ځینې تاریخي پېښې یوازې یو عادي خبر او د یوې ورځپاڼې ساده سرلیک نه وي؛ بلکې انسان اړ باسي چې یوه شېبه ودرېږي، شاته وګوري او له ځانه وپوښتي؛ موږ چېرته ولاړ یو او نړۍ چېرته؟ د مراکش له پلازمېنې، الرِباط څخه تېره ورځ داسې خبر خپور شو چې په عربي او اسلامي نړۍ کې ځانګړې معنا لري. د مراکش پاچا محمد السادس، پنځوس کلنه فاطمة الزهراء المنصوري د حکومت د مشرې په توګه وټاکله؛ نوموړې د دې هېواد په تاریخ کې لومړنۍ صدراعظمه ده.
د مراکش د اساسي قانون له مخې، پاچا د ولسي جرګې له ټاکنو وروسته د هغه سیاسي ګوند له منځه د حکومت مشر ټاکي چې په ټاکنو کې تر ټولو ډېرې څوکۍ ترلاسه کړې وي. د تېرې اونۍ په ټاکنو کې چې د ولسي جرګې د ۳۹۵ څوکیو لپاره ترسره شوې، د فاطمې «اصالت او معاصریت ګوند» ۹۷ څوکۍ وګټلې چې د نورو ګوندونو په پرتله ډېرې دي. مراکش شاوخوا ۳۹ میلیونه نفوس لري، سیاسي نظام یې مشروطه شاهي دی او د مشرانو جرګه یې ۱۲۰ غړي لري.
د دې مېرمنې صدارت ځکه د پام وړ دی چې د مراکش ټولواک یوازې یو سیاسي پاچا نه دی؛ بلکې هغه د اساسي قانون له مخې «امیرالمؤمنین» دی او د اسلامي دین د ساتنې او د مذهبي چارو د ځانګړو صلاحیتونو مسؤلیت هم لري. د مراکش علوي سلطنت خپل نسب د « اشرافو / سیدانو » له کورنۍ سره تړي او ځان د علي کرم الله وجهه اولاده بولي؛ البته دوئ مالکي مذهبي سنیان دي. دغه دیني مشروعیت او د اهل بیتو د نسب سره تړاو د مراکش د سیاسي او مذهبي جوړښت مهم عناصر دي. له ۱۶۳۱م کال راهیسې دلته علویان په واک کې دي چې د نړۍ ترټولو پخوانۍ شاهي کورنۍ ګڼل کېږي.
د مراکش اساسي قانون د ښځو او نارینه وو د مدني، تعلیمي، سیاسي او ټولنیزو حقونو د برابرۍ اصل په رسمیت پېژني. د یوې مراکشۍ مېرمنې صدراعظم کېدل یوازې د یوې ښځې شخصي بریا نه ده؛ بلکې په عامه ژوند کې د یو حقوقي بهیر څرګندونه ده. مراکش لا ډېر پخوا، په ۲۴۵هجري کال کې یوه تاریخي پاڼه اړولې ده. یوې ۲۵ کلنې پېغلې، فاطمه الفهرية د فاس ښار کې د القرویین د تعلیمي مرکز بنسټ کېښود. دغه علمي مرکز وروسته د نړۍ لومړنې پوهنتون وبلل شو چې اوس د القېروان په نوم پېژندل کېږي. جالبه ده، یوه فاطمه د یو پوهنتون د بنسټ ډبره ږدي او بله فاطمه یولس پېړۍ وروسته د حکومت مشره ټاکل کېږي. تاریخ به حتما ولیکي چې د مراکش «امیرالمؤمنین» د یوې وکیلې پر کمزورو اوږو د حکومت د درانه بار د اېښودلو زمینه برابره کړه.
همدا نن په ډېرو اسلامي هېوادونو کې ښځې پوهنتونونو ته ځي ترڅو ډاکټرانې، استادانې، قاضیانې، وکیلانې، وزیرانې شي او د پارلمان غړېتوب ترلاسه کړي. د قرآن کریم لومړنی نازل شوی آیت د لوستلو په حکم « اقرأ ــ ولوله » سره پیلېږي چې خطاب یې نر او ښځې ته په یو ډول دی. خو د نړۍ په ځینو سیمو کې لا هم نجونې له لوړو زده کړو څخه محرومې دي. یونسکو وايي چې په ټوله نړۍ کې له ۱۳۳ میلیونو څخه ډېرې نجونې له ښوونځيو بهر دي چې فقر، کم عمره ودونه، جنسیتي تبعیض او تاوتریخوالی یې له مهمو عواملو څخه دي.
تر دې وړاندې، په بنګله دېش کې شیخ حسینه او خالده ضیاء، په پاکستان کې بېنظیر بوټو، په ترکیه کې تانسو چیلر او په تونس کې نجلاء بودن او سارة الزعفراني د حکومت د مشرۍ تر لوړو مقامونو رسېدلې دي. خو موږ لا هم په دې شش او پنج کې بند پاتې یو چې ښځه خو د کور او ګور لپاره پیدا ده؛ نو دا ناقص العقل مخلوق به څنګه د حکومت او سیاست دروند بار پر اوږه واخلي؟ ګمبېری او ګني؟
الله مې دې زاړه ایمان ته خېر کړي!
سلام
ولس ښه پوهیږی ! چې اسلام ښځو ته د
۱-تعلیم
۲-تملک
۳-کار اوکسب
۴-میراث
۵-نکاح
۶-تجارت
۷-حج
۸- غزاء
۹-محکمې ته تګ
۱۰- دعوی
۱۱-شهادت
۱۲-جمعې ته تګ
۱۳-دخطبې اورېدلو ته
سیاست له همدیو سره ملګری دی
په نصاب برابر ، په علم اوعرفان استوار ثابت حقوق ورکړی . ښځې ، موږ او نړۍ ټول له دی زیات حقوق نه غواړو نو زموږ کوم چنجن بې علمه ملا په کوم روایت ، دلیل او منطق دغه انحصار وضع کړی جهالت نور تور اوسپین نه لری ؟ ایا په دې ټولو اسلامی هېوادونو کې ښځې شتون نه لری؟ کوم شاعر دغه څلوریزه یا رباعی ویلې:
“اول صحت دی بیا ثروت دی
ورپسې علم او معرفت دی
تردې نه وروسته چې خطا ونه وځې
لازم انسان ته صحیح شهرت دی”
ملکزی صاحب انصاف ښه شی دی اسلام دسولې اوعطوفت دین دی زور واکی باندې یې هیڅکله تاکید نه دی کړی محافظه کاری او ریاء سره سازش نه کوی .
سلامت اوسې
شریف زاد صېب، تاسو ته سلام او پېرزونې.
زه مو د هرې کرښې او هرې جملې سره یوه خوله یم. کور مو ودان