پنجشنبه, سپتمبر 19, 2024
Homeخبرونهاحمد مسعود فرانسې ته تللی

احمد مسعود فرانسې ته تللی

تاند (پنجشنبه، د میزان ۶مه) د طالبانو پر ضد د یوې جنګیدونکې ډلې( مقاومت ملي جبهې) مشر احمد مسعود فرانسې ته په سفر تللی.

نوموړي د دغه سفر په ترڅ کې، د فرانسې د جمهوري غوښتونکي ګوند له مشر سره هم لیدلي.

د یاد شوي ګوند مشر د طالبانو خلاف د احمد مسعود د جګړې ستاینه کړې او ویلي، چې هغه لکه پلار یې د طالبانو خلاف ټوپک پر ځمکه نه دی ایښی او دوی ملاتړ ورڅخه کوي.

د احمد مسعود مقاومت جبهې په دې اړه څه نه دي ویلي، خو ځینو رسنیو یې د فرانسې یو شمېر سیاسي څېرو سره د لیدنو عکسونه خپاره کړي دي.

د احمد مسعود پلار احمد شاه مسعود، چې د طالبانو د لومړۍ دورې واکمنۍ پر مهال د هغوی خلاف د جګړې مشر و، له فرانسې سره یې نږدې اړیکې لرلې.

یو شمېر افغان شنونکي اندېښمن دي، چې د افغانستان اوسنی وضعیت دغه هېواد د بېلابېلو هېوادونو د نیابتي جګړو په میدان بدلولای شي.

دوی له طالبانو او یو شمېر مخالفو ډلو څخه یې د بېلابېلو ډلو ښکاره او پټ ملاتړ ته په اشارې وایي، چې هر هېواد پر یوه لوري د خپلو نیابتي موخو د مخته وړلو لپاره پانګونه کوي.

د پخواني ولسمشر حامد کرزي په ګډون یو زیات شمېر افغان سیاستوال غوښتنه کوي، چې طالبان باید د دغه وضعیت د مخنیوي د مسوول او حاکمې ډلې په توګه هر څومره زر د افغانستان د قضیې د حل لپاره لاس په کار او د ملي روغې جوړې او قانونمند نظام د جوړولو په لټه کې شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب