Introduction to logic يا د منطق پېژندنه يو تاليفي اثر دی، چې ايروينګ ايم کاپي، کارل کوهن او کنت ميکماهن ليکلی دی او په څوارلسم ځل په ۲۰۱۶ کال کې خپور شوی دی. دا کتاب په ناجوړښتي (informal) منطق کې کلاسيک کتاب ګڼل کېږي، چې محصلانو ته په اسانه ژبه په درو برخو کې ليکل شوی.
کتاب درې برخې لري او هره برخه بيا څو څپرکي لري. خبره د منطق له تعريف نه پيلوي او تر قياسي او استقرايي منطق پورې يې رسوي.
منطق هغه علم دی، چې د استدلال په سرچينو، اصولو، دلايلو او ډولونو خبرې کوي او له لرغوني پېره دود دی. دا علم له ويناوال او ليکونکي سره مرسته کوي، چې خپلې خبرې د منطق په اصولو برابرې کړې او د بل د خبرو په مانا، تېروتنه او اغراضو پوه شي.
د منطق د علم بحث له قضيې نه پيلېږي. قضيه په اصل کې يوه خبري جمله ده، چې د يوه څيز، شخص يا نورو په اړه معلومات راکوي او په همدې بنسټ يا رښتيا وي يا دروغ. د منطق پر بنسټ يو د جملې بڼه او بل يې محتوا وي. د دې علم کار له محتوا سره دی، چي قضيه ورته وايي.
قضيې ته کله ادعا او قضاوت او په څېړنه کې فرضيه وايي، چې د بهرنيو واقعيتونو پر بنسټ يې سموالی يا ناسموالی ثابتېږي او په ټوله کې درې برخې لري: يوه موضوع(argument) ده، چې په اړه يې خبرې کېږي، بل محمول(predicate) دی، چې د موضوع په اړه راته غږېږي او درېيم رابطه ده، چي د يوې قضې د بېلابېلو برخو يا د قضيو ترمنځ اړيکه جوړوي. په لاندې قضيه کې د “انسان” موضوع او “مري” محمول دی:
۱. انسان مري.
لکه په ليکوالۍ کې چې په يوه پاراګرف کې پيليزې، تحليلي او پايليزې جملې راځي، داسې په منطق کې هم يو بحث له بېلابېلو قضيو جوړ وي، چې ځينې يې مقدماتي وي او ځينې يې نتايج راښيي. په لاندي استدلال کې يې ليدای شو:
۲. انسان فاني دی. څرنګه چې سقراط هم انسان دی؛ نو سقراط هم فاني دی.
په (۲) جمله کې د منطق راغلي ډول ته قياسي وايي، چې له کل نه جز ته ځي او په بشپړ يقين ولاړ وي.
د منطق د علم په اړه ډېرې خبرې کېدای شي؛ خو دلته زموږ موخه بل څه ده او هغه د منطق له مخې د خواله رسنيو او خپلو مخامخ بحثونو ځيرنه ده. راځئ، چې د منطق د پيژندنې بحثونه په دې محور وڅرخوو:
په پخواني منطق کې د ژبې د معلوماتو د ورکړې په نقش ټينګار کېده او دا نورې دندې يې ضمني بلل کېدې؛ خو په شلمه پېړۍ کې د استين او نورو پوهانو دا خبره وکړه، چې د ژبې نورو نقشونه هم همدومره مهم دي لکه د معلوماتو ورکولو هغه يې. ځينو ژبپوهان د ژبې درې نقشه ښودلي دي: يو يې د معلوماتو ورکړه يا غوښتنه ده، مثلا په “هوا سړه ده” جمله کې ويناوال د هوا په اړه معلومات راکوي؛ دويم نقش يې امر کول يا هڅونه ده، په “کور ته لاړ شه!” جمله کې يې دا ډول وينو او درېيم نقش يې د عواطفو څرګندونه ده، لکه “ماغزه دې زما وخوړل”. د شاعرۍ ژبه د عاطفي نقش يوه بېلګه ده، چې مارتينه او ياکوبسن يې د ژبې په ښکلاييز نقش کې راولي. ياکوبسن د ژبې شپږ نقشه ښيي؛ خو موږ سملاسي د ژبې په همدې درو نقشونو تمرکز کوو، چي زموږ له بحث سره اړيکه لري.
عملا د ژبې د دې نقشونو بېلول اسانه نه دي، ځکه موږ زياتره وخت په خبرو کې هممهاله له څو نقشونو کار اخلو. په “هوا سړه ده” جمله کې ويناوال مازې د هوا په اړه راته نه غږېږي، بلکې د هوا په اړه راته خپله عاطفه هم وايي او مخاطب هڅوي هم، چې تودې جامې واغوندي يا د شپې خونه توده کړي. همداسې “کور ته لاړ شه!” ښايي د اوب (context) له مخې د ويناوال د قهر څرګندوی هم وي.
د کتاب ليکوال د ” جنګ يوه وبا ده” قضيه وړاندې کوي، چې هم د جنګ په اړه معلومات راکوي، چي څومره خطرناک دی، هم خپل احساسات څرګندوي او هم مخاطب له جنګه لاس اخيستلو ته هڅوي. دا بېلګې راته وايي، چې له ژبې سره احتياط وکړو، ځکه ژبه لکه زموږ د مغزو غوندې پېچلې ده. موږ په خپلو بحثونو کې د ژبې له دې درو نقشونو استفاده کوو؛ خو خبره هله خطرناکه شي، چې کله بحث سياست ته واوړي. سياسي بحثونه زموږ غوندې په تړليو ټولنو کې کله د سر په بيه وي. دا بحث که په خواله رسنيو کې وي او که مخامخ موږ د خپل مخالف په خبرو کې دې درو نقشونو ته پام نه کوو او يا لاسي ترې هغه موخه اخلو، چي زموږ پکار وي، مثلا په دې پسې سر نه ګرځوو، چې ويناوال زما د ايډيال شخص يا ايډيالوژۍ په اړه د واقعيتونو د ويلو هڅه کوي، که خپل احساسات څرګندوي. که يو څوک احساسات څرګندوي، مطلب دا نه دی، چې هغه واقعيت وايي، بلکې د احساساتو مانا ترې اخيستل پکار دي. يو کس پېژنم، له شاعرۍ سره مخالفت لري او تقريبا په هر محفل کې لږ تر لږه يو ځل په شاعر بلوسي؛ خو خبرې يې په واقعيت نه دي ولاړې، مازې زړه سړوي؛ نو ملګري يې هم بحث جدي نه اخلي. په خواله رسنيو کې زموږ زياتره پوسټونه دا ځانګړنه لري. د دوديزو رسنيو پر خلاف خواله رسنۍ، چې د هر چا خبره ډېره ژر هر چېرته رسوي او عادي خواله ته نېژدې دي، د ژبې له عاطفي نقشه تر مورګو ډکې دي، تقريبا هر پوسټ عاطفي بار لري او په څرګنده پکې د احساساتو د راپارولو هڅه وينو.
موږ په خپلو خبرو او علمي ليکنو کې له تعريفونو سره بيا بيا مخېږو يا پخپله تعريفونه کوو. دا تعريفونه په اصل کې د يوې ښکارندې په اړه دلايل وړاندې کوي، چې د کتاب د ليکوال په اند له پينځو حالتونو خالي نه وي: يو، وړانديزې بڼه لري، مثلا د يوې نوې جوړې شوې کلمې تعريف پکې راځي. دوه، وييز(لغوي) تعريف: د قاموس له مخې د يوې کلمې سم تعريف. که يو څوک ووايي، چي اوښ يو حيوان دی، چې الوځي؛ نو دا تعريف د قاموس له مخې ناسم دی. درې، دقيق تعريف: د يوې مبهمې کلمې د مانا دقيقول، چې زياتره په قوانينو کې د راغلو کلمو د تعبير د مشخصولو او ابهام د ختمولو لپاره کارېږي. څلورم، تيوريک تعريف، چې د يوې ښکارندې په اړه بشپړه تيوري ښيي، ليکوال د تودوخې په اړه اوسنی تعريف د بېلګي په ډول پکې وړاندې کوي، چي د معاصر ساينس ټوله تيوري پکې وړاندي کېږي. موږ ته يې مهم پينځم ډول دی، چې مقنع(Persuasive) تعريف ورته وايي، چې د بل د راماتولو لپاره کارېږي او عاطفي بار لري. ليکوال ” د حمل اسقاط” بېلګه وړاندي کوي، چې مخالفين يې د خپلو عواطفو په ښودلو په “د معصوم موجود وژل” او پلويان يې ” په خپل بدن د ښځې د واک” په ډول تعريفوي. په دواړو تعريفونو کې داسې کلمې کارېدلې، چې عاطفي بار لري او دا موږ ته وايي، چې تعريفونه او دلايل د قانع کولو لپاره له عواطفو خالي نه وي. له دې نه دا پايله اخيستی شو، چي ويناوال او ليکوال راته تل رښتيا نه وايي، بلکې د احساساتو په مټ مو خپل فکر او ايډيالوژۍ ته د ورماتولو هڅه کوي. دې خبرې ته وروسته د مغالطو په بحث کې راګرځو.
د کتاب ليکوال د لومړۍ برخې په څلورم څپرکي کې په استدلال کې پر تېروتنو(Falsey) بحث کوي او په ټوله کې يې په دوو برخو وېشي، لومړۍ برخه تېروتنې هغه دي، چې له دلايلو سره اړيکه نه لري او دويمه برخه يې له دلايل سره اړيکه لري او له همدې امله نيمګړې استقرا وايي. د ليکوالو موخه له دې څپرکې يوازې فلسفې بحثونه نه دي، بلکې ځوانان دې ته رابلل دي، چې په ليکلې او ګړنۍ بڼه د وړاندې کېدونکي استدلال ژورو ته کوز شي، چې له تېروتنې او د ليکوال يا ويناوال له تېر ايستلو بچ شي، ځکه خو وايي، چې ځينې وخت راته د ويناوال دلايل ډېر قوي ښکاري؛ خو په اصل کې هغه زموږ د روان د تسخير لپاره له ځينو چلونو استفاده کوي. لومړۍ برخې تېروتنې همدا ښيي.
د لومړۍ برخې تېروتنو، چې له دلايل سره اړيکه نه لري او شتون او نه شتون يې په ارګومينټ کومه اغېزه نه لري، لومړی ډول د شخص پر خلاف دليل نومېږي. زموږ او ستاسو په بحثونو او کمنټونو کې دا تېروتنه ډېره تر سترګو کېږي، مثلا يو څوک په افغاني ټولنه کې د ښځو په ستونزو خبره کوي، مخاطب د منطقي ځواب پر ځای ورباندې بلوسي او ورته وايي، چې پخپله دې چلن له ښځو سره هغسې دی او خبرې داسې کوې. زموږ په ټولنه کې د فکر و عمل يووالی مهم ګڼل کېږي؛ خو د منطق په علم کې د استدلال موضوع د ويناوال له شخصيت نه بېله مطرح کېږي او دا تېروتنه ګڼل کېږي، چې څوک د بحث موضوع د ويناوال له شخصيت سره وتړي. دويم ډول يې د احساساتو راپارونه ده، مطلب دا چې کله په ويناوال د استدلال لارې بندې شي؛ نو د مخاطبانو د احساسات راپاروي. په تېرو څلورو لسيزو کې زموږ په ټولنه کې هم د سياسي رهبرانو او هم د عامو خلکو په کچه له دې تېروتنې ډېره استفاده شوي ده. د خپلو مخالفانو د ځپلو لپاره د خپلو پلويانو د راجذبولو لپاره په معاصره نړۍ کې دا يوه بريالۍ حربه ده، مثلا له خپلو ګاونډيو سره موږ يو عالم ستونزې لرو او له همدې امله هغه خبرې خوند نه راکوي، چې په علمي استدلال ولاړې وي. که يو څوک راته د هلمند د اوبو په اړه د نړيوالو قوانينو له مخې د ايران د حق خبره وکړي؛ نو بده راباندې لګېږي؛ خو که يو څوک راته ووايي، چې ايران زموږ دوښمن دی، دا خبره ښه راباندې لګي، سره له دې، چې په حقوقي ډول د دوښمن تعريف دومره ساده نه دی؛ نو کله د ويناوال دلايل په ظاهره ډېر پياوړې او پرتمين ښکاري؛ خو په اصل کې يې خبرې زموږ د فکر پر ځای زموږ احساساتو ته راجع وي، ځکه چې احساسات ښه وسله ده او او ځينې يې د کارولو په مهارت ډېر ښه پوهېږي. دا احساسات د ملتپالنې، قومپالنې او نورو په بڼه هم وي، چې ويناوال، په تېره سياسي مشران له خپل ملت، قوم يا سيمې نه بوت جوړ کړي او مخاطبانو ته يې دومره مقدس کړي، چې د مخالفانو وړه خبره يې هم په اړه نشي زغملی. زموږ په زياترو ليکنو، پوسټونو او بحثونو کې دا تېروتنه د قومپالنې، سيمې پالنې او رهبرپالنې په اړه راښکاره کېږي. په تېرو څو لسيزو کې تقريبا هر سياسي رهبر د خپلو سياسي موخو د ترلاسي لپاره د منطقي استدلال پر ځای د قوم له کارت نه د خپلو وګړيو د احساساتو په راپارولو ښې ګټې کړې دي او ځان يې ورته په تاريخ کې مظلوم او نور ظالمان ښودلي.
کله بيا په بحثونو کې مخالفان د ويناوال خبره بدله کړي يا د ويناوال د استدلال په کمزوري اړخ بريد کوي يا يې کمزورې ښيي او بيا يې پر وړاندې قوي استدلال کوي او ماتوي يې. دې ته د بوت تېروتنه وايي. يعنې لومړی ترې بوت جوړ کړي، بيا يې رامات کړي. زموږ په بحثونو کې د تېروتنې دا ډول هم عام دی، چې د خپل مخالف استدلال مات رامات کړو او بيا يې مات کړو. زموږ په رسنيو کې قومي او ژبني او ايډيالوژيک بحثونه دا ځانګړنه لري، ځکه چې زموږ په ټولنه کې د خپل مخالف پر فکر د غور پر ځای د هغې ماتولو تمايل ډېر دی او د دې لامل دا دی، چې موږ له خپلې نړۍ ليد سره د منطق نه، د عواطفو په تار تړلي يو. زموږ په خواله رسنيو کې چې د دلايلو د ويلو امکان کم وي، ليکوال لومړی د مخالف د فکر يو ناسم تصور وړاندې کوي، بيا پرې د احساساتو له هجوم سره شبخون کوي او ځان پکې په حقه ښيي.
دويمه برخه يې نيمګړې استقرا ده، چې پخپله له استدلال سره اړيکه لري او استدلال نيمګړی کوي، چې يو ډول يې په ناپوهاوي ولاړ دليل دی، چې د سند له نشته راپيدا کېږي، مثلا د هغه څيز رښتيا ګڼل چې تراوسه يې نه د نشت او نه د شتون په اړه دليل شته وي، د مصنوعي ځيرکۍ په اړه د وېرې خپرول يې ښايي يوه بېلګه وي. دويم ډول يې د علت او معلول د اړيکې نشت دی، مثلا په يوه استدلال کې د يوې پېښې علت داسې څيز ګڼل چې په اصل کي يې علت نه وي، مازې پرله پسې والی سره لري. زموږ په دلايلو کې دا رنګ هم قوي دی، مثلا د خپلې مخالفې سياسي ډله په اړه يې وايو، چې په دې وخت کې خو په افغانستان کې وچکالي راغله، هر څه ګران شول؛ سره له دې چې له دې سياسي دورې سره د وچکالۍ هېڅ طبيعي علي اړيکه نه وي. دا زموږ په انګېرنو او ننګېرنو کې هم ريښه لري. زموږ ذهن چې پېښې پرله پسې وويني، لومړۍ ورته د دويمې علت ښکاري او موږ هم د ګڼو او پېچلو علتونو د معلومولو پر ځای په بحثونو کې د دې تېروتنې ښکار کېږو، ځکه چې ساده وي او په اسانه درک کېږي؛ خو پخپله واقعيتونه ساده نه وي، ګڼې ښې او ناښې خواوې او علتونه لري. موږ په استدلال کې، چې احساسات پرې حاکم وي، صراحت او ساده کولو ته تمايل لرو او که د يوه کس يا دورې په اړه استدلال کوو؛ نو په ښه يا نښه يې وېشو، سره له دې چې په واقعيت کې داسې نه وي، بلکې دا يې په اړه زموږ ساده او لنډ ګنډ تصور وي، چې موږ پرې د واقعيت ګومان کړی وي.
د نيمګړې استقرا بل ډول د ابهام تېروتنه ده، چې په قضيه يا دليل کې د يوې کلمې يا جملې له ابهام يا څو مانيزتوب څخه راپيدا کېږي. ژبه په خپلو کمو امکاناتو د ګڼو ماناوو بار په سر ګرځوي او له همدې امله پکې د ورانپوهاوي(ناسم پوهاوي) د پيدا کېدو امکان ډېر وي. که مخالف مو ښه سړی نه وي، له همدې خوږې ګوتې مو نيسي. پاس موږ يوځای دا جمله وليکله” …؛ نو ملګري يې هم بحث جدي نه اخلي.” په دې پايليزه قضيه کې د “جدي” کلمه دوه ماناوې لري، يوه دا چې ملګري يې په خبره نه خپه کېږي او دويمه دا چې ملګري يې خبرې ته اهميت نه ورکوي. د کتاب ليکوال له يوې کيسې نه يوه بېلګه راخلي: باچا له خپل استازي پوښتنه کوي، چې په لار کې له چا نه رامخکې شوې، هغه ورته وايي، چي له هېچا(nobody) نه. باچا ورته وايي، رښتيا دې وويل، دې ښځې هم هغه هېڅوک ليدلی و. زموږ په استدلال کې د قانون، حق کلمې هم د دواړو لوريو لپاره جلا ماناوې لري. د ابهام يو بل ډول ته ايکسنټ وايي، چې يو څوک ستا د استدلال يوه برخه له خپل سياق او اوب(Context) نه راوباسي او له دې سره يې مانا وربدله شي. رسنۍ د تبليغاتو لپاره له دې تخنيک نه ډېره استفاده کوي او د سياسي مشرانو خبرې له ټول متن او اوب نه باسي. د کتاب ليکوال د امريکا د وخت د ولسمشر د مرستيال ايلګور يوه خبره له يوې رسنۍ راخيستې ده: د سګريټو د څکاک او د سږو د سرطان ترمنځ هېڅ اړيکه نشته، سره له دې چې د ولسمشر مرستيال ويلي وو، چې د تمباکو ځينې کمپنۍ به په سپين سترګې دا خبره وکړي، چي د سګرېټو او د سږو د سرطان ترمنځ هېڅ اړيکه نشته. دا تېروتنه يوازې په لوړه کچه نه، په وړو، په تېره په شخصي او سياسي بنډارونو کې هم تر سترګو کېږي، چې يو څوک دې خبره له خپلې موضوع يا اوب نه وباسي او تا ته خطر پېښ کړي. که له دې زاويې ورته وګورو، د منطق له پلوه خو تېروتنه ده، ان چې بداخلاقي ده.
د دې کتاب پيغام دا دی، چې منطق يوازې تر فلسفې پورې محدود ګڼل نه دي پکار، بلکې په عامو بحثونو کې هم موږ له دې علم نه کار اخلو؛ خو بايد سم يې وکاروو. دا علم راته وايي، چې خپل بحثونه علمي، عيني او له خپلو احساساتو راوباسو او واقعيت ته ورنېژدې کړو. همدا ډول د مقابل لوري په خبرو ځان پوه کړو او له اغراضو يې ځان وساتو. اوسمهال چې د منطق له تېروتنو په رسنيو کې زښته ډېره استفاه کېږي، د دې کتاب لوست د هر ځوان په ګټه دي.