تاند (پنجشنبه، د میزان ۶مه) د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړی استازی ضمیر کابلوف وايي، د دغه هیواد د بهرنیو چارو وزیر سرګی لاوروف په پام کې نه لري چې د طالبانو له پلاوي سره چې د مسکو فارمټ په غونډه کې د ګډون لپاره روسیې ته تللی دی، وویني.
کابلوف وویل، طالبانو ته د مسکو فارمټ په غونډه کې، چې سبا (جمعه) په کازان کې جوړیږي، د ګډون بلنه ورکړل شوې ده.
کابلوف له روسي رسنیو سره په مرکه کې وویل:«سرګی لاوروف نه و چې ما دوی ته بلنه ورکړه، ما دوی ته د روسیې د ولسمشر د ځانګړي استازي په توګه بلنه ورکړه. د باندنیو چارو وزیر د هغو مېلمنو په وړاندې، چې ما رابللي دي، هیڅ تعهد نه لري، غواړم ټینګار وکړم چې طالبان (د غونډې) ګډونوال نه دي، بلکې د مسکو فارمټ مېلمانه دي. دا یو اساسي توپیر دی.»
د مسکو په فارمټ کې، چې دا ځل د مسکو په ځای په کازان کې جوړیږي، د افغانستان او روسیې ترڅنګ، هند، ایران، قزاقستان، قرغیزستان، چین، پاکستان، ازبکستان او تاجکستان شامل دي.
د دې فارمټ مخکینۍ غونډه د تېر ۲۰۲۲ په نوومبر کې جوړه شوې وه.
کابلوف زیاته کړه:«د مسکو په فارمټ کې ټول شامل هیوادونه د خازان په غونډه کې ګډون کوي او طالبان یوازې اصلي مېلمانه دي، نور مېلمانه هم بلل شوي دي؛ لکه د سعودي عربستان، متحده عربي اماراتو، قطر او ترکیې استازي.»
ده د مسکو له لوری د طالبانو د حکومت د رسمیت پېژندلو د احتمال په اړه وویل:«طالبان باید په رسمیت وپېژندل شي، یعني په عمل کې دې ثابته کړي چې د یوه پراخ بنسټه حکومت د جوړولو د غوښتنې عملي کولو ته تیار دي.»
کابلوف وویل چې مسکو او د مسکو فارمټ نور غړي د ټولشموله حکومت د څرنګوالي په اړه له طالبانو سره اختلاف لري.
ده همداراز وویل، په دې خاطر چې روسیه د طالبانو حکومت په رسمیت نه پېژني، په مسکو کې د طالبانو سفیر نه مني او همدا وجه ده چې د مسکو سفارت د پخواني حکومت د غړیو په کنترول کې دی.
دوی یی غوښتی چی لږ اهلی شی دنیا ووینی. ګوری چی روسیه کی څومره یخنی خو دوی چپلکې پر پښو کړی. څوک چی چیری ځی د آب و هوا حالات، ورښت تودوښه دا ټول په انترنیت کی سرچ کوی بیا خپل پروګرام جوړوی. طالبان داسی روانیږی ته به وایی چی پنجاب ته ځی ـ