شنبه, جنوري 17, 2026
Homeخبرونهاسټرالیا کې له ۱۶ کلنۍ کم عمره ماشومان د ټولنیزو رسنیو له...

اسټرالیا کې له ۱۶ کلنۍ کم عمره ماشومان د ټولنیزو رسنیو له کارولو منع شول

تاند ( پنج شنبه د لیندۍ ـ قوس ۱۳مه) د اسټرالیا حکومت اعلان کړی چې له ۱۶ کلنۍ کم‌عمره ماشومان تر دې وروسته د خواله رسنیو له کارولو منع دي.

دغه هېواد کې ماشومان له فېسبوک، انسټاګرام، یوټیوب، سنیپ‌چټ او نورو ټولنیزو رسنیو له کارونې منع شوي دي.

د یاد هېواد حکومت ویلي چې، دغه قانون به د روانې ډسمبر میاشتې له ۱۰ مې نېټې څخه پلی شي.

د یادې نیټې سره سم به له ۱۶ کلونو د کم‌عمره ماشومانو شته اکاونټونه له منځه ولاړ شي.

دغه قانون د ټولنیزو رسنیو له زیان څخه د ماشومانو د ژغورنې په موخه اخیستل شوی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د غزل ستوري یو څو خاطرې| دوکتور لعل پاچا ازمون

د وطن غمي د لوړاګي په بټۍ کې زموږ شریکباڼي ټیلفون ته کولپ اچولی و، کله به چې د هغه خوښه وه، نو کولپ به...