تاند – د ۱۹۴۰ د مې په دیارلسمه د بریتانیا صدراعظم وینسټن چرچیل د پارلمان د عوامو جرګې (ولسي جرګې) ته احساساتي وینا وکړه، ویې ویل: «زه له دې پرته چې خپله وینه، اوښکې، خوارۍ او خولې درکړم، بل څه نه شم درکولی.»
وینسټن چرچیل: د تاریخ یوه نه هېریدونکې څېره
وینسټن چرچیل یو تاریخي شخصیت، تکړه سیاستوال، مشهور لیکوال، او د بریتانیا د اوږدې مودې په مخه د بریتانیا د پارلمان غړی و. هغه دوه ځله د بریتانیا لومړی وزیر پاتې شوی او تر ټولو ډېر شهرت یې له دې کبله دی چې د دوهمې نړیوالې جګړې پر مهال د خپل هیواد مشر و. هغه د نازي رژیم پر وړاندې د خپل قوي دریځ له امله د یو زړور، هوښیار او مؤثر جنګي مشر په توګه تاریخ ته ورپېژندل شوی دی.
د ژوند پیل
چرچیل د ۱۸۷۴ کال د نوومبر پر ۳۰مه نېټه د انګلستان د آکسفورډشایر په بلینهم ماڼۍ کې وزېږېد. پلار یې لارډ راندالف چرچیل د پارلمان غړی و او مور یې، جیني جیروم، یوه امریکایۍ مېرمن وه. کله چې وینسټن شپږ کلن و، ورور یې جک وزېږېد.
چرچیل خپل ماشومتوب تر ډېره د خپلې انا، الیزابېت ایوریسټ، تر څنګ تېر کړ، ځکه چې والدین یې پر ټولنیزو فعالیتونو بوخت وو. ایوریسټ نه یوازې د هغه ساتنه کوله، بلکې په ماشومتوب کې د هغه ډېرو ناروغیو ته پاملرنه هم کړې وه.
زدهکړې او پوځ ته ننوتل
چرچیل اته کلن و چې ښوونځي ته ولېږل شو. که څه هم ډېر ښه زدهکوونکی نه و، خو زړور او فعال ماشوم و. په ۱۸۸۷ کال کې هارو نومي پوځي ښوونځي ته داخل شو، هلته یې نظامي تاکتیکونه زده کړل. له دې ښوونځي څخه تر فراغت وروسته، چرچیل په ۱۸۹۳ کال کې د ساندهرست پوځي اکاډمۍ ته بریالی شو او په خپله دوره کې تر ټولو په لوړه درجه فارغ شو.
پوځي ماموریتونه او ژورنالیزم
له فراغت وروسته، چرچیل له پوځ سره د پوځي ماموریتونو لپاره کیوبا ته واستول شو، چیرې چې د جګړې خبریال هم و. وروسته هند ته لاړ، هلته یې د افغانانو پر ضد په عملیاتو کې برخه واخیسته او خپل مشاهدات یې د لندن ورځپاڼو ته واستول. د همدې تجربو پر بنسټ یې خپل لومړی کتاب “د ملاکنډ د میدان ځواک کیسه” ولیکله.
چرچیل وروسته د سوډان په جګړو کې هم برخه واخیسته، هلته یې له مشهور جنرال کچنر سره یو ځای جګړه وکړه او خپله بله کتابي تجربه یې “د سیند جګړه” ولیکله. په ۱۸۹۹ کال کې د بویر جګړې لپاره جنوبي افریقا ته ولاړ او هلته یې د جنګي خبریال په توګه کار وکړ. د جګړې په ترڅ کې ونیول شو، خو تر یوې میاشتې بند وروسته له بنده وتښتېد. دا کیسه یې وروسته په خپل کتاب “له پریتوریا تر لندن” کې بیان کړه.
سیاسي ژوند ته داخلېدل
چرچیل کله چې یوازې ۲۵ کلن و، انګلستان ته راستون شو او د پارلمان غړی شو. نوموړی ډېر ژر د ولس دوست سیاستوال په توګه وپېژندل شو. په ۱۹۰۴ کال کې یې محافظهکار ګوند پرېښود او لېبرال ګوند ته ورواوښت.
په ۱۹۰۵ کال کې د بهرنیو چارو د وزارت مرستیال شو، وروسته په ۱۹۰۸ کې د سوداګرۍ وزیر وټاکل شو او په ۱۹۱۰ کې د کورنیو چارو وزیر شو. په ۱۹۱۱ کال کې د بریتانیا د بحري ځواکونو (ادمیرالت) مشر وټاکل شو، او په دې موده کې یې د جرمني د پوځ د پیاوړتیا پر وړاندې د بریتانیا د بحري ځواک د عصري کولو لپاره کار وکړ.
کورنۍ ژوند
چرچیل په ۱۹۰۸ کال کې له کلیمېنټین هوزیر سره وپېژندل. دواړو د هماغه کال د سپټمبر پر ۱۲مه واده وکړ. دوی پنځه ماشومان درلودل او تر مرګه یې یو له بل سره ژور ژوند شریک کړ.
لومړۍ نړیواله جګړه
چرچیل د جګړې له پیل سره سم، د بریتانیا د چمتووالي لپاره هڅې وکړې، خو د دارډانیلز له ناکام کمپاین وروسته، هغه له حکومتي مقامه استعفا ورکړه. دا یوه سخته ضربه وه او نوموړی څو کاله له سیاست څخه څنډې ته شو.
انځورګر، لیکوال او بېرته سیاست ته راستنیدا
چرچیل د سیاسي فشارونو پر مهال انځورګر شو او لیکوالي ته یې دوام ورکړ. په ۱۹۱۷ کال کې بېرته حکومت ته راستون شو او وروسته د جګړې او هوا وزیر وټاکل شو.
د دوهمې نړیوالې جګړې ستر لیډر
چرچیل د نازي جرمني د خطرونو په اړه وختي خبرداری ورکړی و. کله چې په ۱۹۳۹ کال کې جرمني پر پولنډ برید وکړ، هغه یو ځل بیا د بحري ځواکونو مشر وټاکل شو. د ۱۹۴۰ کال د مې پر ۱۰مه، د فرانسې تر نیولو وروسته، هغه د لومړي وزیر په توګه وټاکل شو. یوازې درې ورځې وروسته یې په پارلمان کې خپله مشهوره وینا وکړه: “زه تاسو ته یوازې وینه، زیار، اوښکې او خوله درکولی شم.”
چرچیل، که څه هم له شوروي اتحاد سره اختلافات درلودل، خو د جرمني پر ضد یې له هغوی سره همکاري وکړه. د امریکا متحده ایالاتو هم د چرچیل د هڅو له امله جګړه کې ګډون وکړ.
جګړه ګټي، خو انتخابات بایلي
سره له دې چې چرچیل د جګړې اتل ګڼل کېده، خو د جګړې له پای ته رسیدو وروسته، عامو خلکو بدلون غوښت. په ۱۹۴۵ کال کې د ټولټاکنو پر مهال د کارګر ګوند بریا ترلاسه کړه او چرچیل د صدراعظم له څوکۍ استعفا ورکړه.
وروستۍ کلونه، ویاړونه او مړینه
چرچیل بېرته په ۱۹۵۱ کال کې په دوهم ځل د لومړي وزیر په توګه وټاکل شو. په خپل دوهم دور کې یې بهرنیو چارو او د اتومي وسلو خطرونو ته تمرکز وکړ. په ۱۹۵۵ کال کې یې له واکه استعفا وکړه.
چرچیل د تقاعد پر مهال لیکوالي ته دوام ورکړ او د انګلیسي ژبو د تاریخ څلور جلدي اثر یې بشپړ کړ. هغه په ۱۹۵۳ کال کې د نوبل جایزه وګټله، همداراز د بریتانیا له خوا د “سر” لقب ورکړل شو، او په ۱۹۶۳ کال کې د امریکا افتخاري تابعیت هم ور کړل شو.
چرچیل د ۱۹۶۵ کال د جنورۍ پر ۲۴مه، د ۹۰ کلونو په عمر ومړ. نوموړی تر مرګه د پارلمان غړی پاتې شو.
“وروسته هند ته لاړ، هلته یې د افغانانو پر ضد په عملیاتو کې برخه واخیسته او خپل مشاهدات یې د لندن ورځپاڼو ته واستول. د همدې تجربو پر بنسټ یې خپل لومړی کتاب “د ملاکنډ د میدان ځواک کیسه” ولیکله.”
مالومیږي چې انګلیسانو له ابتداء د افغانانو/پښتنو سره دښمني کړیده!
“ویویشه! او حکومت پرې وکړه !!” هم د و.چرچل خبره ده چې پلویان او لارویان ېې تر اوسه د نړۍ په لر او بر کې پکاروي.