شنبه, اپریل 20, 2024
Homeادبژبه او لیکدودد شننيزو ډکشنري ليکل/ډاکتر ماخان ميږي شینواری

د شننيزو ډکشنري ليکل/ډاکتر ماخان ميږي شینواری

ما دا څه موده د مخه خبر ولوسته، چې د پښتو یوې شنیزه ډکشنري د لیکلو له پاره چمتووالی نیول کیږي، نو ومې پتیله، چې د دې ډکشتري د لیکلو په اړه زما وړاندیز د ګرانو لوستونکواو لیکونکوسره اود ډکشنري د لیکلومسئولو سره کډ کړم.

ګورو، چې زموږ نړۍ اود نړۍ ژبو ډېر پرمخ تګ کړی او موږ له دې امله د هر څه د ښه، پوهنیزه لیکلو له پاره د نړۍ ژبوته پوره اړتیا لرو، نو دا اړتیا هم باید د نوروژبود ودې په مرسته پوره کړو.

د ټولو له مخه ( دامې ناسم لیکلی، سم یې: له ټولو (څخه ) د مخه دۍ) مې وړاندیزونه په لاندې توګه په لنډو ټکو ستاسو مخ ته ږدم.

لومړی: هر هغه کسان چې د ډکشنري لیکلوکې مرسته کوي او یا دا دنده ورسپارل کیږي، لږ تر لږه باید د پښتو او دري د ښه پوهیدلوپه څنګ کې – چې دا خو قانوني امردۍ –  په انګرېزي پوره واک ولري.

دویم : د هرې ريښې پوه کسان باید ورته ګومارل شويوي.

دا له دې امله، چې څنې ویونه په بیلابیلو پهنو کې راڅي، چې اړونده ترې پوهیدنه ور څخه لاس ته راوړو.

دریم: د انګرېزي ژبې د یوې بنسټیزه شننیزه ډکشنری ټاکل:

زموږ ډېرو پښتنو پوهانو بیلابیلې، د بیلابیلو ژبو او په بیلابیلو ريښو کې ډکشنرۍ لیکلي، د هغو څخه ګټه پورته کول اړیین دي، خود ډکشنرۍ لیکل باید پوره وي او هغه داسې کیدی شي، چې د انګرېزي ژبې یوه بنسټیزه شننیزه ډکشنری وټاکل شي او هغه د هر مسلک له پوهانو څخه په پښتو انډول وژباړل شي، چې یواځې یې بیا د پښتو الف بې په ترتیب سم کړي.

څلورم: د ښوونځي د نصاب اود پوهنتون د هر مسلک پوهان باید داسې ونډه په کې ولري، چې د خپلې ريښې د هغه درسي کتابونو په درس کې د خوندي ویونو شننیزه ډکشنري یې باید ترتیب او لیکلي وي.

دا په دې مانا – لکه څنګه په نوره نړۍ کې – د افغانستان کتابونو کې هم د کتاب په پای کې دا لوستلې پوهنیزې کلیمې یا ویونه د مخښوونې سره ـ چې دا وی په کوم مخ کې دۍ- لیکل شوي وي.  

پنڅم: یوه ډله(کمیټه) باید ټاکلشوې وي،چې دا ټولې شننې ورته راځي،هغوي یې،ګوري ترتیبوي اوبیا په ډکشنري کې هغه خپل ځای ورته د پښتو الف، ب په ترتیب ټاکي.

شپږم: هر هغه پوهنیز وی، چې په څو ريښو کې راغلی وي، باید ورسره ولیکل شي، چې دا په …کې داسې مانا لري او…کې داسې.

بیلګه: تړل، تړونی، برېښناتړونی تړون وي و داسې نور…..

برېښنا تړوني یا برېښنا تړن -اله…………

دا ولې اړیین دي؟

ګرځنی، لنډګرځنی اونور

ټوټه په بیلابیلو پوهنو کې او همداسې ځمککچپوهنه کې

نیمی

اوځنې نور

ژبه خو همداده، چې لرو یې. دې روځنۍ ژبه باندې، چې یو له بل سره خبرې پرې کوو، اړکیږو، چې همدا د ژبې ویونه په پوهنوکې هم وکاروو، موږ د هغوشیانوله پاره نورنومونه یا ویونه نه پیداکوو، نو له دې امله هرو مرو به یو نوم په مختلفو پوهنوکې په ورته موخه کاروو،

لکه:

په الماني ژبه کې بدن جوړښت یا اناتومي کې زېنې Sehne د عضلې اوهډوکي منځ کې تړوني، ڼښلووني اوکه غواړۍ بیلووني ته وایي اوپه هندسه کې هغه کرښه ده، چې د ګردۍ څخه یوه ټوټه بیلوي، چې موږتراوسه وتر بللی او پښتو یې ټوټه-ونې بلل کیږي.

همداسې بله بیلګه: موړ:  په ورځنۍ ژبه کې، چې څوک نوره مړۍ نه شي خوړلی موړ بولو او همداسې ګومان مې دۍ کیمیا کې موړ (تراوسه مشبوع) هغه اوبی بلل کیږي، چې نور څه په ځان کې نه شي اوبی کولی دا په دې مانا چې مړیږي. نوله دې امله وایو،چې دا اوبی موړ شو (تراوسه: دا محلول مشبوع شو).

ځنو(که ځینو؟) ویونو ته باید هکپک نه شو، چې لرو یې اوکاروو یې نه، چې له دې امله راته هکپک کوونکيیعنې نابلده دي . محلول چې موږ یې زیات وخت حل بولو، په پښتوکې اوبی دۍ.

دا زموږخوښه نه ده او نه غوښتنه، دا پیداېښتي همداسې دۍ.

ډېره هڅه بایدوشي، چې یو کره پیژندل شوی نوم یا وی د یوه بل کره پیژندل شوي وي په ځای – چې ناسم دۍ –  کیږدو.

بیلګه: د شیانو یو ټولګي د یوه ګډ خوي سره، چې هغه خوي بهیدل دي اوله دې امله بهیدونکي بلل کیږي، په پوره ناسم ډول اوبلن وبولو او همداسې سلمه په شنه زور سلنه نه کړو.

1 COMMENT

  1. دری او فارسی د عربی لغاتو په درلودو سره ځان اسانه او عام فهمه کړه، چه زیات خلک یی په اسانی سره زده کولای شی ، مونږ باید پښتو نوره زیاته سخته نکړو چه بیا به یواخی څومحدود لیکوالان پری پوه وی او ان پښتانه به یی نشی ترجمه کولای. اوس خو لیکوالان د خپله پوهی کچه په سختو او نابلدو لغامو سره خلکو ته ښی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب