یکشنبه, اپریل 28, 2024
Homeداسې هم شتهساینستر نیمايي زیات چینایان انترنیټ لري

تر نیمايي زیات چینایان انترنیټ لري

تاند- اوس په نړۍ کې د ټولو انسانانو په سلو کې ۴۰ انترنیټ لري، خو په ۱۹۹۵ کې یوازې یو فیصد انترنیټ ته لاسرسی درلود.

د انترنیټ تر ټولو زیات کاروونکي په اسیا کې دي ځکه چې د دې لویې وچې نفوس زیات دی. ورپسې امریکا او اروپا دي.

د امریکا په متحدو ایالتونو کې ۸۸ اعشاریه ۵ خلک انترنیټ کاروي.

په افغانستان کې ۲ ملیونه ۲۷۹ زره ۱۶۷ تنه یعني ۶ اعشاریه ۸ فیصده وګړي انترنیټ کاروي.

خو په چین کې د ۲۰۱۶ کال تر پایه پوري د انترنیټ د کاروونکو شمېر ۷۳۱ ملیون تنو ته ورسېد.

په دې اساس د دغه هیواد تر نیمايي لږ ډېر وګړي د انترنیټ له شبکې کار اخلي.

‍د چین لېري کلیو ته انترنیټ رسېدلی او له همدې کبله په دغه هیواد کې، چې اوس د نړۍ دوهم ستر اقتصاد دی، انترنیټ زیات خپور شوی دی.

خو له دې سره سره لا هم له امریکا، کاناډا او دغه راز ډېرو اروپايي هیوادونو سره د پرتلې نه دی.

په چین کې ۴ ملیونه ۸لکه ۲۰ زره ویبپاڼې فعالې دي.

د چینایانو اکثریت، یعني ۶۵۹ ملیونه له انترنیټ څخه په موبایل ټېلفون کې کار اخلي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب