Homeخبرونهمتحده عربي امارات خپلې نیمايي اداري چارې مصنوعي ځیرکتیا ته سپاري

متحده عربي امارات خپلې نیمايي اداري چارې مصنوعي ځیرکتیا ته سپاري

تاند (سې شنبه، د غويي/ ثور ۱۵ مه) متحده عربي امارات غواړي په راتلونکو دوو کلونو کې د خپل هیواد د فدرالي حکومت نیمايي چارې د مصنوعي ځیرکتیا (AI) د سیستمونو له لارې پرمخ یوسي. دا یو ډېر لوی او جرأتمند پلان دی چې که عملي شي، امارات به د هغو لومړیو هېوادونو له ډلې وي چې مصنوعي ځیرکتیا یوازې له انلاین خدماتو څخه هاخوا د حکومت د پرېکړو په بهیر کې هم شاملوي.

د اماراتو لومړي وزیر Mohammed binمحمړ بن راشد ال مخدوم  د دې پروګرام د اعلان پخ ترڅ کې وویل چې مصنوعي ځیرکتیا نور یوازې یوه «وسیله» نه ده، بلکې د حکومت «اجرایي شریک» ګرځي. یعنې ځینې سیستمونه به یوازې معلومات نه تنظیموي، بلکې غوښتنې ارزوي، پرېکړې کوي، چارې مخته وړي او که اړتیا وي، بهیرونه اصلاح کوي.

د خلکو او سوداګرۍ لپاره به د دې بدلون اغېزې عملي وي: جوازونه به ژر صادرېږي، غوښتنو ته به ژر ځواب ورکول کېږي، اداري تګ راتګ به کم شي او د انتظار وختونه به لنډ شي. امارات وایي چې وزارتونه او دولتي ادارې به د همدې ټکنالوژۍ د کارونې د سرعت او کیفیت له مخې ارزول کېږي.

د دې پروګرام څارنه منصوربن زاید النهیان ته سپارل شوې او عملي چارې یې د کابینې د چارو د وزیر محمد الجیرجاوي په مشرۍ یو کاري ټیم پر مخ وړي. د دې پلان یوه مهمه برخه د دولتي کارکوونکو روزنه ده، څو هغوی وکولای شي له د مصنوعي ځیرکتیا له وسایلو سره کار وکړي او یوازې د تکراري کارونو ترسره کوونکي نه، بلکې د دې سیستمونو څارونکي او لارښوونکي واوسي.

دا لاره د اماراتو لپاره نوې نه ده. دغه هېواد له کلونو راهیسې ځان د ټکنالوژۍ پر بنسټ اقتصاد او ډیجیټل حکومت په توګه معرفي کوي—له انلاین خدماتو او ډیجیټلي پېژندپاڼو نیولې د مصنوعي ځیرکتیا تر وزارت او د ۲۰۳۱ کال تر ستراتېژۍ پورې. خو نوی پلان یو بل لوی ګام دی، ځکه دلته یوازې ټکنالوژي نه ورزیاتېږي، بلکې د حکومت د چلولو طریقه بدلېږي.

خو دا طرحه یوازې اسانتیا نه راوړي، بلکې جدي پوښتنې هم راپورته کوي: که یو AI سیستم ناسمې پرېکړې وکړي، مسوول به څوک وي؟ د خلکو شخصي معلومات به څومره کارول کېږي؟ او که ورکړل شوي معلومات ناسم یا ناعادلانه وي، ایا پایلې به هم ناعادلانه نه وي؟

امارات غواړي د راتلونکي حکومت یو انځور وړاندې کړي—چټک، کم لګښته او تل ځواب‌ویونکی. خو اصلي ازموینه دا ده چې خلک به تر کومه بریده پر هغو پرېکړو باور وکړي چې تر شا یې یو انسان نه، بلکې یو ناپېژندل شوی سیستم ولاړ وي. که دا تجربه بریالۍ شي، نور هېوادونه به هم ترې الهام واخلي؛ او که ناکامه شي، نو دا به یو مهم خبرداری وي چې تر کومه ځایه د هېواد اداره ماشینونو ته سپارل کېدای شي.

دې ته په کتو، چې په متحده عربي اماراتو کې ګڼې اداري چارې بهرنیان پرمخ بیايي، مصنوعي ځیرکتیا د دغه هیواد لپاره له اقتصادي پلوه هم ډېره کټوره تمامېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د پوهنې اتل او غوره مدیر | حبیب وقار

نومیالی هغه دی چې په بهرنیو ماڼیو کې د اوسېدو پر ځای د خپل کور او کلي د خټینو کورونو پر ماڼۍ کولو فکر...