تاند ( پنج شنبه د لیندۍ ـ قوس ۱۳مه) د هند بهرنیو چارو وزارت اعلان وکړ، چې افغانستان ته یې د زوکام او دماغي التهاب ضد واکسینو ۶۳ زره ۷۳۴ ډوزه واکسینونه استولي دي.
دا واکسین په کابل کې د طالبانو عامې روغتیا وزارت مسوولینو ته سپارل شوي دي.
د هند بهرنیو چارو وزارت ویاند، رندهیر جیسوال ویلي، چې دوی د افغانستان د عامې روغتیا ملاتړ ته ژمن دي.
دا په تېرو درېیو میاشتو کې د هند څومه کڅوړه درمل، خوراکي توکي او بېړنۍ مرستې دي، چې افغانانو سره د بشري مرستو په توګه استول کېږي.
دا مرسته داسې مهال کېږي چې، افغانستان کې د سړې هوا له امله بېوزله خلک له سختو ستونزو سره مخ او هره برخه کې لاسنیوي ته اړتیا لري.