د عمرونو مې ګيلې درته راوړي
ما د خلکو ناکردې درته راوړي
چې لوخړې یې تر عرشه پورې رسي
په پلو کې مې لمبې درته راوړي
څوک به سره او څوک به سپین لري په لاس کې
ما ملنګې څو جنډې درته راوړي
د هر وره له شانه ځواب په بې مهرۍ شوم
مایوسۍ کې مې اسرې درته راوړي
غږ مې هر ځلې زندۍ شو په چوپتیا کې
په سکوت کې مې نغمې درته راوړي
د بېوسو ښځو پېغلو له ژوندونه
د آهونو مې وږمې درته راوړي
کمزوري مې دلیل ندی چې مې هېر یې
په ادا کې مې غمزې درته راوړي
که هر څومره د دروغو بازار تود دی
حقیقت نه مې شغلې درته راوړي
هرګړۍ هره شېبه مې ماسپښين ده
له دوزخ نه مې غرمې درته راوړي
بوج مې واخله راسره شه پاک سبحانه
نن مې دوه ستړې اوږې درته راوړي
مريم صافۍ
****
یو خیال دی چې په روح کې مې سهار ماښام نڅیږي
یو حس دی له تا پرته، نور هیڅ چاته نه بدلیږي
له مخې د دنیا به خاندې ،پالې به حالات
یادونه جامې نه دي ،چې زړې شي وغورځيږي
دا چا ویل چې د زړه د راز هرو مرو ځواب شي
کلونه شول چې زړه مې په هغه پسې درزیږي
مقصد د ذوق پالل دی، میدان یو هدف یې یو
ته شرنګ ورکړي پایزیب ته، او صوفي په کې تاویږي
دا ښار دی ګنهار او انسانیت په کې پوښتنه
نیازبینې نازنینې فرښتې پکې خرڅیږي
هغه زمزمه نه ده پاتې، ،دی که وي په تمه
یو څوک دې ورته ووایي چې ورځ په ورځ زړیږي
زمزمه نيازۍ
****
ماشومان هره ورځ یو بل ته اوازونه کوي
یوه میله ده په پټو کې اتڼونه کوي
خوب مې لیدلی چې بهار په ننګرهار راځي
پیغلې د اوس نه ځان ته سره سره کمیسونه کوي
څوک په لمنو څوک په غاړو ستارې لګوي
څوک د مشکڼو او لونګو امېلونه کوي
ګلان به غوږ غوږ وي شرنګا ته د خاموشو بنګړو
په هر یو زړه کې به خبرې تصویرونه کوي
د نوې نوې مینې اور به په هر چا بلېږي
څوک به د نوې ژوند آغاز څوک به لوظونه کوي
غاټول اوړي او را اوړي د خندا نه په شا
د ګل غوټو مسكيتوبونه به اورونه کوي
څوک د بنګړو په شرنګ نری نری سندره وايي
دلته سندرې او سازونه هم دردونه کوي
مِهر چې خوب وینم اکثر پکې سلګۍ وهمه
د داسې خوب به خلک څنګه تعبیرونه کوي
مهرتاج