Homeخبرونهپه اسلام اباد کې د آی ایس آی تر چتر لاندې غونډې...

په اسلام اباد کې د آی ایس آی تر چتر لاندې غونډې د افغانستان ټول پښتانه د طالبانو ملاتړي وبلل

تاند (چهارشنبه، د تلې/ میزان ۸ مه) د پاکستان د ځانګړو ادارو په نوښت په اسلام اباد کې «د افغانستان وضعیت او د سولې پر لور د حرکت مسیر؛ داخلي سقوط، بې‌مشروعیته واکمني» په نوم دوه ورځینۍ غونډه نن (چهارشنبې) پای ته ورسېده.

په دې غونډه کې د کابل د حکومت یو شمېر مخالفو څېرو ګډون کړی وو.

دا غونډه د سې شنبې په ورځ، د تلې په اوومه، د پاکستان د «نړیوال پارلماني کانګرس» له خوا، چې د آی ایس آی له ملاتړه برخمنه موسسه ده، دایره شوې وه.

دې موسسې تر دې پخوا د افغانستان د تجزیې لپاره نقشې وړاندیز کړې وې.

د افغانستان د اطلاعاتو او کلتور پخوانی وزیر محمد طاهر زهیر، چې اوس د طالبانو د حکومت د یوې مخالفې ډلې یو مشر دی، د افغانستان د ولسي جرګې پخوانی غړی امان‌الله پیمان هم په غونډه کې ګډون درلود.

د راپورونو له مخې، د تاجکستان، قزاقستان، قرغیزستان، چین او روسیې استازو هم په غونډه کې ګډون کړی او د افغانستان د سیاسي او امنیتي وضعیت په اړه یې خپل نظرونه څرګند کړي دي.

د غونډې په لومړۍ ورځ ویناوالو په افغانستان کې د ترهګرو ډلو د شتون ادعا وکړه او د سیمې د هېوادونو پر امنیت یې د دغو ډلو د احتمالي اغېزو په اړه اندېښنه څرګنده کړه. ځینو ګډونوالو د افغانستان د سیاسي او امنیتي کړکېچ د هواري لپاره د یوه ټول‌شموله حکومت جوړېدا اړینه وبلله.

محمد طاهر زهیر او امان‌الله پیمان هم د کابل د حکومت له خوا د غیرپښتنو قومونو د څنډې ته کولو او د ټول‌شموله حکومت د نه جوړېدو په اړه ادعاوې مطرح کړې او د افغانستان د سیاسي وضعیت د بدلون لپاره یې د سیمې له هېوادونو او نړیوالې ټولنې د ملاتړ غوښتنه وکړه.

د پاکستان د اطلاعاتو وزیر عطاالله تارړ د غونډې د پرانیستې په مراسمو کې وویل چې افغانستان په «د ترهګرو په پناهځای» بدل شوی دی.

دوی په خپله وروستۍ اعلامیه کې وویل چې ټول پښتانه د طالبانو ملاتړ کوي او پښتانه د افغانستان د نفوس ۴۲ سلنه جوړوي.

5 COMMENTS

  1. پښتانه مجبور دي د تاریخ په امر چې د طالبانو ملاتړ وکړي. پښتانه په تاريخ کې دومره نه وو تحقیر شوي لکه تیره نیمه پيړۍ کې خاصتا ٩٠يمه لسیزې راپه ديخوا.
    پښتانه متحد افغانستان او قوي مرکزي حکومت غواړي. غیر له طالبانو بله کومه ډله شته چې دا کار وکړي؟ او یا ظرفیت يې ولري؟ طالبانو حرکت ثابته کړه چې په تېره نيمه پيړۍ کې یوازینی ډله ده چې په یوازې سر د ټول افغانستان دکنترول وس لري.(د دوی حکومتولۍ کواليټي بیل بحث دی).
    پښتانه چې د امارت ملاتړ ونه کړي، د شمال د لنډه غرو غلو و جاسوسانو ملاتړ وکړي؟ د امارت ملاتړ ونه کړي چې افغانستان يوځل بیا د رقص مرده دور ته ستون شي؟

  2. دافغانستان دبی وطنه پردیپالو لپاره چی د آی ایس آی په دسترخوان ناست او دهغوی تالۍ څټی.دغه شعر ډیر پخای بریښی:د مکار زاهد په قبر بد مستان سره ټول شوی….انتقام له ژونده اخلی هدیره یی میخانه کړه. دپاکستان حکومت پخپله د پاڼ په ژۍ ولاړ دی او لکه اوبو اخیستۍ د اوبو ځګ ته هم لاس اچوی. دافغان تښتولیومتعصبینو لپاره چی بیا د دوښمن څخه د واک اخیستلو تمه لری دغه پښټو متل ډیر پځای دی کوم چې وایی:اول ځل چی می غولوی تا دخدای ووهی او دوهم ځل چی می غولوی ما دی خدای ووهی! مګر دوی د قدرت او ونډ وږی دومره خدای وهلی دی چی بیا هماغه آزموییل شوی دوښمن ته پناه وروړی اوله هغه څخه بیرته واک ته ستنیدل په کچکول کی غواړی.تر دې پورته ذلالت نور نشته! اوس نړی هم دپاکستان په دوه مخی لوبه پوهیدلی ده او همدا لامل دی چی دترهګرۍ په درجه بندی کې پاکستان اوس په لومړی درجه کی راغلی دی.د قومی نفاق لپاره پآکستان لکه دافغانستان متعصبین دپښتنو دقومی حکومت نه پرته بل کارت په لاس کې نلری دغه دپښتنی یو قومی واک مفکوره هم دربانی دواکمنۍ په مهال د دوکتور چنګیز پهلوان لخوا د(افغانستان عصر مجاهدین وظهور طالبان) تر نامه لاندی کتاب کی د پشتونیزم په عنوان سره چی دقومی ظلم په بڼه یی تفسیر کړیده وړاندی کړی وه . دافغانستان عام ولس د تیر شل کلن پيير د ناخوالو اوترخو ناکردو څخه دا تجربه اخیستی چی د اوسنی دولتی واکمنې ډلي په وړاندی بالقوه اوبالفعل مخالفت نه کوی. مخالفین د یوځلی خپل ناولی مخونه د ولس په هنداره کی وګوری بیا دخپله خولی قاضی کړی.د سیګار د اداری دوړاندی شویو شمیرو په بنسټ ناتوخيلو په پخپل شل کلن حضور کی په افغانستان کی د دولت جوړونې اوبیارغوني په پار۲۸۷.۱۲ میلیارد ډالر لګولی مګر د هیواد جی ډي پی تر ۱۹ میلیارد دالرو لوړه نشوه! همدا دولس لپاره کافی ده. البته د طالب چارواکولپاره هم د ملامتۍ ډیری ګوتي نیول کیدایشی چی ټول اسلام باید دښځي په پلو پوری غوټه نکړی.د ښځو دکار تحصیل او تعلیم خدای ورکړی حق د ورکړی.او له ولس نه مشروعیت چی شرعی حکم دی واخلی او پدی ترتیب د نړیوال مشروعیت/ رسمیت او دریځ تر لاسه کړی همدی نړیوال رسمیت نه لرلو هیواد ته ډیر زیان اړولۍ دی.افغانستان دسویفت څخه وتلی، لویی پانګی هیواد ته نشی راتلی او داقلیمی بدلون او نړیوالی تودوخې له اړخه چی هیوادته کوم زیان رسیدلی هغه بسپنه نشی تر لاسه کولی او داسې ډیر ستونځی هم لدی اړخه د هیواد په وړاندی پرتی دی. او په پای کی بیا هم دتښتولیو پردیپالو افغانانو لپاره: په ریبارانو پوره نشوه…اوس به ځولۍ په نازولو ګرځوومه.

  3. د پښتنو او افغانستان پر ضد د لنډغرو تبلیغات ، د دښمن کرغېړنې غېږې ته ځانونه رسول ، د پنجابي مرتدو او منافقو نظاميانو له خوا پر ګران افغانستان بریدونه ، بمبارۍ او په بدخشان ، نورستان مخامخ مداخله ، د لویو لارو بندول ، په نړیوالو غونډو او ملګرو ملتونو سازمان کې د افغانستان او پښتنو پرضد تبلیغ رښتیا هم پښتانه سره متحد کوي او مجبور دي چې یو قوي ، متمرکز او پرمختللي افغانستان جوړ کړي .

  4. سلامونه ملګرو په اسلام کې تعصب نشته موږ باید لومړي په اسلامی بڼه ځان عیار کړو
    هر انسان باید خپل شخصي غوښتنه په ټولو انسانانو په ځانګړي ډول په افغانانو ونه مني، دا هیواد چې دې حالت ته را رسیدلی همدې مذهبي ، قومي او سمتي تعصبونو له امله شوی، کابل چا په کنډواله بدل کړ، د داودخان له نظام څخه را نیولی څومره افغانان ووژل شو
    ولی د ظالمانو لپاره یو ځانګړي محکمه نه جوړیږی ځکه نور ولس پوه شي چې خاین څوک ده او خادم څوک ده ترڅو خادم مخکې کړو او موږ ورپسې شو او ملاتړ یې وکړو،
    نړیوال څخه مشروعیت غوښتل مهم ندې موږ باید لومړي ملی مشروعیت تر لاسه کړو ، هر نظام چې ورانیږی د ولس ملاتړ ورسره نه وی ، د ولس له غوښتنو یې مخ اړولی وی، نو هرڅه پخپل خوښه ترسره کول او نورو په فرمایش مخې ته تلل داسې وی لکه تیر نظامونه

  5. سوال داده چې د امریکا او برتانیی او فرانسی هیوادونو استازی یې ولی نه وو راغوښتی، ځکه هغوی پوهیږی چې پاکستان دوه ګوني رول لوبوی یعنی دا ۴۵ کلن تاریخ څخه نړۍ خبر ده چې له داود خان څخه نیولی تر داکتر نجیب الله پورې بیا د جهادی رهبرانو ترمینځ ګډودې او بی اتفاقی ددې لامل شو چې کابل په کنډواله بدل شو، هلته هم قومی ، مذهبی او سمتی خبرې روانې وی، بیا د طالبانو لومړی ځل پاڅون او بیا د مشرف او امریکا ګډه ملګرتیا د طالبانو سقوط لپاره بیا د کرزی او غنی په دوره کې د طالبانو بیا را پورته کیدل او په قطر کې دفتر پرانستل او بیا واک ته رسیدل ، ولس خبر ده، پوهیږي خو حال نه وایې؟

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

میتن (متهن) چکرورتي: د وړیا خوړو لپاره مې په محفلونو کې نڅا کوله

تاند (سې شنبه، د تلې/ میزان ۷ مه) د بالیووډ مشهور اداکار میتن چکرورتي د خپل هنري ژوند د لومړیو ورځو د ستونزو په...