لیکوال: کبیر هسک
په افغانستان کې د جمهوري نظام له پرځیدو څه باندې دوه کاله تېر شول، خو ورسره د ځینو خلکو حسابونه لا تمام شوي نه دي.
د دې حسابونو غوښتونکي بېلابېل دي، هم پکې عام خلک راځي، هم خاص، هم په هېواد دننه، هم بهر، هم مستحق خلک، هم نا مستحق، هم هغوی چې باید حساب ورکړل شي او هم هغوی، چې خپله باید د ډېرو حسابونو ورکولو ته چمتو وي…
د جمهوري نظام په اړه څو حسابونه ډېر واضح دي، چې باید ورکړل شي او له رامنځته کوونکو نړیوالو نیولې یې د لومړۍ ورځې له چارواکو تر اخرې ورځې ټول باید ورکړي.
په دې حسابونو کې د میلیاردونو ډالرو غلا او حیف و میل، په یوه داسې جګړه کې، چې اوس یې نیابتي والی پوره ثابتیږي د افغانستان ښکېلول او تر ننه د سلګونه زره افغانانو په مرګ ژوبلې دوام او بالاخره د جمهوري نظام ډراماتیک سقوط او په یوه زرګري جنګ او څو مرکو او اعلامیو کې یې یو پر بل د ملامتۍ اچول عمده مسایل دي.
له دې اخوا، څه چې د بحث وړ دي، پر ننني وضعیت د پرونیو حسابونو د سیوري اچولو عجیبه لوبه ده، چې پروني او ننني غله یو مخ پکې منډې او نارې وهي او غل و مل ټول له جمهوري نظام سره د خپلو حسابونو کیسې کوي.
یوه افغان لیکوال ویل، چې یوه پېښوري لیکوال ورته د جمهوري نظام د سقوط یو دلیل دا باله، چې د ده د مخالفې ډلې لیکوال یې کنفرانسونو ته بلل او دېرش- دېرش زره افغانۍ سفریه یې ورکوله.
د ځینو بهر مېشتو متخصصینو عقده له جمهوري نظام سره دا ښودل کیږي، چې نورو بهر مېشتو ته پکې د بې ټیکسه او لوړو ډالري معاشونو فرصت برابر شوی و، خو دوی ته نه، چې دا کار یې له مخالفو متخصصینو سره په سیالۍ کې د پاتې راتلو سبب شوی و.
د جمهوري نظام دا نا تمام حسابونه دومره عجیب دي، چې عقده مندان یې د خپلو همدغو عقدو لپاره ځینې وخت طالب ته برائت ورکوي او وایي د جمهوري نظام د غلو او بې کفایته چارواکو ناولتیاوې د طالبانو تر هغو زیاتې وې.
د مقایسو بحث نه به تېر شوو، کنه طالبان که څو ورځې هغسې د بیان ازادي، چې جمهوري نظام منلې وه، ومني کیدای شي له بړستنو ور اخوا په ډاټسنو کې یې د سړک پر سر د لواطت ویډیوګانې هم خپرې او ډېر نور عجایب د نړیوالو ریکارډونو کتاب ته وړاندې شي.
اصلي بحث دا دی، چې ولې د یوه ډله یا زښتو ډېرو مخکینیو چارواکو، جنګسالارانو، غاصبانو، مافیاوالو او نورو د ناولتیاوو حساب د جمهوريت له ارزښتونو سره وشي او د طالب وحشت، استبداد، ترهګرۍ، حماقت او غلامۍ ته پر دغو ارزښتونو لومړیتوب ورکړل شي؟
دا تاریخي جفا ده، چې د یوه ملت په حق کې کیږي او تر ډېره یې په اصطلاح هوښیاران او په خبرو پوه عقده مندان کوي.
واقعیت دا دی، چې د پرون او نن په هر خیانت او رذالت کې دغسې خلک څه د ګټو د اشتراک، څه د فرصت طلبۍ او څه د خاموشۍ له وجې په مسوولیت کې شریک دي.
زه د حساب طرفدار یم، حتا له ماسره او له هر چا سره، خو حساب په حساب کیږي، لومړیتوبونه باید وپېژندل شي، هغه څه چې څوک یې د ځان، خپلې کورنۍ، خپلوانو او ملګرو لپاره نه غواړي، د ملت لپاره یې هم نه باید وغواړي.