تاند ( پنج شنبه د لیندۍ ـ قوس ۱۳مه) پاکستان غواړي له ۵۰ ورځني بندښت وروسته د تورخم او سپين بولدک – چمن دروازې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري مرستو پرمخ پرانیزي.
جیونیوز لیکلي چې، دا پرېکړه د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت سره د سلا مشورې وروسته شوې ده.
راپور وايي، د همغږۍ وروسته د پاکستان د سوداګرۍ وزارت د افغانستان لپاره د یونیسف، د خوړو نړیوال پروګرام او د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق د کانتینرونو تدریجي لېږد تایید کړی دی.
په لیک کې اړوند ادارو ته لارښوونه شوې چې، د ملګرو ملتونو د بشري مرستو کانتینرونو د انتقال لپاره ټول لازم اقدامات وکړي.
راپور زیاتوي چې په لومړي پړاو کې به د خوړو کانتینرونه، په دویم پړاو کې به د درملو او طبي سامانونو کانتینرونه او په درېیم پړاو کې به د نورو اړینو توکو، لکه د زده کوونکو او ښوونکو لپاره د ښوونیزو کڅوړو د لېږد اجازه ورکړل شي.
د یادولو ده چې د تورخم او سپين بولدک – چمن لارې د اکټوبر په ۱۲مه د طالبانو او پاکستان ترمنځ د ترینګلتیاوو وروسته تړل شوې دي؛ خو یوازې افغان کډوالو ته اجازه ورکول شوې چې هېواد ته واوړي.
که طالبان دا لارې پرانیزې نو په پوره باور به خلک فکر وکړې چې دوی د پاکستان د ګټو مدافعین دي. نه د افغانستان