دوشنبه, سپتمبر 16, 2024
Homeخبرونهپه نوي ډیلي کې د افغانستان سفارت خپل فعالیت ودراوه

په نوي ډیلي کې د افغانستان سفارت خپل فعالیت ودراوه

تاند (جمعه، د میزان ۷ مه) په نوي ډیلي کې د افغانستان سفارت له ګډوډ وضعیته وروسته خپل فعالیت ودراوه.

سفارت پرون (پنچشنبه) په یوه بیان کې وویل چې دا پرېکړه یې د هند د حکومت د نه ملاتړ له کبله کړې ده.

د هند د باندنیو چارو وزارت تراوسه پورې په دې اړه څه نه دي ویلي خو پرون په ځینو راپورونو کې ویل شوي و چې په نوي دیلي کې به د افغانستان سفارت د هند د باندنیو چارو وزارت په خپل کنټرول کې واخلي.

په نوي ډیلي کې د افغانستان سفارت ویلي چې خپلې عملیاتي چارې یې د هند د حکومت له لوري د نه پاملرنې له امله ځنډولي دي.

په بیان کې همداراز راغلي، په تېرو څه باندې ۶ میاشتو کې د افغانستان سفارت د هند د باندنیو چارو وزارت ته ګڼ دیپلوماتیک پیغامونه لیږلي دي. خو د ستراتیژیک مشارکت او نورو دوه اړخیزو موافقو په شمول هیڅ غوښتنې ته توجه ونه شوه.

د افغانستان د سفارت په بیان کې ټینګار شوی چې د دغه دیپلوماتیک مرکز د موقعیت، تعلیمي طرحو او د کونسلي خدماتو د ملاتړ، د بشري مرستو د همږغۍ او افغان سوداګرو ته د تجارتي مرستې په اړه د ګڼو کلیدي او مهمو اندېښنو په خاطر غوښتنو ته ځواب نه دی ویل شوی او په وړاندې یې کوم اقدام نه دی شوی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب