یکشنبه, اپریل 28, 2024
Homeادبشعرد عصمت قانع دوه نوې غزلې

د عصمت قانع دوه نوې غزلې

چې رهبر شي نو بابا شي مستر بين شي
مخ يې پټ شي بيا امرالمومنين شي
نه دقام په ننګ پا څيږي نه دخاوري
داپښتون خدای که ددين يا دسادين شي
دملت پر خروار ګټه ړوند او کوڼ وي
په شخصي ګټه په يوه روپۍ امين شي
له جنته او دوزخه بيغم باش شي
ملا چې پېښ دحلواګانو په کاشين شي
دډالرو رنګ عجيبه جادوګر دی
په منتر يې تور قاتل دمقتل سپين شي
غرونه درد داګاهي تر ويښته سپک کا
هر جاهل ته دټګمار دستار سنګين شي
پر وطن دميندوشاه بابا دوران دی
سپين خر تور شي اودتورو خريې شين شي
زړه يې ايښی دی دګرګو په انګار کې
دقانع ګوګل به بالاخره خوړين شي
——————————————————————————————
ساقي واچوه سکروټي زما په جام کې
چې دعقل وسواس وسو ځم ماښام کې
دځوانۍ داور لمبي را کې تازه کړه
دتېر عمر غم دزغم نه دی ايام کې
توره هلته ددښمن غاړي ته ښه ده
چې لوڅ تېغ وي او بندي نه وي نيام کې
زه دبام پرسر دعشق سندره بولم
ملا ليدای نه شم دخپلې کلا بام کې
هندواڼۍ لولۍ مې را نغله خوبو ته
لاهم وينم سليمانخيلې په اسام کې
دغچ دود دعاشقانو څه بلا کا
مغل ښکنځم دپنجاب په انتقام کې
په دامونو کې به ګير نه شم رقيبه
مګر کښيږدي افغاني نتکۍ په دام کې
ددې تور قانع داتور سرنوشت ګوره
سحرونه يې موندای نه شي په قام کې

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب