Homeخبرونهد عزیزي ګروپ د ۸۴۵ میګاواټه برېښنا د تولید قراردادونه لاسلیک کړل

د عزیزي ګروپ د ۸۴۵ میګاواټه برېښنا د تولید قراردادونه لاسلیک کړل

تاند (د عزیزي ګروپ او د افغانستان د برښنا شرکت ترمنځ له لمر او سکرو څخه د برېښنا د پنځو تولیدي پروژو د عملي چارو د پیل قرارداد لاسلیک شو.

د افغانستان برښنا شرکت رییس عبدالحق همکار وویل، دا پروژې د هېواد د برېښنا د تولید د ظرفیت د لوړولو لپاره یو مهم ګام دی. د هغه په وینا، د یادو پروژو ټولیز ظرفیت ۸۴۵ مېګاواټه دی او پرې شاوخوا ۴۶۳ میلیون ډالر لګښت راځي.

همکار زیاته کړه چې د دغو پروژو له پلي کېدو سره به زرګونو کسانو ته په مستقیم او غیرمستقیم ډول د کار زمینه برابره شي. هغه وویل: «دچهارشنبې، د سلواغې/ دلوې ۲۲ مه) دغو پروژو ظرفیت له ګاونډیو هېوادونو څخه د واردېدونکې برېښنا هومره دی.»

په یادو پروژو کې د نغلو د ۱۰۰ مېګاواټه لمریزې برېښنا تولید پروژه، د پروان په باریک‌آب کې د ۱۰۰ مېګاواټه لمریزې برېښنا تولید، په غزني کې د ۱۳۰ مېګاواټه لمریزې برېښنا تولید، په بغلان کې د سکرو له سرچینې د ۳۵۰ مېګاواټه برېښنا تولید او په تخار کې د سکرو له لارې د ۱۶۵ مېګاواټه برېښنا تولید شامل دي، چې د عملي چارو قراردادونه یې نن لاسلیک شول.

په همدې مراسمو کې د اوبو او انرژۍ او همداراز د کانونو او پټرولیم وزیرانو وویل چې له بېلابېلو سرچینو څخه د برېښنا تولید د صنعت او اقتصادي ودې لپاره بنیادي ارزښت لري. هغوی ټینګار وکړ چې امارت د هېواد د ځان‌بسیاینې په هدف د کورنیو او بهرنیو پانګه‌والو ملاتړ کوي.

د کانونو او پټرولیم وزیر هدایت‌الله بدري وویل: «موږ له نورو پانګه‌والو غواړو چې د تېلو او ګازو د کانونو په کشف او استخراج کې پانګونه وکړي، ځکه افغانستان شتمنې زیرمې لري چې د سم مدیریت په صورت کې د هېواد اړتیاوې پوره کولای شي.»

د اوبو او انرژۍ وزیر محمد یونس اخوندزاده بیا وویل چې یاد وزارت د افغانستان د ځان‌بسیاینې لپاره له ټولو پانګه‌والو او سوداګرو سره د همکارۍ لپاره چمتو دی.

بل‌خوا، د عزیزی ګروپ عمومي رییس د دې قراردادونو لاسلیک د هېواد د انرژۍ د خپلواکۍ پر لور مهم ګام وباله. هغه وویل چې شپږ میاشتې وړاندې یې د لس زره مېګاواټه برېښنا د تولید هوکړه‌لیک لاسلیک کړی و او اوس د نوو پروژو په پیل سره دغه ژمنې عملي بڼه اخلي.

نوموړي زیاته کړه: «په نژدې دوو یا دریو میاشتو کې به د نورو پروژو موافقې هم لاسلیک شي، چې تر دوه زره مېګاواټه پورې د برېښنا تولید پکې شامل دی. زموږ موخه دا ده چې د کال تر پایه له شپږو تر اوو زرو مېګاواټه برېښنا تولید ته ورسېږو.»

د شرکت مسوولانو وویل چې د سکرو د دوو برېښناکوټونو لپاره اړین تجهیزات لا دمخه اخیستل شوي او د نورو پروژو د پیل لپاره چمتووالی روان دی. عزیزی همداډول د ټاپي پروژې په چوکاټ کې د درې زره مېګاواټه برېښنا د تولید لپاره د یاد شرکت لېوالتیا څرګنده کړه او ویې ویل چې د شرایطو په برابرېدو سره به د تولید چارې ژر پیل کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...