پنجشنبه, فبروري 12, 2026
Homeخبرونهد افغانستان او افریقا لوبې په اړه نړیوالې تبصرې

د افغانستان او افریقا لوبې په اړه نړیوالې تبصرې

تاند ( چهارشنبه د سلواغې ـ دلوې  ۲۲مه) افغانستان په روان شل اوره نړیوال جام کې خپله دوهمه لوبه جنوبي افریقا ته وبایلله.

دا لوبه ډېره په زړه پورې وه او په دوهم سوپر اوور کې افغانستان ماتې وخوړه.

له یوې په زړه پورې لوبې وروسته؛ افغانستان، دوهم سوپر اوور کې جنوبي افریقا ته ماتې ومنله

د لوبې د ماتې د لاملونو په اړه بېلابېلې تبصرې کېږي، خو نړیوال کرکټ پوهان او د کرکټ د نړۍ مشهور لوبغاړي په دې اړه څه وایي:

د اسټرالیا افسانوي کرکټ لوبغاړی ریکي پونټېنګ وایي:

« رحمن الله ګربز ته عسکري سلام، هغه تر وروستي توپ تسلیم نه شو.کله چې په څلورو توپونو څلور شپږیزې پکار وې ، دغه وخت کې هر لوبغاړی ناهیلی کېږي، خو ګربز ناهیلی نه شو او تر خپلې وسې یې هڅه وکړه، چې خپل هېواد او ټیم بریالی کړي. دا زما د ژوند تر ټولو غوره لوبه وه.»

سچن ټنډولکر ویلي:

«په یوه ورځ کې دوه سوپر اوورونه ستړیا له منځه وړي! یوه داسې لوبه چې تر وروستۍ شېبې پورې روانه وه، افریقا لوبډلې ته دې بریا مبارک وي. د لوبې تر پایه په حوصلې او تمرکز سره رسېدل ریښتیا هم زړورتیا غواړي. د افغانستان دا لوبډله دا وړتیا لري چې، ډېره خطرناکه ثابته شي.»

اجی جدېجا:

« د دې لوبې تشریح لپاره الفاظ نه لرم، د دې انځورونو  د افغانستان د لوبډلې په ریښتیا هم زړه ماتوونکي دي. دواړو لوبډلو سخته مبارزه وکړه.»

هندی پخوانی کرکټ روبېن اوتاپا وايي:

« دا باید له هغو تر ټولو لیونیو لوبو څخه یوه وي.  د ګربز لپاره خواشینی یم، هغه د افغانستان لپاره تر پایله کلک ودرېد. سویلي افریقا تر سخت فشار لاندې خپل اعصاب کنټرول کړل، چې کتلو یې ډېر خوند درلود. د کرکټ لپاره په زړه پورې او بیخي عالي وه.»

د سویلي افریقا پخواني چټک توپ اچوونکي ډېل سټېن بیا لیکلي:

« دا بیخي حیرانوونکې وه!»« په نننۍ لوبه کې هر لوبغاړی د دې مستحق وو چط د لوبې غوره لوبغاړی شي، اېوارډ ورکړل شي».

رحمن الله ګربز وایي:

« پوهېږم چې ولس خپه شو، خو موږ ټولو خپله پوره هڅه وکړه. افغانستان تل په سختو حالاتو کې را پورته شوی که ژوند وو له ناکامیو به زده کوو او دا ماتې به په بریاوو بدلوو. ان شاءلله.»

هندی مبصر شبهنګر مېشرا بیا له فاروقي خپه ښکاري او وایي:

« د افغان لوبډلې د یوه مینه وال په توګه نن نا هیلی او خفه یم! فاروقي ډایف نشي وهلی، ولې دې د دوهمې منډې پرمهال ځان ونه غورځووو؟».

پاکستانی پخوانی کرکټ لوبغاړی جنید خان وایي:

«کنډېشن له افغانستان سره وو، خو غلطي د منېجمېنټ وه چې اوور یې مجیب یا هم راشدخان ته ورنکړ.»

بل هندی مبصر اکاش چوپړا وایي:

« افغانستان نور دوهم پړاو ته نشي وتلی، او سیده به کابل ته ځي.»

هندی پخوانی کرکټ روبېن اوتاپا وايي:

« دا باید له هغو تر ټولو لیونیو لوبو څخه یوه وي.  د ګربز لپاره خواشینی یم، هغه د افغانستان لپاره تر پایله کلک ودرېد. سویلي افریقا تر سخت فشار لاندې خپل اعصاب کنټرول کړل، چې کتلو یې ډېر خوند درلود. د کرکټ لپاره په زړه پورې او بیخي عالي وه.»

د سویلي افریقا پخواني چټک توپ اچوونکي بیا لیکلي:

« دا بیخي حیرانوونکې وه!»

عرفان پټان بیا لیکلي  چې:

« اوه افغانستان …  دومره نېږدې خو بیا هم دومره لرې.»

د افریقا بل پخواني لوبغاړي تبریز شمسي بیا لیکلي:

« یو له غوره لوبو! زما د زړه درزا په وروستۍ یوه ګړۍ کې اسمان ته ختلې وه.»

فاف ډوپلیسي بیا لیکلي:

« څه یوه لوبه…!!!»

پر دې لوبو په زیات شمېر تبصرې شوي چې، دلته مو ترې په شمار را اخیستې دي. افغانستان په خپلو راتلونکو لوبو کې له کاناډا او عربي متحده امارات سره مخ ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

«شرم له سپي» د عبدالمالک بېکسیار «چکـرنامه»

پوهندوی آصف بهاند د ۲۰۲۶ ام کال د جنورۍ پر ۲۴مه، د ډنمارک په کوپنهاگن کې د گڼ‌شمېر افغان‌فرهنگیانو په گډون د بیکسار د دریو...