Home+د فرانسې افسانوي سینمايي ستورې، بریژیت باردو مړه شوه

د فرانسې افسانوي سینمايي ستورې، بریژیت باردو مړه شوه

تاند (یکشنبه، د مرغومي/ جدې ۷ مه) د فرانس پریس خبري اژانس د راپور له مخې، د دغه هیواد نامتو سینمايي لوبغاړې«بریژیت باردو بنست» د یکشنبې په ورځ، د جدې په اوومه،د ۹۱ کلونو په عمر مړه شوه.

د بریژیت باردو بنسټ، (Brigitte Bardot) چې دا یې په خپله بنسټګره او مشره وه، د دې د مړینې خبر په یوه بیان کې اعلان کړ.

په بیان کې ویل شوي چې بریژیت باردو، چې په نړیواله کچه د یوې نامتو لوبغاړې او سندرغاړې په توګه پېژندل کېده، وروسته له هغه چې د سینما له نړۍ سره یې د تل لپاره مخه ښه وکړه، خپل ټول ژوند او انرژي د حیواناتو د حقونو دفاع او د همدې بنسټ فعالیتونو ته ځانګړې کړه. د هغې د مړینې دقیق وخت او ځای نه دي اعلان شوی.

بریژیت باردو په ۱۹۵۶ کال کې د «…او خدای ښځه پیدا کړه» (And God Created Woman) په نوم فلم نړیوال شهرت ته ورسوله او د ۱۹۵۰ او ۱۹۶۰ لسیزو په ترڅ کې د فرانسې په کلتوري او جنسي سمبولونو بدله شوه. هغې په شاوخوا ۵۰ سینمايي فلمونو کې کار کړی او د هنرمنانو، روڼاندو او آن موسیقارانو د څو نسلونو لپاره الهام‌بخښونکې شوه.

د «…او خدای ښځه پیدا کړه» فلم، چې باردو یې په ۱۸ کلنۍ کې نړیوال شهرت ته ورسوله، هغه له جګړې وروسته د ازاد جنسي تفکر او د ژوند د نوې بڼې استازې وګرځوله؛ داسې رول چې د سیمون دوبووار په څېر مفکران او لیکوالان یې هم اغېزمن کړل.

د ژان-لوک ګدار له خوا جوړ شوی فلم «تحقیر» (Le Mépris)، چې د ښځې بدن او انځور ته یې انتقادي کتنه کړې وه، د باردو له هغو لږو رولونو څخه شمېرل کېږي چې د نقادانو له لوري یې پراخ ستاینه وشوه؛ تر دې چې نیویارک ټایمز دا د هغې تر ټولو غوره کار وباله.

همداراز، په ۱۹۶۸ کال کې د بریژیت باردو او سرژ ګنسبور لنډمهاله عاشقانه او موسیقايي همکاري د «باني او کلاید» په سندره کې، چې باردو یې په یو یاغي او قهرمان‌ضد څېره کې وښوده، نړیوال بریالیتوب ته ورسېده.

باردو د ۱۹۷۰ لسیزې په پیل کې، د شهرت په اوج کې، له سینما څخه لاس واخیست او خپل ټول تمرکز یې د حیواناتو د حقونو ملاتړ ته واړاوه. هغې په ۱۹۸۶ کال کې د «بریژیت باردو بنسټ» جوړ کړ او د نړیوالو لیکونو او کمپاینونو له لارې یې د فوکانو د ښکار، د حیواناتو د وژنې او له ژوو سره د ناوړه چلند پر ضد مبارزه وکړه.

خو د هغې سیاسي دریځونه او توندې څرګندونې، په ځانګړي ډول د فرانسې د افراطي ښي‌لاسي جریان او د «ملي جبهې» ګوند (چې وروسته «ملي تجمع» ونومول شو) ښکاره ملاتړ، له پراخو لانجو سره مخامخ شو. د مهاجرت او لږکیو په اړه د هغې څرګندونو څو ځله د کرکې خپرولو په تور قضايي محکومیتونه هم راوپارول.

بریژیت باردو، چې په ۱۹۳۴ کال کې په پاریس کې زیږېدلې وه، څلور ځله واده کړی و او یو ماشوم یې درلود. هغه د خپل پیاوړي سینمايي او موسیقايي هڅو تر څنګ، د فرانسې په فرهنګي او سیاسي تاریخ کې د یوې اغېزمنې خو لانجمنې څېرې په توګه یادیږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...