چهارشنبه, فبروري 11, 2026
Homeخبرونهد کرکټ په نړیوال ۲۰ اوره جام کې د افغانستان برخلیک ټاکونکې...

د کرکټ په نړیوال ۲۰ اوره جام کې د افغانستان برخلیک ټاکونکې سیالي

تاند (چهارشنبه، د سلواغې دلوې ۲۲ مه) د کرکټ د ۲۰۲۶ نړیوال شل اوره جام سیالیو په دوام کې نن هم درې سیالۍ کېږي.

لومړی به افغانستان او جنوبي افریقا سره مخامخ شي. د دوی سیالي د کابل په وخت د ورځې په لسو بجو د هند د ګوجرات ایالت د احمدآباد ښار په نریندرا مودي لوبغالي کې پیلېږي.

افغانستان په (ډي) ګروپ کې دی چې یو تر ټولو سخت ګروپ دی او تصادفاً یې لومړۍ دوې سیالۍ د دې ګروپ تر ټولو له تکړه لوبډلو سره برابرې شوي دي.

دا په شل اووره نړیوال جام کې د افغانستان دوهمه لوبه ده. افغانستان خپله لومړي مسابفه پر نیوزیلنډ وبایلله.

که افغانستان دا سیالي هم وبایلي بل پړاو ته یې د وتلو چانس تقریباً بشپړ له منځه ځي.

د دې خبر د خپرېدو تر شېبې پوره تاند ته څرګنده نه شوه چې افغانستان به په خپله لوبډله کې څه بدلون راوستی وی. د نیوزیلنډ په وړاندې په مسابقه کې ځینو کتونکو د نوراحمد لکڼوال کمی احساس کړی و.

که څه هم افغانستان په خپل ګروپ کې دوې نورې نسبتاً کمزورې لوبډلې لري چې ښايي هغو ته ماته ورکول ورته زیات ګرانه نه وي.

د نن (چهارشنبې) بله سیالي به په (بي) ګروپ کې د استرالیا او آیرلنډ ترمنځ د سرلانکا په پلازمېنه کولمبو کې وي. درېیمه سیالي په (سي) ګروپ کې د انګلستان او ویسټ انډیز ترمنځ ده.

 پرون نامیبیا هالنډ ته، نیوزیلنډ متحده عربي اماراتو او پاکستان متحدوایالتونو ته ماتې ورکړه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

دسمال يې راووړ… | هیواد شېرزاد

متل دى چې سترګې له سترګو شرمېږي؛ له همدې امله مو مياشت مخکې ورڅخه هيله وکړه که دى (١) پخپله مېلمانه راوبولي نو ښه...