Homeخبرونهامریکا د "جان شاه"په نوم یو بل افغان د داعش خراسان څانګې...

امریکا د “جان شاه”په نوم یو بل افغان د داعش خراسان څانګې د ملاتړ په تور نیولی

تاند ( پنج شنبه د لیندۍ ـ قوس ۱۳مه) د امریکا کورني امنیت وزارت ویلي، چې په واشنګټن کې یې د جان شاه ساپي په نوم یو افغان د داعش خراسان څانګې د ملاتړ او ورسره د اړیکو په تور نیولی دی.

د امریکا د کډوالۍ ادارې د معلوماتو له مخې، دغه افغان د جو بایډن د دورې پر مهال د امریکايي متحدینو د تخلیې پروګرام کې له افغانستانه ایستل شوی دی.

یادې ادارې ادعا کړې، چې هغه د داعش خراسان څانګې د ملاتړ په تور څارل کېده او همدارنګه په افغانستان کې یې خپل پلار ته، چې د یوې وسله والې ډلې قوماندان دی، وسلې او تجهیزات برابرول.

په تېرو اونیو کې دا د افغانانو پر وړاندې په امریکا کې لږ تر لږه څلورمه لویه قضیه ده چې پېښېږي.

تر اوسه د یادو افغانانو، چې د امنیتي ځواکونو د بریدونو، ګواښونو، داعش سره په اړیکو او نورو تورونو تورن دي، د محاکمې په اړه وروستۍ پرېکړه نه ده شوې.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...