Homeخبرونههرات: د یوې میاشتې په موده کې ۸۸ کسان د جنایي جرمونو...

هرات: د یوې میاشتې په موده کې ۸۸ کسان د جنایي جرمونو په تور نیول شوي

تاند ( پنجشنبه د لیندۍ ـ قوس ۱۳مه) د هرات امنیه قوماندانۍ د یوې میاشتې موده کې د قتل، وسله والې غلا، د ناقانونه وسلو او نورو جنايي جرمونو په تور ۸۸ کسان نیولي دي.

هرات کې د طالبانو امنیه قومندان شیخ نقیب‌الله عزیزی ویلي، د عملیاتو پر مهال د دوهمې امنیتي حوزې پرسونل ۳.۹ میلیونه افغانۍ هم نیولې دي.

نوموړی وايي، په دې عملیاتو کې نیول شوي ۱۸ عرادې وسایط، ۵۳ موبایلونه او ۱۶۹ زره افغانۍ یې بېرته اصلي خاوندانو ته سپارل شوي او پاتې نورې میلیونونه افغانۍ به نن اصلي خاوندانو ته ورکړل شي.

عزیزی په یوه خبري کنفرانس کې دا هم ویلي، د ښار د امنیت د ښه والي لپاره په تېره یوه میاشت کې په شیدایي او خوش رود سیمو کې دوه نوې امنیتي حوزې جوړې شوې دي.

د هرات امنیه قوماندان په خبره، دغه اقدامات د ښار د اوسېدونکو او سوداګرو د امنیت خوندیتوب په موخه شوي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

یامي ګوتم: د کمو فرصتونو له امله مې هیماچل پردېش ته د ستنېدو پرېکړه کړې وه

تاند (سې شنبه، د زمري/ اسد ۱۳ مه) د بالیووډ مشهورې فلمي ستورې یامي ګوتم ویلي، د خپل هنري ژوند په یوه سخت پړاو...