Homeخبرونهعراق ۲۵ افغان بندیان کابل ته ستانه کړل

عراق ۲۵ افغان بندیان کابل ته ستانه کړل

تاند (پنجشنبه، د میزان ۶ مه) د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت وايي چې عراق ۲۵ افغان بندیان افغانستان ته سپارلي دي.

د طالبانود بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند ضیااحمد تکل وايي، دا ۲۵ افغانان د قانوني اسنادو د نه لرلو په تور په عراق کې نیول شوي وو.

د ده په وینا، دا کسان په عراق کې بندیان وو او د لازمو اسنادو له ورکولو وروسته کابل ته راستانه کړل شول.

د رسنیو د راپور له مخې، عراق عموماً هغه افغانان نیسي چې بې اسنادو دغه هیواد ته لاړ شي.

خو څرګنده نه ده چې په عراق کې څومره افغانان بندیان دي.

تر ټولو ډېر افغانان په پاکستان او ایران کې بندیان دي چې هر څه موده وروسته یو شمېر کسان د دغو هیوادونو له لوري خوشي کېږي او افغانستان ته سپارل کېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د يوويشتمي پېړۍ ليڪ | زهير سپېڅلی 

"د يويشتمې پېړۍ ليڪ" فقط يو ليڪ نه دی، يو ناول دی. ښاغلي محبوب شاه محبوب ليڪلی دی. مومند خپرندويي ټولني په لومړي ځل...