یکشنبه, مې 12, 2024
Homeخبرونهملا متقي: امنیت تامین او نشه یي توکي ختم شوي، نور مسایل...

ملا متقي: امنیت تامین او نشه یي توکي ختم شوي، نور مسایل د افغانستان کورني موضوعات دي

تاند (جمعه، د میزان ۷ مه) د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي، چې د مسکو فارمټ د پنځمې غونډې لپاره تاتارستان جمهوریت ته رسیدلی، د غونډې په څنډه کې د افغانستان د روان وضعیت او په اړه یې په دغه غونډه کې د کیدونکو غوښتنو په تړاو وار د مخه رسنیو ته خپل دریځ په ډاګه کړی.

ښاغلی متقي ویلي، چې د دوی رژیم په افغانستان کې د امنیت په تامینولو، د نشه یي توکیو په له منځه وړلو او د سیمې او نړۍ هېوادونو ته د افغانستان له خاورې د خطرونو په ختمولو توانیدلی.

هغه له طالب رژیم څخه د سیمې او نړۍ د هېوادونو د نورو غوښتنو په اړه ویلي، چې پاتې نور مسایل د افغانستان داخلي موضوعات دي.

نوموړي له زیاتو جزیاتو پرته دا هم ویلي، چې دوی د دیپلوماسۍ په برخه کې بریالي روان دي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر دا څرګندونې په داسې مهال کړي، چې تمه کیږي د مسکو فارمټ په نننۍ غونډه کې د سیمې د بېلابېلو هېوادونو دیپلوماتان له نوموړي یو شمېر غوښتنې مطرح کړي.

پرون د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف وویل، چې دوی د طالبانو رژیم د ټول شموله حکومت د جوړولو او د ټولو  اقلیتونو او ښځو د حقونو د تامین په شرط په رسمیت پېژني.

طالب چارواکو بیا په دې اړه څرګندونې رد کړي او ویلي، چې رژیم یې ټول شموله او د ټولو د حقونو تامینونکی دی.

روسي چارواکو ویلي، چې طالب وزیر او ورسره ملګری پلاوی یې د غونډې د ګډونوالو نه؛ بلکې مېلمنو په توګه بللي دي.

په دې غونډه کې د مسکو فارمټ د لومړنیو څو غونډو برعکس، امریکایي دیپلوماتان نه دي بلل شوي او د سیمې د هېوادونو له اړخه هم د افغانستان لپاره د دوی استازي ګډون پکې لري.

4 COMMENTS

  1. کورنی موضوعات نه ، بلکی کورنی جنایات به مناسبه اصطلاح وی .
    د دوی اسلام ، مدرسه ، عدالت او خدمت ځانته انحصاری مفهوم لری ؛ دا ځانته انحصاری نوی قاموس ، ایجاد غواړی لکه بشپړ ، صفر ، کورنی جنایات ، بهرنی جرایم او نور .

    • همت صیبه، دا د غربي اروپ ۳۲۰۰ کلنۍ پلانونه دی چه پر نني افغانستان تمبول شوی دی، او په آخر کې د پښتنو د له میخه وړلو، چه ۱۹۹۰ کال کې سویسی خبیث جنرال شتاهل ماته یې په ژبه وویل! اسناد:1177 B.C.: The Year Civilization Collapsed
      Book by Eric H. Cline

      The Clash of Civilizations and the Remaking of World Order

      Beyond Intractability
      https://www.beyondintractability.org › huntington-clash
      According to Huntington, the West clashing with another civilization is “the greatest threat to world peace, and an international order” (321). More from

      https://www.tagesanzeiger.ch/wie-der-westen-den-islamismus-vorantrieb-219516967749

  2. همت صیبه، دا د غربي اروپ ۳۲۰۰ کلنۍ پلانونه دی چه پر نني افغانستان تمبول شوی دی، او په آخر کې د پښتنو د له میخه وړلو، چه ۱۹۹۰ کال کې سویسی خبیث جنرال شتاهل ماته یې په ژبه وویل! اسناد:1177 B.C.: The Year Civilization Collapsed
    Book by Eric H. Cline

    The Clash of Civilizations and the Remaking of World Order

    Beyond Intractability
    https://www.beyondintractability.org › huntington-clash
    According to Huntington, the West clashing with another civilization is “the greatest threat to world peace, and an international order” (321). More from

    https://www.tagesanzeiger.ch/wie-der-westen-den-islamismus-vorantrieb-219516967749

  3. محترم زمری کاسی صاحب
    السلام علیکم
    د تاسی له لار ښوونی او اسنادو ډیره مڼنه ، امید چي مسئول ریښتونی مشران دِ وحدت او قوت لپاره موثر ګامونه پورته او دسایس شنډ کړی شی .
    ډیره مڼنه، په درنښت

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب