Homeخبرونهسرګي لاروف: په هېڅ توجیه افغانستان ته د امریکا او ناټو بیرته...

سرګي لاروف: په هېڅ توجیه افغانستان ته د امریکا او ناټو بیرته ستنیدل نه شو زغملی

تاند (جمعه، د میزان ۷ مه) د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاروف خبرداری ورکوي، چې افغانستان ته د امریکا او ناټو بیرته ستنیدل که په هره توجیه وي، دوی او د سیمې نورو هېوادونو ته د زغم وړ نه دی.

نوموړي دا څرګندونې په هغه لیکلي پيغام کې کړي، چې د افغانستان لپاره یې د هېواد د ځانګړي استازي ضمیر کابلوف له لوري نن د افغانستان په اړه د مسکو فارمټ په پنځمه غونډه کې ولوستل شو.

لاروف په دغه پیغام کې امریکا او ناټو تورن کړي، چې په افغانستان کې د شل کلن حضور پر مهال یې افغانانو ته درانه زیانونه اړولي.

د ده په وینا، امریکا او ناټو باید اوس د وضعیت د لا ترینګلي کولو پر ځای د کړو ویجاړیو د رغونې لپاره مرسته وکړي.

د روسیې اسپوتنیک خبري اژانس لیکلي، چې روسیه په افغانستان کې له سیمې د لرې هېوادونو له هڅو اندېښمن دی، خو په دې اړه یې نور جزییات نه دي وړاندې کړي.

د افغانستان په اړه د مسکو فارمټ پنځمه غونډه نن د روسیې په تاتارستان جمهوریت کې پیل شوه.

په دې اړه دا خبرونه هم لوستلی شئ:

ملا متقي: امنیت تامین او نشه یي توکي ختم شوي، نور مسایل د افغانستان کورني موضوعات دي – تاند (taand.net)

ملا متقي: امنیت تامین او نشه یي توکي ختم شوي، نور مسایل د افغانستان کورني موضوعات دي – تاند (taand.net)

کابلوف: طالبان د مسکو فارمټ برخوال نه، بلکې مېلمانه دي – تاند (taand.net)

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...