی دی، د نجیب د شهادت داعیه یې هم له سترګو وغورځوله.

اوس باید ترې وغوښتل شي چې حقیقي مسوولان پیدا او نړیوال عدالت ته یې وسپاري.

ما د افغانستان د حقوقدانانو پر انجمن، چې وتلی حقوقپوه میر عبدالواحد سادات یې سروال دی، د دعوې د طرح کولو غږ وکړ. موده وروسته ښاغلي سادات په خپل ابتکار، یا ښايي زما د یادونې په اساس، په ښکلو حقوقي ادبیاتو د انجمن له خوا د ملګرو ملتونو سرمنشي ته دعوا ولېږله، خو پایله یې څرګنده نه شوه.

بل ځل مې په یوې لیکنې کې طالبان پوښتلي وو چې د نجیب وژنه مني که نه مني. که یې مني، ولې د هېواد جمهور رئیس بې له قانوني یا شرعي محاکمې او تر شکنجو لاندې وژل شوی دی؟! مسوولان یې باید په شرعي محکمه کې محاکمه او حدودي حکم پرې صادر شي.

که د دې جنایت له کولو څخه انکار کوي، نو اصلي مسوولان دې، چې په هماغه شپه په ارګ کې ناست او د جنایتونو واګې یې په لاس کې وې، رسوا او پر ضد یې دعوا اقامه کړي. دوی هم غوږونه کاڼه واچول.

نجیب ولې ستایو او ولې یې یاد او شهادت نمانځو؟

زموږ په تاریخ کې دوو ویاړلو واکدارانو د وینو تویېدو د درولو په هیله خپل پاچايي پلازونه پرېښودل: پاچا امان الله غازي او ولسمشر ډاکتر نجیب الله.

دواړو له جګړې او ورانۍ څخه د خپل ولس او ټاټوبي د ژغورلو په تمه په خپله خوښه دا کار وکړ. افغان ولس نه د دوی د قدرت د مهال کارنامې او نه د دوی وروستی له ځان او مقام څخه تېرېدل هېرولی شي.

د دواړو دې ویاړلی یاد تلپاتې وي.

1 COMMENT

  1. د ځینو کسانو سپین سترګی تر حد تېره او تر مدّ تېرَه ده.
    ازهر خپله د یو مشهور شخص په وژنه متهم دی.
    که ازهر د فلانی کس د وژونکو د محاکمی غوښتونکی وی نو باید د هر سیاسی رجال د محاکمې غوښتونکی شی نه یوازی د خپل فکری انډیوال د محاکمې غوښتونکی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

میتن (متهن) چکرورتي: د وړیا خوړو لپاره مې په محفلونو کې نڅا کوله

تاند (سې شنبه، د تلې/ میزان ۷ مه) د بالیووډ مشهور اداکار میتن چکرورتي د خپل هنري ژوند د لومړیو ورځو د ستونزو په...