تاند( یک شنبه د مرغومي ـ جدي ۷مه) د افغانستان لپاره د امریکا متحده ایالتونو پخوانی ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد طالبانو سره د خبرو او کتنو لپاره کابل ته په ناڅاپي سفر رسېدلی دی.
نوموړي د طالبانو له وزیر امیرخان متقي سره کتلي دي.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې، په دې ناسته کې د طالبانو او امریکا د دوو اړخیزو اړیکو د پراختیا پر لارو چارو، شته فرصتونو او ستونزو هر اړخیزې خبرې شوې دي.
امیر خان متقي ویلي، چې “له افغانستان د بهرنیو ځواکونو له وتلو او د جګړې له پای وروسته،” د طالبانو او امریکا تعامل عملاً نوي پړاو ته داخل شوی دی.
نوموړي زیاته کړې، چې د دواړو لورو ترمنځ په بېلابېلو برخو کې د اړیکو د پراختیا فرصتونه شته او د دوامدارو خبرو له لارې پرې کار کېدای شي.
د خبرپاڼې له مخې، زلمي خلیلزاد په افغانستان کې د امنیت وضعیت او د بیارغونې په برخه کې پرمختګونه د ستاینې وړ بللي دي.
طالبانو د خلیلزاد له قوله زیاته کړې ده چې هغه د دغې ډلې او امریکا ترمنځ پر اړوندو موضوعاتو د خبرو اترو پر اهمیت ټینګار کړی دی.
بل لورته بیا شنونکي وايي، د طالبانو او واشنګټن اړیکې لا هم له سیاسي او بشري ننګونو سره مخ دي، خو وروستۍ لیدنې د دواړو لوریو ترمنځ د تماس او خبرو د دوام نښه بلل کېږي.