د اقلیمي بدلونونو لاملونه څه دي؟ آیا اقلیمممي بدلون به د ځمکې د کرې په اقلیمي سیسټمونو اغېزې ولري؟ دا هغه پوښتنې دي چې پدې لیکنه کې به ځواب شي، نو تر پایه یې ولولئ.
- د اقلیمي بدلونونو یو له مهمو لاملونو څخه د ګلخانه ای ګازونو زیاتوالی دی. د صنعتي انقلاب له پیل راهیسې د صنعت او فابریکو وده او د فسیلي سون زیاتوالی او د ځنګلونو له منځه وړل د ګلخانه ای ګازونو په زیاتوالي کې رغنده رول لري، په ځانګړې توګه په تېرو څو لسیزو کې د CO2 په غلظت کې د پام وړ زیاتوالی راغلی: په ۱۷۵۰ لېږدیز کال کې د کاربن ډای اکسایډ غلظت ppm ۲۸۰، په ۲۰۰۵ ل. کال کې ppm ۳۷۹ ، په ۲۰۰۹ ل. کال کې ppm ۳۸۵ ، په ۲۰۱۰ ل. کال کې ppm ۳۸۸ او په ۲۰۱۱ ل. کال کې د دغه ګاز د غلظت کچه ppm۳۹۰ ته لوړه شوې وه، چې اوس تردې هم لوړه ده.
څېړنې ښیې که چېرې د فسیلي سون توکو د د سون اوسنۍ کچه همداسې دوام پیدا کړي، د کاربن ډای اکسایډ د غلظت کچه به د یوویشتمې پېړۍ تر پای وړاندې تر ppm ۶۰۰ پورې ورسېږي. څېړنې څرګندوي چې دګلخانه ای ګازونو د کچې زیاتوالي د ځمکې د اټموسفیر په تودوالي کې د پام وړ زیاتوالی راوستی . په ټوله کې، په اقلیمي سیسټمونو کې هر ډول بدلون ته چې د ګلخانه ای ګازونود زیاتوالي له امله رامنځته شي، اقلیمي بدلون بلل کېږي.
ددې لپاره چې له اقلیمي بدلونونو سره ښه بلد شو، اړینه ده چې د ګلخانه ای ګازونو په اغېزو پوه شو. د بېلابېلو څېړنو په ترڅ کې څرګنده شوې ده چې اقلیمي بدلون په تېرو څو کلونو کې د ځمکې د کرې په اقلیمي سیسټمونو پراخه اغېزې کړې دي، چې ځینې یې دادي:
۱. پر اقلیم یې اغېزې
د باران په ډول، وخت، او کچه کې بدلون، د باد په چټکتیا کې بدلون، د اوبو د بخار په کچه او ورېځو کې بدلون، د طبیعي پېښو لکه سېل او وچکالۍ په پېښېدو کې بدلون او داسې نور بدلونونه رامنځته کوي.
۲. پر هایډروسفیر یې اغېزې
د سطحي او ځمکې لاندې اوبو په کمیت او کیفیت کې بدلون، د سمندرونو د اوبو د سطحې زیاتوالی، په ساحلي سیمو کې د ځمکې لاندې اوبو ته د تروشو اوبو لېږد…
۳. د کرې پر یخونو یې اغېزې
په ځمکه کې د شته یخونو کموالی، د شته یخچالونو په کچه کې بدلون، د ځمکې د واورې په پوښښ کې بدلون او داسې نور…
۴. پر بایو سفیر یې اغېزې
د ابو په اړتیاو او د کرنیزو نباتاتو په کړو وړو کې بدلون، د ځمکې په وحشي حیات کې بدلون او…
پرته له شکه چې په راتلونکو کلونو کې به بشري کړنې ډېرې شي چې له امله به یې په اټموسفیر کې د ګلخانه ای ګازونو کچه لوړه شي. دغه زیاتوالی په اقلیمي سیسټمونو کې د بدلونونو د ډېرښت لامل کېږي. دې ته مو هم باید پام وي که د ټولو ګلخانه ای ګازونو د خپراوي مخنیوی هم وشي، نو بشر به بیا هم په ۲۱ مه پېړۍ کې له اقلیمي بدلونونو سره مخ شي ځکه پخواني تولید شوي ګلخانه ای ګازونه په اټموسفیر کې د ډېر وخت لپاره پاتې کېږي.
په هر حال، په اقلیمي پارامټرونو کې د بدلونونو زیاتوالی کولی شي په راتلونکو کلونو کې پر بېلابېلو سیسټمونو په ځانګړې توګه د اوبو په سرچینو، چاپېریال، صنعت، روغتیا، کرنه او پر ټولو هغه سیسټمونو چې له اقلیمي سیسټم سره تړاو لري، ناوړه اغېزې وکړي. نو اړینه ده چې مخکې له پېښېدو څخه، دغه ناوړه اغېزې وپېژندل شي او پر وړاندې یې د مقابلې لپاره حللارې او کړنلارې ولټول شي.
په انسانانو د اقلیمي بدلونونو دغه ناوړه اغېزې کېدی شي ډېرې زړه بوږ نوونکې وي، چې له همدې امله اقلیمي بدلون د بشر پر وړاندې د لسو ګواښوونکو پدیدو لکه فقر، هستوي اسلحې، وچکالي، سېل او نورو په کتار کې لومړی ځای خپل کړی دی. په ۱۹۸۸ لېږدیز کال کې د اقلیمي بدلون د اهمیت له کبله د هواپوهنې نړیوال سازمان جوړ شو او د ملګرو ملتونو د چاپېریال ساتنې نړیوال سازمان د اقلیمي بدلونونو د علمي بحثونو د انعکاس لپاره د IPCC سازمان رامنځته کړ. د IPCC اصلي دنده د نړۍ له هر ګوټ څخه د اقلیمي بدلونونو په اړه د اطلاعاتو، د علمي خپرې شوو مقالو او راپورونو راټولونه ده.