بصیر عاصم
په معاصر ژوند کې چې کله د IQ (د ذکاوت کچه) نوم اخیستل کېږي، نو په عامه اذهانو کې سمدستي د یوه داسې کامل انسان تصویر جوړېږي چې ګواکې هم به پوه وي، هم عاقل او هم د لوړو اخلاقو خاوند؛ خو که د دې اصطلاح تاریخي بهیر ته ځیر شو، نو حقیقت له دې تصور سره ډېر توپیر لري. دا کیسه د نولسمې پېړۍ په وروستیو کې له فرانسې څخه پیل شوه، چیرته چې ارواپوه الفریډ بینه د لومړي ځل لپاره یوه ازموینه د دې د پاره جوړه کړه چې هغه ماشومان وپېژني چې په زدهکړو کې ځانګړي ملاتړ ته اړتیا لري. د بینه اصلي موخه مرسته وه، نه طبقه بندي، هغه باور درلودی چې ذکاوت یو ثابت شی نه دی او د مناسبې روزنې د لارې بدلېدلای شي، خو کله چې دا مفکوره د امریکا متحده ایالاتو ته ورسېده، نو له خپل اصلي مسیر څخه ووتله او د انسانانو د ارزښت او ټولنیز موقف د ټاکلو په یوه وسیله بدله شوه.
د وسیلې بدلون او ټولنیزې اغېزې:
کله چې IQ په لویدیځ کې د تعلیمي تشخیص له دایرې ووته او پوځي او نظامي سیسټمونو ته ننوته، نو ماهیت یې له خدمت څخه قضاوت ته واوښتی. په دې پړاو کې دا ازموینه د انسانانو د طبقهبندۍ، د مهاجرت د کنټرول او حتی د نژادي برترۍ د ثبوت د پاره وکارول شوه، چې بیا همدا بدلون د IQ په اړه د ډېرو ناسمو قضاوتونو سرچینه وګرځېده. له همدې ځایه دا ناسم فکر عام شو چې هر لوړ IQ لرونکی انسان په هر څه پوهېږي، په داسې حال کې چې دا ازموینه یوازې د ذهن ځینې مشخصې برخې لکه انتزاعي، د الګو پېژندنه او د معلوماتو چټک پروسس اندازه کوي، خو د انسان د شخصیت په ژورو برخو لکه اخلاق، عاطفې او تفکرباندې هېڅ رڼا نه اچوي.
د IQ، عقل او اخلاقو ترمنځ بنسټیز توپیر:
دا چې ولې لوړ IQ د هوښیارۍ او انساني کمال په مانا نه دی، لامل یې دا دی چې IQ یوازې د ذهن تخنیکي ځواک دی. که موږ عقل ته وګورو، عقل یوازې د معلوماتو تحلیل نه، بلکې د ژوند د تجربو په رڼا کې د پایلو اټکل او د غوره انتخاب کولو وړتیا ده، چې IQ یې یوازې یوه وړه برخه بلل کېدلای شي. همدارنګه، کله چې خبره اخلاقو ته راځي، نو IQ د یوې تېرې شوې وسیلې په څېر وي چې د خپل هدف د پاره لوری نه لري؛ اخلاق موږ ته د سم او غلط تمیز راښيي، خو IQ یوازې دا راښيي چې یو کار په څومره سرعت ترسره کړو. همدا لامل دی چې تاریخ د داسې کسانو شاهد دی چې IQ یې خورا لوړه وه، خو د اخلاقو او وجدان د نشتوالي له امله یې نړۍ ته تر ټولو لوی زیانونه اړولي دي.
عاطفه او احساس:
بل لور ته، انساني عاطفه (EQ) یو داسې ځواک دی چې موږ ته له نورو سره د همدردۍ او د احساساتو د مدیریت چل راښيي، په داسې حال کې چې یو لوړ IQ لرونکی انسان ممکن د معلوماتو په تحلیل کې بې جوړې وي، خو له عاطفي پلوه یو بېحسه او سوړ موجود وي. له همدې امله، موږ ویلی شو چې IQ د انسان د شخصیت د اندازه کولو د پاره یو نیمګړی معیار دی. یو رښتینی او بشپړ انسان هغه نه دی چې یوازې یې ذهن تېز وي، بلکې هغه څوک دی چې دا ذهني ځواک یې د عقل په رڼا، د اخلاقو په چوکاټ د عاطفې او تفکر په روح کې نغښتی وي. ذکاوت پرته له وجدان او عاطفې نه یوازې ګټور نه دی، بلکې په یو خطرناک ماشین بدلېدای شي چې کولای شي ټولنېز نظم او انساني ارزښتونه و ګواښي.
مهمه خبره داده چې انساني عقل، تفکر او فلسفې سره د IQ مطلق هیڅ تړاو نه لري.بلکې لکه څنګه چې پورته یې یادونه وشوه د ذهن ځینې مشخصې برخې لکه انتزاعي، د الګو پېژندنه او د معلوماتو چټک پروسس اندازه کوي.
بصیر عاصم