تاند ( سه شنبه د سلواغې ـ دلوې ۲۲مه) د کرکټ په روان شل اوریز جام کې افغانستان په خپله برخلیک تاکونکې لوبه کې تر یوې په زړه پورې او سختې لوبې وروسته بیاهم و نشو کولی جنوبي افریقا مات کړي.
افغانستان لومړۍ پچه وګټله او جنوبي افریقا ته یې د توپوهنې بلنه ورکړه.
جنوبي افریقا د لوبې په لومړۍ پاڼۍ کې د خپلو ۶ لوبغاړو په زیان سره ۱۸۷ منډې جوړې کړې او افغان لوبډلې ته یې د ۱۸۸ منډو هدف وټاکه. د افغان لوبډلې په ګټه عظمت الله عمرزي ۳، راشد خان دوه او فضل الحق فاروقي یوه ویکټ ترلاسه کړه.
توپوهنه کې افغان لوبډلې تر سختې او خورا په زړه پورې لوبې وروسته لوبه مساوي کړه.
رحمن الله ګربز غوره توپوهنه وکړه او تر نورو ډېرې ۸۴ منډې وکړې، خو وروسته نوراحمد لکڼوال د دوه شپږیزو پرمټ لوبه مساوي کړه او سوپر اورر ته ولاړه.
سوپر اورر کې:
افغانستان له لوري رحمن الله ګربز او عظمت عمرزی توپوهنې ته راغلل او جنوبي افریقا ته یې د ۱۸ منډو هدف ورکړ.
جنوبي افریقا هم ټاکل شوی هدف پوره نشو کړای او یوازې ۱۷ منډې وکړې او لوبه دوهم سوپر اوور ته ولاړه
دوهم سوپر اورر کې:
جنوبي افریقا لومړی توپوهنه وکړه او په ټاکلي اورر کې یې افغانستان ته د ۱۸ منډو هدف ورکړ.
افغانستان په دوهم سوپر اورر کې ونشو کولی چې، تاکل شوی هدف پوره او لوبه وګټي.
تر دې وروسته افغانستان له کاناډا او عربي متحده اماراتو لوبډلې سره مخ ده.