دوشنبه, اپریل 29, 2024
Homeادبشعرد ارواښاد محمد ولي ځلمي په ویر کې/ استاد معصوم هوتک

د ارواښاد محمد ولي ځلمي په ویر کې/ استاد معصوم هوتک

مرگي واخیستئ حقدار ولي ځلمی

د قلم د ښار نامدار ولي ځلمی

د وطن د مطبوعاتو په اورشو کي

پېژندوی وو معلومدار ولي ځلمی

بنسټگر د ” کندهار” د مجلې وو

چلوونکی د اخبار ولي ځلمی

ډېرنومورکې وه له ورکي راایستلي

په تحقیق کي وو اوڅار ولي ځلمی

په څه کم پوره پېړۍ ئې ساه وکښله
په تن روغ په زړه بېمار ولي ځلمی

حوادث ئې ټول څارل د زړه په سترگو

هري پېښي ته په څار ولي ځلمی

دوطن په بده ورځ ئې زړه خواشینی
پر اولس وو غمگسار ولي ځلمی

ناپوهۍ د اولسونو ځورولی
په غفلت ئې وو اوگار ولي ځلمی

مستغني وو له ریا و له فریبه
حق ویلو ته تیار ولي ځلمی

کورنۍ ئې شوپه شو په وطنوکي
تنها پروت پر کندهار ولي ځلمی

په ماتم ئې غمزده سو کور و کلی
وو محبوب د خپل دیار ولي ځلمی

مړئې مه بولئ ژوندی به وي په زړو کي
یاد به وي په افتخار ولي ځلمی

که تاریخ ئې د وفات غواړئ په  نظم

په دې بل فردکي اظهار، ولي ځلمی

” مشاهیر” ځي ” مشاهیر د کندهار” ته

یوئې کم وو، دی ئې وغـــوښت و مزارته

حل :

مشـــــــــــــــــــــــاهیر = ۵۵۶

مشاهیر د کندهار = ۸۴۰

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

                                ټول = ۱۳۹۶

له دې عدد څخه چي یو کم سي، ۱۳۹۵ پاتېږي.

ارواښاد محمد ولي ځلمی د ۱۳۹۵ ش کال د دلوي پر ۱۴مه = ۲ فبروري ۲۰۱۷ع د پنجشنبې په ورځ په کندهار کي وفات سو. خدای دې وبخښي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب