یکشنبه, مې 12, 2024
Homeکلتورسینماد هندي او انګلیسي فلمونو ځوان ژباړونکی

د هندي او انګلیسي فلمونو ځوان ژباړونکی

محمد ابراهیم سپېڅلی –

اسدالله نوري  ۲۳ کاله وړاندي په کندهارښار کي زېږېدلی دی.

زده کړي يې په ظاهرشاهی لیسه کي پای ته رسولي، اوس د کندهار پوهنتون د ښووني او روزني پوهنځي د پښتو ادبیاتو د څلورم کال محصل دی.

پر مورنۍ ژبه پښتو سربیره په اردو، انګلیسي او دري ژبو پوهیږي.

ښه اخلاق، ښه ځواني او په زړه پوري ږغ يې د مینه والو پر زړه منګولي لګوي.

دده په وینا له ادبیاتو سره د ځانګړي میني له مخي يې پنځه کاله ترمخه د تمثیل په ډګر کي پل ایښي دی.

هنري کارونه يې په کندهارکي د یوخصوصي پروډيکشن (پلار) له لاری شروع کړي دي.

تر دوه سوه په بیلا بیلو فلمونو کي ږغونه کړي دي او نږدې پنځوس اردو، انګلیسي او ترکي فلمونه يې خپله ژباړلي دي.

نوري وايي د ژباړي پرمهال يې ټولنیز او طنزیه فلمونو ته لومړیتوب ورکړی دی.

(( په دوه زره لسم کال کي ما د پلار پروډکشن سره د ډبینګ په څانګه کي کار پیل کړ او تریوڅو میاشتو وروسته، داچي زما انګلیسي، اردو، دري او خپله مورنۍ ژبه پښتو زده وه، نو مي ژباړي ته ملا وتړل.))

نوموړی په کندهارکي د فلمونو لومړی ژباړن دی، چي د فلمونو کیسې یې د ژباړي له اصولو سره سمي د عام ولس په ژبه وژباړلې او دغه کار يې د خلکو له هرکلي سره مخ سو.

دده په قول، مخکي به فلمونه یوازي په کندهارکي سیمه ییز ټلویزیون خپرول، خو چي ژباړه يې عام فهمه سوه، نو مینه وال يې زیات او ان (سي ډي) خپروونکو به په خپلمنځو کي ددوی پر ژباړل سويو فلمونو بولۍ وهلې.

(( زه، چي دې ډګر ته راغلم، نو ژباړه مي له زیات افراط او ټکي په ټکی حالت څخه راویستل، د ملګرو په مشوره مو د ژباړي اصول په پام کي نیولو سره د زیاته مو عام فهمه کړه،چې دغه کار ښه نتجه ورکړل او د بازار ترڅنګ مو د خلکو په زړونو کي هم ځای ونیو. ))

تکړه ممثل اسد نوري د فلمونو د ژباړي ترڅنګ د بیلا بیلو هیروګانو ( اتلانو) له تصویر سره ږغ یوځای کړی اوله دې لاري زیاتو مینه والو خوښ کړی، خو د هندي فلمونو د وتلي ستوريو جان ابراهیم، بوبي  دېول او ارشد وارثي له ږغونو سره يې ږغ داسي جوړ دی،چي ځیني د ژباړل سوي فلم کتوونکي داسي انګیري، چي یادو هندي هیروګانو په پښتو ډيیلاګونه (مکالمې) ویلي دي.

(( د زیاتو هندي او انګریزي فلمونو د هیروګانو سره مي ږغونه یوځای کړي دي، خو د ارشد وارثي او یوه دوه اتلانو ږغونه داسي دي، چي هم زما خوښ دي او هم خلک راته وايي، چي موږ هیڅ فکر نه کوو، چي دادی ستاسي ږغ وي، بلکي داسي انګیرو لکه دغه هیروګان، چي په پښتو راته ګډ وي. ))

دغه کندهاری اکټر اوسمهال د کندهار په یو سیمه ییز ټلویزیون کي د (بالیوډ) په نامه فلمي خپرونه هم چلوي، چي زیات لیدونکی لري.

نوري وايي، که امکانات ورته چمتو سي، نو لومړۍ هڅه به يې داوي، چي افغاني فلمونه تولید کړي، چي په له دې لاري به يې له یوې خوا خپل کلتورمنعکس کړی وي او له بله اړخه به یې کندهاري ممثلینو ته پر یو ټغر د عملي تمثیل موقع په لاس ورکړې وي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب