پنجشنبه, مې 2, 2024
Homeادبشعرد سید جیلاني جلان دوه تازه غزلونه

د سید جیلاني جلان دوه تازه غزلونه

ګلابي اور مې زړه کې بل بیا به خبرې کوو

راشه چې یو ځل دې کړم ښکل بیا به خبرې کوو

اوس یې وخت نه دی اوس مزل کوه لار ډیره پاتې

کله چې بر شو پر منزل بیا به خبرې کوو

د ستا شاعر د خماري ښکلا بلا لیوال دی

لږ په نظر کې مات کړه ګل بیا به خبرې کوو

پریږده فطرت کې مې پیدا کړمه څه داسې هنر

چې کړم پردي وختونه خپل بیا به خبرې کوو

جلانه صبر! چې زه ټوله عاطفي شم درته

او سر دې کیږدم په څنګل بیا به خبرې کوو

   کابل

۱۰ وږی ۱۳۹۴

 ===========

زړه مې ښه درد کوي خو درد په هنر نه اوړي

خدایزده چې ولې دا اثر په اثر نه اوړي ؟

بیګاه هغې راباندې لوڅې لیچې واړولې

ګیډۍ لونګ یې ځکه نن په ټتر نه اوړي

زه به د ستا د زورور حسن په وړاندې څه وم؟

سپوږمۍ که هر څه شي خو لاس یې په لمرنه اوړي

زه درنه ځار ، غرور مې مه ماتوه ، یاره ! خلک

کور ته په وره ورننوزي په ور نه اوړي

ستا دا خبره مې اوس هم په تصور کې راشنه

چې جلان خاوری دی او خاورې په زر نه اوړي

سیدجیلاني جلان

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب