Homeخبرونهپه چین کې یو ماشوم له یوولسم پوړه ولوېد، او ژوندی پاته...

په چین کې یو ماشوم له یوولسم پوړه ولوېد، او ژوندی پاته شو

تاند (چهارشنبه، د غويي/ ثور ۲۳ مه) د چین د لیاؤنینګ ولایت په دالیان ښار کې یو څلور کلن ماشوم د یوې لوړې ودانۍ له یوولسم پوړ څخه تر لوېدو وروسته ژوندی پاتې شوی دی.

د ساوت چاینا مارنینګ پوسټ ورځپاڼې د راپور له مخې، دا پېښه د اپرېل په یوولسمه هغه مهال وشوه چې د «شیاومینګ» په نوم ماشوم په کور کې یوازې و او مور و پلار یې د کار لپاره دباندې تللي وو. ویل کېږي ماشوم د کړکۍ ښیښه خلاصه کړې وه او غوښتل یې لاندې وګوري، خو ناڅاپه له کړکۍ ولوېد.

له پېښې څو ساعته وروسته، کله چې پلار کور ته راستون شو، ماشوم یې ونه موند، نو لټون یې پیل کړ. وروسته ماشوم د ودانۍ لاندې په ټپي حالت کې وموندل شو او سمدستي روغتون ته ولېږدول شو.

ماشوم چې کله لږ په هوش راغی، خپلې مور ته یې وویل چې هغه یې یادوله او غوښتل یې بهر راووځي چې مور او پلار وویني.

د ماشوم مور رسنیو ته ویلي چې دوی د لنډ وخت لپاره له کوره وتلي وو او غوښتل یې چې ژر بېرته راوګرځي. هغې همداراز ویلي چې د اپارتمان دروازه او کړکۍ یې کولپ کړي وو او په عین حال کې یې د موبایل له لارې خپل ماشوم څاره.

ډاکټرانو ویلي، د ماشوم وضعیت ډېر خطرناک و؛ ګڼ هډوکي یې مات شوي وو او داخلي غړي یې هم زیانمن شوي وو. د ډاکټرانو په وینا، په لومړیو کې د هغه د ژوندي پاتې کېدو چانس یوازې پنځه سلنه اټکل شوی و.

خو له ۱۸ ورځو درملنې وروسته ماشوم ښه شوی او اوس له آی‌سي‌یو یا د بیړني مراقبت له خونې څخه عمومي وارډ ته لېږدول شوی، چې لا هم تر درملنې لاندې دی. د ماشوم کورنۍ دا پېښه یوه ستره معجزه‌ بولي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...