Homeخبرونهآی پي اېل:د راشدخان اړوند ګوجرات لوبډله لومړي مقام کې ده

آی پي اېل:د راشدخان اړوند ګوجرات لوبډله لومړي مقام کې ده

تاند (چهارشنبه د ثور/ غويي ۲۳مه) د هند په سوداګریز لیګ ( آي پي اېل) کې د روانو لوبو په جریان کې تر دې دمه د راشدخان اړوند لوبډله ګوجرات په لومړي مقام کې ځای لري.

ګوجرات تېره شپه په یوه په زړه پورې لوبه کې سنرایزر حیدراباد لوبډلې ته ماته ورکړه چې، په کې راشدخان یوازې څو توپونه وکړل او یو لوبغاړی یې اوټ کړ.

درجه بندي په دې ډول ده:

ګوجرات د ۱۲ لوبو له ترسراوي وروسته ۸ بریاوې لري او ۴ ماتې او د ۱۶ نومرو په لرلو سره لومړی مقام لري.

ورپسې بنګلور لوبډله د ۱۴ نومرو په درلودو سره دوهم مقام، حیدراباد د ۱۴ نومرو په لرلو سره درېیم مقام او پنجاب لوبډله بیا د ۱۳ نومرو په لرلو سره  څلورم مقام لري.

په دوام یې په جدول کې بیا چینای لوبډله ۵م مقام لري، راجستان لوبډله ۶م مقام لري، ډهلي لوبډله ۷م مقام لري، کلکته بیا ۸م مقام کې ځای لري، ممبی لوبډله په ۹م مقام کې ځای لري او په پای کې بیا لکنو سوپرجاینټ لوبډله ځای لري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...