جمعه, فبروري 6, 2026
Homeخبرونه‏کونړ کې سختې یخنۍ او ناروغۍ څلور ماشومان مړه کړي دي

‏کونړ کې سختې یخنۍ او ناروغۍ څلور ماشومان مړه کړي دي

تاند ( پنج شنبه د لیندۍ ـ قوس ۱۳مه) د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) وايي، په کونړ ولایت کې د سختې یخنۍ او ناروغۍ له امله څلور ماشومان مړه شوي دي.

دغه ماشومان چې عمرونه یې ۳ کلن، دوه نیم کلن او د ۹ او ۸ میاشتو ښودل شوي دي، تېره اوونۍ په نورګل ولسوالۍ کې مړه شوي دي.

یونیسف خبرداری ورکړی چې شاوخوا ۲۷۰ زره ماشومان په زلزله ځپلو سیمو کې د یخنۍ له امله د ناروغیو خطر سره مخ دي.

افغانستان کې د یونیسف استازي، تاج الدین اویواله د ماشومانو د روغتیا او خوندیتوب په اړه جدي اندېښنه ښودلې او ویلي یې دي چې اوسنی وضعیت خطرناک دی او عاجل ملاتړ ته اړتیا لري.

د اګسټ د میاشتې مرګونې زلزلې له امله د هېواد ختیځ کې څه باندې ۲۵۰۰ هېوادوال ووژل شول او تر ۳۰۰۰ زیات نور ټپیان شول، چې لا هم ځینې یې سرپناه نه لري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د ډاکتر حکیمي کلیزه | ‌‌ذبیح‌الله شفق

زه پوهېدم چي ته به سترګي لکه نن بدلوې ‏‎ځکه مي تا باندي یوه شېبه حساب نه کاوه په ۱۹۹۲م کي هارون حکیمي د زابل په...