تاند (چهارشنبه، د تلې/ میزان ۸ مه) په داسي حال کې چې افغانستان غواړي د پاکستان پر درملو اتکا د تل لپاره پای ته ورسوي، د روغتیا وزیر نورجلال جلالي بیلاروس ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د دغه هېواد د درملو یوه دولتي تولیدي فابریکه او د سرطاني ناروغیو د درملنې او رادیولوژۍ ملي مرکز ولیدل.
جلالي د «بلمېدپرپاراتي» په نوم د درملو له دولتي فابریکې څخه د لیدنې پر مهال د درملو د تولید له بهیر او د کیفیت د تضمین له معیارونو سره بلد شو او په دې برخه کې یې د تخنیکي تجربو د تبادلې په اړه خبرې وکړې.
په دې لیدنه کې د بیلاروس د روغتیا وزارت مرستیال هم له ښاغلي جلال سره ملګری و. دواړو لورو د درملو د تولید، د کیفیت د کنټرول او د تخنیکي تجربو د تبادلې په برخو کې د افغانستان او بیلاروس ترمنځ د همکاریو د پراختیا په اړه خبرې وکړې.
د روغتیا وزیر وویل، دغه وزارت د درملو د کیفیت د لوړولو، د افغانستان د درملو د اړتیاوو د پوره کولو او د کورني تولید د پیاوړتیا لپاره له معتبرو او تخصصي بنسټونو سره د همکاریو د پراختیا هڅې کوي.
د بیلاروس د روغتیا وزارت مرستیال او د درملو د فابریکې مسوولانو هم له افغانستان سره د درملو د تولید، د کیفیت د کنټرول او د تخنیکي تجربو د تبادلې په برخو کې د همکارۍ لپاره چمتووالی څرګند کړ.
جلالي د خپل سفر په لړ کې د بیلاروس د سرطاني ناروغیو د درملنې او رادیولوژۍ ملي مرکز ته ورغی او د دغه مرکز د تشخیص او درملنې له خدمتونو، څېړنیزو فعالیتونو او د پرمختللو رادیولوژیکي وسایلو د کارونې او ساتنې له بهیر سره بلد شو.
هغه په افغانستان کې د سرطان ناروغۍ د پېښو زیاتېدو ته په اشارې وویل، د دې ناروغۍ د مخنیوي، وختي تشخیص او اغېزمنې درملنې لپاره د معیاري روغتیايي خدمتونو پراختیا اړینه ده.
د راپورونو له مخې، په افغانستان کې شاوخوا یو نیم میلیون افغانان په سرطاني ناروغیو اخته دي او هر کال شاوخوا ۵۰ زره په دې شمېر زیاتېږي.
جلالي زیاته کړه، افغانستان هڅه کوي د نورو هېوادونو له تجربو، علمي پوهې او پرمختللو طبي امکاناتو څخه په ګټې اخیستنې، په هېواد کې د سرطان ناروغانو د معیاري تشخیص او درملنې زمینه پراخه کړي.
د ببلاروس د سرطان او رادیولوژۍ د ملي مرکز مسوولانو هم د دغه مرکز د امکاناتو، تجهیزاتو او څېړنیزو فعالیتونو په اړه معلومات ورکړل او د علمي او تخصصي تجربو د تبادلې په برخه کې یې د همکاریو پر پراختیا ټینګار وکړ.
دغه مرکز د سرطان ناروغانو د درملنې ترڅنګ، په طبي او روغتیايي برخو کې څېړنې هم ترسره کوي.
دواړو لورو په پای کې د درملو د تولید، د کیفیت د تضمین، د تخنیکي تجربو د تبادلې او د سرطان د تشخیص او درملنې د خدمتونو د پراختیا په برخو کې د افغانستان او بیلاروس ترمنځ د ګډو همکاریو پر دوام ټینګار وکړ.