لیکنه: هلال کریمي
چاچې ټولنیز علوم لوستی وي، یا یې د انساني او شخصي ودې کتابونه مطالعه کړی وي خامخا به د دې ټکي سره مخ شوي وي.
ذکاوت یا IQ او EQ انساني ظرفیتونه ښايي، خو دویم یا هیجاني ذکاوت یعنی په واقعي ډول خپل او د بل احساسات درک کول، کنټرول او مدیریت او کله بیا احساس ته جهت ورکول.
هیجاني هوښ (یا هیجاني ذکاوت) هغه وړتیا ته ویل کېږي چې انسان پرې خپل احساسات وپېژني، کنټرول یې کړي، او د نورو خلکو احساسات درک او سم مدیریت کړي.
دا ذکاوت ارثي نه دی او موږ کولی شو زده یې کړو، په تمرین او تکرار سره یې تقویت او د خپل رفتار برخه وګرځوو.
هیجاني ذکاوت څو مهمې مولفې یا Components لري، چې مهمې یې دا دي:
اول: ځان پوهاوی یا Self-awareness، یعنی موږ خپل پیاوړي او کمزوري ټکي وپېژنو،
2: ځانسمبالښت، خود تنظیمي Self-regulation، یعنی د غوسې، وېرې، خپګان، خوښي کنټرولول، یا په پرېکړو یې د منفي اغېزو مخنیوی او مدیریت.
3:انګېزه یا Motivation، یعنی د کار، پرمختګ، مثبت اغېز لپاره دروني هڅېدنه.
نورې مولفې هم لري، خو مهم او کریکټ پورې اړوند یې همدا دي.
دا ډول ذکاوت هم په عادي او هم په بېړنیو یا Emergency حالاتو کې له فرد سره مرسته کوي چې احساسات مدیریت او د سم فکر او عمل ځواک له لاسه ورنکړي.
جان سخن:
دا ذکاوت ټولو ته مهم دی، شتون یې د ژوند چارې اسانه کوي او د رواني فشار په مخنیوي کې د سپر په څېر عمل کوي.
خو په لوبغاړو کې د دې ذکاوت شتون لوبه د رقابت لوړ حد ته رسېږي چې لوبه خوندوره کوي او لوبغاړو ته لوړ شهرت هم ورکوي.
ارواپوهان او د سپورت روان شناسي وايي:
هیجاني حالاتو کې ذهني کړنې کمې وي، هیجاني ذکاوت دا کړنې تنظیموي.
نندارچیان اغېز لري او هیجاني ذکاوت یې د مرستې په برخه کې مرسته کوي.
بدن هېڅ کله تصادفي کار نه کوي، خامخا به په ذهن کې څه وي، ورزشکاران ټول د ګټې په موخه میدان ته راځي خو هیجاني کړنې همدغه ذهنیت ور خرابوي.
د نړۍ مختلف ورزشي ټیمونه او انفرادي ورزشکاران روان شناسان لري چې دوی سره د تمرکز، پر ځان باور، ځان سنبالښت یا خود تنظیمي، اړیکې، د ځان او ټیم درک، د مقابل ټیم درک، د اغېزو مدیریت، په ستونزمنو حالاتو کې اغېزمن عملکرد ور ښايي، موږ په خپل ټیم کې داسې څه نلرو، که لرو یې ښایي رسنیز شوي نه وي او ټول ترې خبر نه وي.
دا ارواپوهان د سیالیو او تمرینونو وروسته لوبغاړو ته کړنې او د کړنو بهتر سازي ور ښايي.
زموږ ټیم:
زموږ کلیدي لوبغاړي، لکه: نبي، راشد، عظمت، کربز، مجیب، فاروقي او نور… د هند په تجارتي لوبو کې لوبېدلي اومیدانونو سره بلد دي، راشد په سویلي افریقا کې د یو ټیم کپټان دی او د هند غوره لیګ کې هم مرستیال کپتان دی، بیاهم لوبه زموږ نه شوه.
تاسو حس کړل چې فشار یواځې عظمت، راشد او ګُربز مدیریت کاوه، ومو لید چې فاروقي او محمد نبي بل ډول برېښېدل، دقیقآ همدا اغېزې دومرې ډېرې وې چې نور یې ظاهر کې څرګندې نښې لیدل کېدې.
څه کول په کار دي:
یو مثال، د رونالډو خود تنظیمي په اړه مو اورېدلي، یا مو هغه ویډیو لیدلی چې تېرکال کرسمس رخصتیو کې هم د یخو اوبو ډنډ کې لامبي؟
دقیقآ همداسې یو څه، لوبغاړي د نورو برخو د مدیریت ترڅنګ باید کړنو، د فشار مدیریت، فټنس او تمرکز کولو ته پام وکړي، له لوبغاړو تمه کېږي چې دې حالاتو کې تر عادي حالت خوندوره لوبه وکړي چې له اوږدې مودې یې نه کوي.
یواځې عادي او بې شور او هیجانه لوبې موږ ښه ګټو او بس.
زموږ اتلان دې ژوندي وي.