Home+د فبرورۍ ۱۲مه/ دا ورځ د ادب او هنر په تاریخ کې

د فبرورۍ ۱۲مه/ دا ورځ د ادب او هنر په تاریخ کې

د 1567 كال په دې ورځ بريتانيايي شاعر او كمپوزر توماس كمپين Thomas Campion دنيا ته سترګې رڼې كړې.

د 1818كال په دې ورځ جرمني ليكوال (Otto Ludwig) دنيا ته سترګې وغړولې. د هغه تر ټولو مهم ادبي اثر (Die Heiterethei) نوږمیږي.

د 1828كال په دې ورځ انګرېز ليكوال جارج ميريديت George Meredith وزېږېد. د دغه ناول ليكوال مهم اثر (Shaving of Shagpat) نومېږي.

د 1865كال په دې ورځ پولنډى ليكوال او شاعر (Kazimierz P Tetmajer ) وزېږېد. د هغه تر ټولو مشهور اثر (ځوان پولنډ) دی.

د 1867 كال دا ورځ د جرمني ليكوال (Hedwig Courths-Mahler )د زوكړې ورځ ده.

د 1924كال په دې ورځ هالنډي ليكوالې او شاعرې Hans Berghuis دنيا ته سترګې وغړولې.

د 1933كال په دې ورځ ساينس فكشن ليكوال (Juanita [Ruth] Coulson) دنيا ته سترګې رڼې كړې.

د 1938كال په دې ورځ ليكوالې جودي بلم Judy Blume د امریکا په نيوجرسي كې دنيا ته سترګې رڼې كړې. د دې امريكايي ليكوالې مهم اثار دا دي: (Wifey, Are You There God? It’s Me Margaret, Blubber, Forever)
تلين

د 1886 كال په دې ورځ سويډني ليكوال (P J Edvard Backström) په څلورڅلوېښت كلنۍ كې له دنيا سره خداى پاماني وكړه.

د 1905كال په دې ورځ فرانسوى ليكوال او ژورناليست Marcel Schwob د تل لپاره له دنيا سترګې پټې كړې.

د 1957كال په دې ورځ دنماركي ليكوال (Johannes Anker Larsen) په دوه اتيا كلنۍ كې په ابدي خوب ويده شو. د هغه تر ټولو مهم اثر (Martha og Maria) نومېږي.

د 1979كال په دې ورځ فرانسوى ليكوال او دايركتر (Jean Renoir) په څلور اتيا كلنۍ كې له دنيا سترګې پټې كړې.

د 1984 كال په دې ورځ ارجنټايني ليكوال (Julio Cortázar) د نهه شپېتو كلونو په عمر په ابدي خوب ويده شو. د هغه مشهور اثر (Final del Juego) نومېږي.

د 1995 كال په دې ورځ الجزايري ليكوال رشيدميموني Rachid Mimouni د نهه څلوېښت كلونو په عمر له دنيا د تل لپاره سترګې پټې كړې.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...