Homeخبرونهخواجه اصف وايي، پاکستان ممکن تر روژې مخکې پر افغانستان برید وکړي

خواجه اصف وايي، پاکستان ممکن تر روژې مخکې پر افغانستان برید وکړي

تاند (پنجشنبه، د سلواغې/ دلوې ۲۳ مه) د پاکستان دفاع وزیر خواجه آصف ویلي چې د افغانستان له خاورې څخه د پاکستان پر ضد د ترهګرۍ لړۍ لا هم روانه ده، له همدې امله ممکن د روژې تر رارسېدو مخکې هلته د موجودو «ترهګرو» عناصرو پر ضد عملیات ترسره شي.

خواجه اصف چې د خپل هیواد د سیاسي، امنیتي او نورو داخلي موضوعاتو په اړه د پاکستان تر بل هر وزیر او صدراعظم ډېرې خبرې کوي او ځینې فکر نه کوي چې د ده خبرې ډیرې جدي دي، په یوه مرکه کې ټینګار وکړ چې د ملي امنیت په اړه به هېڅ ډول جوړجاړی ونه شي.

هغه دا څرګندونې په یوه مرکه کې او وروسته د پاکستان د ملي اسمبلۍ په غونډه کې وکړې، چې پکې یې د افغانستان وضعیت، امنیتي ننګونو او کورني سیاست په اړه هر اړخیزې خبرې وکړې. د هغه په وینا، پاکستان د پولې د پورې غاړې له ترهګرۍ سره مخامخ دی او که افغان چارواکي په دې برخه کې چوپ پاتې شي، نو د جرم شریک به وبلل شي، ځکه د ترهګرو مخنیوی د هغوی مسوولیت دی.

خواجه آصف ملي اسمبلۍ ته په وینا کې د محمود خان اڅکزي پر هغو څرګندونو هم غبرګون وښود چې د پاکستان پوځ یې د څلورو ضلعو (ولسوالیو) پوځ بللی و. خواجه اصف دا خبرې غیرمسوولانه وبللې او ویې ویل چې نیوکه د هر چا حق دی، خو د ملي ادارو په نښه کول مناسب نه دي. د هغه په وینا، دا ډول څرګندونې ملي یووالي ته زیان رسوي.

نوموړي د ترهګرۍ پر ضد په جګړه کې د امنیتي ځواکونو قربانیو ته په اشارې وویل چې له ۲۰۲۱ کال څخه تر فبروري ۲۰۲۶ پورې ۱۷۰ افسران وژل شوي دي. همدارنګه په همدې موده کې ۲۱۲ واړه ضابطان او سرتېري، او په ټولیز ډول ۲۷۵۹ امنیتي پرسونل له ژونده بې برخې شوی دی.

د پاکستان دفاع وزیر زیاته کړه چې په بلوچستان کې د عملیاتو په ترڅ کې تر ۲۰۰ زیات وسله وال مخالفان وژل شوي دي او دولت به د خپل حاکمیت د ټینګښت لپاره خپل اقدامات دوامدار وساتي.

د سیاست په اړه د خبرو پر مهال، خواجه آصف وویل چې ځینې سیاستوال شخصي ګټې لومړیتوب بولي او وخت ناوخت ګوندونه بدلوي.

1 COMMENT

  1. ای سوډره پنجابیه ! افغانستان به درته د اور سکروټه سي.تا خو د طالبانو په راتګ سره افغانستان د ځان ګڼلی بلل.مګر تر طالب مي صدقه کړې ستا په ګڼډه کې پردي خیرات ته یښئ پیاز یې در خوړین کړ.دغسي امریکایی یرغلګرو هم ویل افغانستان څه ده ؟ موږ روسان نه یو سي ماته خورو. خو د بګرام په هوایی ډګر کې سهار حتی سپي نه ګرزیدل او داسي په توره شپه کې یې کډې بار سوې. توره پنجابیه ! نن خو د ویل سي موږ امریکه داسي کاروي لکه د غولتون کاغذ.حتی د غولتون تر کاغذ مو هم بد کاروي.محمودخان دوه سره خان کله توره کړې. ددوۍ لپاره زرینه موکه ده ، مګر هغه خبره ده سپئ د یم خو سړئ د یم.دوی ته که چیرې لکه ګرباچوف غوندي کس یا یلڅین غوندي شرابي پیدا سي او ورته ووایی سي ورځۍ په کار مي نه یاست.دغه دوه سره خانان دومره نیک نصیبه هم نه دي. عدم تشدد به دوۍ زلیله سرټيټي ګور ته د غلامي په کفن کې وړي. 😔.ښه ده سي د تور پنجاب دال مو نه دي خوړلي هر څوک یې سي خوند وګوري غیرت یې تر سوغۍ راووزي. 👎😭.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

عارف و نه هم احمدظاهر فراموش نمی شوند| پوهاند دودیال

( به مناسبت وفات عارف هنرمند نامدار ایران و یک اقتراح) شادروان احمد ظاهر و عارف کیا هردو دوستداران زیادی داشتند. هردو تقریباً در یک...