جمعه, دسمبر 5, 2025
Homeخبرونهاقتصادي خبرونه‏حق شناس: تېره اونۍ پر رېللار ۱۵۳ زره ټنه صادرات او واردات...

‏حق شناس: تېره اونۍ پر رېللار ۱۵۳ زره ټنه صادرات او واردات شوي

تاند ( پنج شنبه د لیندۍ ـ قوس ۱۳مه) د ټولګټو وزارت ویاند محمد اشرف حق‌شناس وايي، په تېره اونۍ کې د لړم مياشتې له ۳۰مې د ليندۍ تر شپږمې د هېواد د رېل‌پټلۍ له لارې ۱۵۳ زره او ۳۹۳ مټریک ټنه توکي صادر او وارد شوي دي.

د حق‌شناس په وينا، د حیرتان له بندره ۱۰۸ زره ۷۲۲ ټنه، له آقینې ۱۰زره ۴۲۱ ټنه، له تورغونډۍ لارې ۱۹زره ۸۶۷ ټنه او د خواف–هرات له لارې ۱۴ زره ۳۸۳ ټنه نفتي، غير نفتي او نور سوداګريز توکي انتقال شوي دي.

نوموړی زياتوي، په دې موده کې ۶۳ ټنه توکي صادر شوي چې ډېره برخه یې وچه مېوه جوړوي.

یاد وزارت ټینګار کوي چې سوداګرو ته د لا بېړنیو اسانتیاوو برابرولو او د انتقالاتو د چټکتیا لپاره هڅې روانې دي، څو د رېل‌پټلۍ د بار لېږد ظرفیت نور هم لوړ شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب