جمعه, دسمبر 5, 2025
Homeخبرونهاقتصادي خبرونه‏ذ مجاهد: له قوي ډاډ پرته پاکستان سره سوداګریزې لارې نه خلاصوو

‏ذ مجاهد: له قوي ډاډ پرته پاکستان سره سوداګریزې لارې نه خلاصوو

تاند ( پنج شنبه د لیندۍ ـ قوس ۱۳مه) د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد یو ځل بیا ټینګار کړی چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ به سوداګریزې لارې هغه مهال بېرته پرانیستل شي، چې اسلام آباد د راتلونکې لپاره قوي ډاډ ورکړي.

د طالبانو په اعلامیه کې راغلي، چې افغانستان د خپلو اړتیاوو مواد له نورو هېوادونو هم پوره کوي، خو د ولسونو د هوساینې او اقتصادي ثبات لپاره یې پرېکړه کړې، چې له قوي اطمنان پرته پاکستان سره لارې نه پرانیزي.

اعلامیه کې راغلي، چې د دواړو هېوادونو د سوداګرۍ او ترانزیټ لارې د پاکستان له لوري په ناقانونه ډول د سیاسي او اقتصادي فشار د وسیلې په توګه تړل شوې وې، چې د دواړو غاړو خلکو ته یې جدي زیانونه واړول.

تازه پاکستاني رسنیو خبر ورکړی، چې د غه هېواد د ملګرو ملتونو په غوښتنه او افغانستان ته د یاد سازمان د بشري مرستو د انتقال لپاره یې تورخم او سپین بولدک لارې په یو طرفه توګه پرانیستې دي.

پر ډیورنډ کرښه ټولې لارې شاوخوا دوه میاشتې کېږي، چې د طالبانو او پاکستان د ترینګلتیاوو له امله تړل شوي دي.

د لارې تړل کېدو سره سم پاکستان کې د سوداګرو ترڅنګ خلک هم له زیان او د توکو لوړو بیو سره مخ دي.

1 COMMENT

  1. Z; MUJAHID SAHIB SALAMONA AW EKHTERAM. NOW YOU FIND CORRECT WAY. PAKISTAN SEND WEAPONS/RADIOACTIVE MATERIAL IN TRANSIT, STOP ANY EXPORT FROM PAKISTAN.
    WE GOT MANY SOLDOUTS AFGHANS,THEY ARE AGENTS OF ISI.
    BE STRONG IN YOUR DECISION.AND VICTORY IS IN THE NEXT,
    WE DONT NEED PAKI DERTY CHICKEN/FISH AND CITRUS,CLOSE THAT FOR EVER,
    ZENDAH BAAAD ISLAMIC IMARAT

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب