لومړ ۍ برخه
* * *
څوارلس کلن هلک تندې واخيست، لاس يې وتپاوه، تشه درۍ وه، سترګې يې رڼې کړې، کېناست، له کړکۍ څخه د سپوږمۍ راوتلې رڼا پر بدنۍ لګېدله.
هلک اوبه وڅښلې، بېرته اوږد وغځېد، کړپ شو، تړلې بسترې ته يې وکتل، سترګې يې رډې راوختې، خوله يې چيغې ته خلاصه کړه، نه کېده، زبون يې وهل شوی و.
پر لاسونو يې زور راووست، د ولاړېدو سېکه يې ختلې وه.
تر څنګ يې بسترې ته وکتل، هېڅ هم نه و، يو دم ولاړ شو، په کلا کې زوروره ناره راوګرځېده!
_ادې!!!
* * *
په دهلېز کې ډډ نارينه غږ واورېدل شو:
_يالله، ملا صيب راغی.
ښځو منډه واخيسته، يوې تفدانۍ په پښه ووهله، د بلې د ټکري پيڅکه د بدنۍ په څوښکه کې بنده شوه، ټولې له کوټې ووتې.
دوه تنه راغلل، له عمره پاخه ول، غټې ژېړې لونګۍ يې تړلې وې.
يوه، د پراته هلک لاس ور پورته کړ، يوه شېبه غلی و، بيا يې وويل:
_نبض يې ښه دی.
لاس يې پرېښود، د هلک مخ ته يې وکتل، ورو يې وويل:
_ملک صيب! ماته خو د وېرې علامه ښکاري، شونډه يې وتلې ده.
ملک پراته هلک ته کتل….
سړي وويل:
_له څه وخته راهيسې همداسې بېحاله دی؟
ملک ټوخي واخيست، کڅوړنې سترګې يې له اوښکو ډکې شوې، په زحمت يې وويل:
_بس! نيمه شپه يې چېغه کړه! ورغلو، په مټ کې يې تر چوترې ځان را رسولی و.
سړي د سدرۍ (واسکټ) له جېبه قلم را وايست، کوچني چوکاټونه يې وليکل، کاغذ يې ملک ته ونيو!
_د پېريانو علامه ده، خو ته پکر مه خرابوه، دا تاويذ په اوو سرو ټوټو کې ونغاړئ، هلک ته يې ور په غاړه کړئ، خدای به کوي، تاويذ به کوي، د انس و جنس له شره به په امن وي.
ملک کاغذ ور واخيست، ملا ته يې د شلو افغانيو لوټ ونيو، دواړه له کوټې ووتل.
* * *
هلک په دوهم سهار سترګې رڼې کړې، د جارو غږ يو دم ودرېد، يوې پېغلې منډه واخيسته، له چوترې چېغه راغله:
_ملک لالا، تواب په سد راغی!
کوټه له وړو زړو ډکه شوه، ملک او دوه نور نارينه تواب ته نږدې کېناستل، ښځې له وره سره ولاړې وې.
تواب په وېره يوې بلې خواته کتل…
ملک د هغه لاس ور پورته کړ، په خپل ټتر پورې يې ټينګ ونيو، په خوند يې وويل:
_توابه زويه! زه يم، ملک لالا دې.
ويې ټوخل، يوې ښځې په بيړه توفدانۍ ورته ونېوله.
هلک هماغسې وارخطا سترګې رغړولې.
ملک په زوټه وويل:
_بلا ! وه بلا!
يوه ډنګره ښځه رامخته شوه، خړ ټکری يې پر مخ ور کش کړ، غلې ودرېده:
_څه وايې ملک لالا ؟
_زوی ته دې شېدې راوړه.
ښځه په بيړه له کوټې ووته.
ملک، تواب تر غومبري کش کړ، يو دم يې وخندل:
_اه! د ملک لمسی او دومره وېره. زړور اوسه، زه، پلار او تره دې، ټول دلته يو.
هلک هماغسې سترګې رغړولې.
ښځينه وارخطا غږ واورېدل شو:
_هه! دا دی!
ملک له شيدو ډک ګيلاس ور واخيست، د تواب خولې ته يې ور ووړ، هلک مخ واړاوه.
ملک وويل:
_وڅښه!
تواب ور ونه کتل.
ملک په عمر پاخه ځوان ته مخ ور واړاوه، ورو يې وويل:
_باتوره زويه! يوازې به يې پرېږدو.
درې نارينه ولاړ شول.
ملک ناره کړه:
_بلا، وه بلا!
ښځې په رېږدېدلي غږ وويل:
_څه وايي ملک لالا!
_په کړاسي ( هلک ) پام کوه!
د ښځې د ټکري پيڅکې لړزېدلې.
ټول له کوټې ووتل، ښځې په بيړه دروازه پورې کړه، ورغله، د هلک سر يې په غېږ کې ونيو، په چيغو چيغو يې وژړل…
تواب وويل:
_ادې، اوس ښه يم.
ښځې د خپل زوی پر تندي شونډې کېښودې. په ژړا کې يې وويل:
_زما خو دې لړمون خوړين که.
وروسته يو دم ولاړه شوه، له خړ دېواله يې يو چوکاټ شوی عکس را بېل کړ، په عکس کې يوه نوراني بوډا اوږده، سپينه ږيره نيولې وه، پر دواړو اوږو يې کوترې ناستې وې، پر غاړه يې شنې، زرغونې مرۍ را ځړېدلې . ښځې عکس ښکل کړ، د هلک پر ټټر پورې يې وموښه، له ځان سره يې وويل:
يا غوث الاعظمه! را رسېږه.
بيا يې ګيلاس ور واخيست، د زوی خولې ته يې ورنږدې کړ، هغه دوه، درې غوړپه شيدې وڅښلې، ورو يې وويل:
_ادې! اجبه بلا مې وليده.
ښځې په حيرانۍ ورته کتل:
تواب وويل:
_يوه لوېشت، ژوندی شی پر بسترې ناست و، د پلاستيک غوندې روڼ برېښېده، لاسونو او پښو يې درې، درې ګوتې درلودې، يوه سترګه يې وه، هغه هم په تندي کې.
ښځې د هلک پر بغور شونډې کېښودې، ورو يې وويل:
_اه ! زويه! ځينې خوبونه درانه وي.
د تواب تندی تريو شو:
_په کوران که درواغ درته وايم، په خپله مې وليد، د انګورو د پاڼو غوندې غوږونه يې وو.
ښځه ورو ولاړه شوه، عکس يې په احتياط را وځړاوه، ويې ويل:
_ځم چې غوړ پاستی درته راوړم.
* * *
توپ باغ ته واوښت، هلکان دېوال ته غلي کېناستل، يوه وويل:
_دا د توپ بازۍ له پاره ښه ځای نه دی، تېره ورځ هم همدا کانه راباندې وشوه، له باغوانه په منډه را خلاص شوو.
بل په خبره کې ورولوېد:
_تا توپ تر دېوال واړاوه، ته به يې را اخلې.
_نه.
ټول غلي شول.
يوه وويل:
_تواب ته څه نه وايي، باغوان، له ملک کاکا سترګه کوي.
تواب د مکتب بکس دېوال ته ودراوه، يو هلک په بيړه ولاړ شو، د دواړو لاسونو ګوتې يې سره ور وستې، تواب پښه پرې کېښوده، غبرګ لاسونه يې د پخڅې سر ته ورسېدل، پښې ته يې زور ورکړ، له پورته مړې لوټې راولوېدې، درب شو، تواب په باغ کې و.
غلی کېناست، مخامخ يې وکتل، د مڼو ګنې ونې ولاړې وې.
مخکې لاړ، اوږه يې د يوې ونې څانګې ته سيخه شوه، لاندې، په شنه رشقه کې څو نيمخامه مڼې ولوېدې.
پرېووت، سپينه جنت کوکۍ ) پتنګ) والوته، د رشقې شنې پاڼې يې سترګو ته ودرېدې، سر يې پورته کړ، د ونو تر سپېرو تنو ور هاخوا د چنار له لښتو جوړه ځاله ښکارېده.
په بيړه يې شاوخوا وکتل، د توپ درک نه و.
کيڼ لاس ته تاو شو، کوهي ته يې وکتل، توپ د اوبو د را ايستلو ماشين ته نږدې پروت و.
ځير شو، کوهي ته د کوزېدو زينه ماته وه.
تواب يوه شېبه ودرېد، بېرته يې د دېوال خواته مخه کړه، درب شو، توپ يې پښو ته ولوېد.
تواب چيغه کړه، مخامخ پر دېوال ورغی، ټوپ يې کړل، لاسونه يې د دېوال سر ته ورسېدل، بېرته شاپه تخته پرېووت، يوه لويه لوټه راغله، ځان يې څنګ ته کړ، لوټه باد باد شوه.
باغوان ناره کړه!
_څوک يې؟
تواب د باغ د دروازې خواته منډه ور واخيسته، له مچلوغزې وار شوې ډبره يې تر غوږ تېره شوه، هلک ښوی له باغه ووت.
کور ته راغی، مور يې مخې ته ورغله، خو يو دم ځای پر ځای ودرېد، په چوتره کې ملک ناست و.
تواب کوټې ته لاړ، زړه يې خولې ته راغی، توپ کټ ته نږدې پروت و.
د هلک تبه شوه، پلار يې ډاکټر ته بوت، ماسختن له خويندو سره پرېووت.
سهار يې سترګې ورغړولې، سترګې يې رډې راوختې، په غاب کې مالټې پرتې وې.
کړپ شو، هلک پر خپل سر کمپله ور کش کړه، د کمپلې تر چولې يې ور وکتل، له سپينو خيرنو پايڅو تورې ډنګرې پښې راوتلې وې. ژر يې مخ لوڅ کړ، مور يې په کاچوغه کې دوا اچوله.
تواب په بيړه وويل:
_مالټې.
غولي ته يې وکتل، هېڅ هم نه و.
ښځې وويل:
_تر تا مې ځار کې، مالټو ته دې زړه شوی؟
د تواب سترګې رډې راختلې وې.
ښځې د هغه پر تندي لاس کېښود، ورو يې وويل:
_په دې څوړموني (پسرلي) کې مالټې له کومه شوې.
تواب غولي ته کتل. بيا يې دوا وخوړه، غلی پرېووت.
ساعت وروسته ولاړ شو، په چوتره کې يې نيکه د چيلم نلکۍ خولې ته نيولې وه، بوډا يو دم وخندل، له خولې يې سپين لوګی راووت، هلک يې تر لاس کش کړ، پر ځنګانه يې کېناوه، په خوند يې وويل:
_اوس لکه چې ښه يې؟
تواب خپل نيکه ته وکتل، لا يې پر شونډو له پرتو سپينو برېتو څخه خړ لوګۍ راووت.
تواب ورو وويل:
_ځم، له هلکانو مې د مکتب بکس راوړم.
ملک يودم چيغه کړه:
_بلا، وه بلا!
ښځه په بيړه راغله.
بوډا ټوخي واخيست، په زحمت يې وويل:
_بکس راوړه.
ښځه کوټې ته ننوته.
بوډا وخندل:
_بکس دې د عطاګي زوی راووړ، ويل يې چې په خاورو کې درنه پاتې و.
تواب غلی و.
بوډا وويل:
_له چا سره خو به دي نه و ي خوړلي؟
هلک د (نه) په بڼه سر وښوراوه.
ښځې وويل:
_هه!
تواب ور وکتل، مور يې بکس ورته نيولی و.
ورو ولاړ شو.
بوډا وخندل:
_چېرته؟
_ځم، کورنۍ وظيفه مې نه ده ليکلې.
تواب کوټې ته لاړ، کتابچه يې را واړوله، سترګې يې رډې راوختې، ورکړل شويو پوښتنو ته سم ځوابونه ليکل شوي ول.
بله کتابچه يې وکته. سوالونه حل وو.
ځان يې په کمپله کې ونغاړه، غلی کېناست.
قلم وخوځېد، تواب په راوتلو رډو سترګو ورته کتل. د کتابچې پاڼه واړول شوه، قلم وليکل:
_له ما مه وېرېږه.
تواب دېوال ته ور وښويېد.
قلم وليکل:
_مرسته غواړم!
هلک په ماته ګوډه ژبه وويل:
_ته، ته، څوک يې؟
وليکل شول:
_د يوه ليرې ستوري اوسېدونکی.
هلک لړزې اخيستی و.
قلم وليکل:
_زړه دې غټ ونيسه.
پر کتابچې لنډه رڼا راوګرځېده، رڼا د بوړبوکۍ غوندې پر خپل ځان را تاو شوه، يوه لوېشت ژوندی موجود ولاړ و.
موجود وويل:
_ماته جُوجُو ويلی شې.
تواب خپل ځنګنونه پر ټټر پورې ټينګ نيولي وو.
د جُوجُو د مردکۍ غوندې شنه سترګه وځلېده، په خوند يې وويل:
_هله نو، ډارن هلکان مې نه خوښېږي.
تواب غلی و.
د چرګې کوټ کوټ ته ورته غږ پورته شو:
_کوټ، کوټ، کوټ…
جُوجُو وويل:
_دا زموږ خندا ده.
غلی شو، په خوله کې يې د دواړو لاسونو نرۍ ګوتې ننه ايستې، خوله يې دواړو خواوو ته تر غوږو پرې شوه. په جدي انداز يې وپوښتل:
_ښه ښکارم؟
هلک په وېره ورته کتل:
جُوجُو وويل:
_سمه ده، که دې خوښه نه وي، نو زه درنه ځم، هيله لرم چې تر تا زړور انسان پيدا کړم.
يودم ورک شو.
تواب په بيړه له کوټې ووت، په چوتره کې ودرېد، نيکه يې په تېره بياتي د پزې وېښته اخيستل.
کلا ته يې وکتل، پلار يې د تراکتور په ماشين کې ګوتې وهلې.
بېرته کوټې ته لاړ.
غلی کېناست.
غږ يې واورېد:
_تراکتور نه شي جوړولای.
تواب سترګې ورغړولې، هېڅ هم نه و.
په رېږدېدلې غږ يې وويل:
_تا خراب کړی دی؟
سپينه رڼا پر خپل ځای را تاوه شوه، جُوجُو نری سيم پر غولي کېښود.
هلک په وېره وويل:
_ته ولې داسې کوې؟
جُوجُو پر غولي پروت توپ ته پښه ور وغځوله، درب شو، د لاټين نرۍ شيشه لاندې را تويه شوه.
تواب چيغه کړه!
_له دې ځايه ورک شه.
جُوجُو وخندل:
کوټ کوټ کوت…
هلک پيالې ته لاس کړ، پياله سيخه پر جُوجُو ورغله، د جُوجُو بدن دوه نيمه شو، يوه برخه يې تر پيالې پورته پاتې شوه او بله هم لاندې. بېرته يې د بدن دواړه ټوټې سره ورغلې، خندا يې زور ونيو:
کوټ، کوټ ، کوټ ….
تواب ودرېد، د کوټې دروازه په خپله پورې شوه.
جُوجُو وويل:
_تاوان مې نه خوښيږي، خو په يوه شرط، مرسته راسره وکړه!
ماتې کوکۍ (د ښيښې ټوټې) ټولې شوې، څراغ ودرېد، جوړه شيشه ور ولوېده.
تواب جُوجُو ته وکتل، نه جُوجُو و او نه هم نری سيم. ، له سرايه د تراکتور د چالانېدو غږ راغی. بېرته سپينه رڼا پر ځان را وګرځېده، جُوجُو وويل:
_ستاسو په حساب پوره دوې مياشتې دلته وم، ته مې څارلې، تر نورو زړور راته واېسېدلې.
تواب په رېږدېدلي غږ وويل:
_څه مرسته؟
جُوجُو پر خړ دېوال لاس تېر کړ، د کمپيوټر د سکرين غوندې لويه پرده راغله، عکس و، د جُوجُو غوندې موجود ښکارېده، خو تر جُوجُو په ونه لوړ و، نيم ګز، يا تر دې يو څه ډېر.
جُوجُو وويل:
_دا زموږ د مکتب مدير دی، په عکس کې دومره بد نه ښکاري، خو له نږدې يې مه ووينې، زړه به دې وچوي. بس، که په درس کې بې خونده وې، نو د غږ په ماشين کې دې اچوي.
جُوجُو غلی شو، يو دم يې وخندل:
_کوټ، کوټ ، کوټ…
تاسو په مکتب کې لښتې خورئ، خو موږ درد نه احساسوو، د جزا له پاره مو په يوه ماشين کې ږدي، د غږ ماشين ورته وايي، اواز يې لوی عذاب دی، بنيادم يې د اورېدو تاب نه لري.
جُوجُو يوه شېبه غلی و، بيا يې وويل:
_اصلي خبره پاتې شوه، زه بايد پنځم صنف ته لاړ شم، د کاميابۍ يو شرط دا دی چې د نورو ستورو د اوسېدونکو په اړه به تحقيق کوم. ملګري مې په کايناتو کې سره تيت شول، ما هم ځمکه ومونده، لومړی ايران ته لاړم، د مکتب يوه زده کونکي ته مې ځان ور وښود، زړه يې ودرېد. بيا مې ستاسو وطن ته مخه کړه، دا کلی مې وموند، خو که ته هم مرسته راسره ونه کړې، نو مجبور يم چې بل ځای پسې وګورم.
تواب په حيرانی ورته کتل.
جُوجُو پر دېوال لاس تېر کړ، سکرين ورک شو.
ويې ويل:
_ (نه) مه راته وايه.
تواب غلی و.
جُوجُو وويل:
_دوې ورځې په مکتب کې درسره وم، اوف، دې ته نو درس نه شو ويلای. ماشومانو يوازې کاغذي طيارې جوړولې، د معلمانو له خولو د چايو پيالې نه ليرې کېدې، خو موږ داسې نه يو، زحمت باسو، ستاسو په حساب په پنځوس کاله کې ايله پينځم صنف ته راورسېدم.
تواب په حيرانی ورته کتل.
جُوجُو وويل:
_ستاسو پنځوس ورځې، زموږ يوه ورځ ده، زموږ ټول کال، سل ورځې وي.
يودم يې وخندل:
_ پوښتنه دې ونه کړه چې څنګه؟
تواب غلی و…
_خير، زه به درته ووايم، زموږ ستوری تر ځمکې سل ځله لوی دی، خو کوچنۍ لمر لرو، ځکه مو ستاسو په حساب، ستوری په پنځوسو ورځو کې يو ځل پر خپل محور راګرځي.
تواب ورو وويل:
_نوته څو کلن يې؟
په خپل حساب لس کلن، خو ستاسو په حساب سلو ته رسېږم.
_نو تاسو څو کاله عمر کوئ؟
موږ ناروغي نه لرو، هر يو مو سل کاله چې ستاسو زر کاله کېږي، عمر کوي.
_اوبيا؟
_چې وخت مو پوره شو، په خپله اور اخلو.
_نو زه څه مرسته درسره کولای شم؟
_بس، ډېر دې نه پاذابوم، کله کله مالومات راکوه! اوس بايد لاړ شم، ماخستن راځم، خو ګوره، په خپله کوټه کې به يوازې يې.
جُوجُو ورک شو.
دوهمه برخه
* * *
تواب ماخستن خپلې کوټې ته لاړ، مور يې پسې ورغله، خو ده ويل چې نه وېرېږم.
په کمپله کې پروت و چې سپينه رڼا شوه.
جُوجُو وار له واره پر دېوال لاس تېر کړ، د کمپيوټر غوندې سکرين ته يې ګوته ونيوله، ويې ويل:
_زموږ خط نه شې لېدلی، برقي حروف دي، خو زه به د خپل تحقيق يوه برخه درته ولولم.
ستاسو د څنګ په کلي کې يو واده و، د ډوډۍ په وخت کلا ته يو زلمی راغی، ديارلس، څوارلس کاله به يې درلودل، خپله خور يې پسې غوښته، خو د کور خاوند يوه روپۍ کړ، ويل يې چې نا محرمه يې، په منډه يې له کوره و ايست، خبره خلاصه نه شوه، د کور خاوند د باندې پسې ورغی، کليوالو ته يې وويل، څو کسه پر هلک ور ټول شول، دومره يې وډباوه چې له اخه، ټوخه ولوېد، ويل يې چې زموږ خويندو، ميندو ته دې کتل. خو ماسپښين په همدې سرای کې دوو پياوړو ځوانانو ډول واهه، پېغلې پرې راګرځېدې، نه يې ځانونو ته پام وو او نه هم ټکريو ته، له څرخ سره به سپينې غاړې او خلاص ټټرونه ښکاره شول.
جُوجُو غلی شو، يو دم يې تواب ته وکتل، ويې ويل:
_پوښتنه، دا دوه ځوانان څوک ول؟
هلک په حيرانۍ ورته وکتل:
_ډمان
_له ټول کلي سره خپلوي لري؟
_نه
_محرم دي؟
_نه، خو په سيالانو کې يې نه ګڼو.
جُوجُو وخندل:
_کوټ کوټ کوټ… اه، نږدې دی چې له ډېرې خندا اور واخلم.
يودم غلی شو، پر شيشه يې لاس تېر کړ، ويې ويل:
_ستا ځوابونه مې وليکل، د تحقيق استاد به مې حيران شي، ماشوم محرم نه دی، خو دوو پياوړو ځوانانو ته نڅېدا محرمه ده. کوټ، کوټ، کوټ…. جُوجُو بچو، سم ځای ته راغلی يې، د تحقيق له پاره تر دې حيرانوونکي خلک نه شې موندلی. د دوی هر څه د سيالانو له پاره دي.
يودم غلی شو، ويې ويل:
_ګڼ کور مو دی، ټول مې وګڼل، نولس تنه ياست، څه سره کېږئ؟
تواب وويل:
_هغه چې ژېړه لونګۍ تړي، ډبل سپين برېتونه يې دي او ملک لالا ورته وايي، نيکه مې دی. چاچې تراکتور جوړاوه، هغه مې پلار دی، هغه بل ډنګر سړی مو تره دی، اته اولادونه لري، پنځه لوڼې او درې زامن.
_او تاسو؟
_زه او پنځه خويندي.
_ښه نو، اوس بايد خپلې سفينې ته لاړ شم.
تواب په حيرانی وويل:
_سفينه؟
_ستاسو په چوتره کې مې يوه ګرده جالۍ ولېده، بس لکه ټوکری، کورت يې لمر ته پکې ايښي وو، سفينه هماغه رقم شکل لري، ځمکې ته پکې راغلم.
_نو چېرته ده؟
په غونډيو کې مې يو ځای پټه کړې ده، اوس ځم، خو سبا به ټوله ورځ درسره يم.
جُوجُو ورک شو.
* * *
د سهار د چايو له پاره په چوتره کې دسترخوان هوار شو، نيکه بر سر، بالښت ته ډډه ووهله، ورپسې يې دوه زامن ځړېدلي سرونه غلي کېناستل، بيا تواب او درې نور هلکان راغلل، ټول د بتانو په څېر بې حرکته ول.
چوپه چوپتيا وه،کله کله به نيکه وټوخل، پيشو به ميو کړل، له غوجلې به د غوا رمباړه راووته.
پتنوس ورېږدېد، يوې پېغلې پيالې پر غولي کېښودې، بلې توره چايجوشه راوړه.
د تواب پلار چايجوشې ته لاس ور وغځاوه، پياله يې ورته ونيوله، نيکه يودم چيغه کړه!
_بلا ، وه بلا!
د تواب مور په بيړه راغله، ودرېده، ټکری يې پر مخ ورکش کړ، په خواره خوله يې وويل:
_څه وايي، ملک لالا؟
_سترګې لرې که نه، ساده چای دې راوړی دی.
ښځې د خپل خاوند په لاس کې نيولې پيالې ته وکتل، په رېږدېدلي غږ يې وويل:
_خو ما نجلۍ ته د شيدو له چايو ډکه چايجوشه ورکړه.
د بوډا تندی ترېو شو:
_نو زه دورواغ وايم!
ښځې منډه واخيسته، شېبه وروسته نيکه د شيدو له چايو ډکه پياله خولې ته نيولې وه.
د تواب اوږه درنه شوه، تر څنګ يې ور وکتل، هېڅ هم نه و.
تواب ورو وويل:
_ته وې؟
ناستو کسانوپه حيرانۍ تواب ته وکتل، هلک وارخطا شو، په بيړه ودرېد.
نيکه وويل:
_پياله دې ډکه ده.
_زړه ته مې نه کېږي. ناوخته دی، مکتب ته ځم.
کوټې ته يې منډه کړه، بکس يې را واخيست او له کلا ووت.
د جُوجُو غږ يې واورېد:
_که پولې ته وخېژې نو ښه به وي، لوند خيشت دې کړم.
تواب خپلو پښو ته وکتل، پايڅې يې لندې وې، دی په لنده شوتله کې روان و.
شاته تړلی بکس يې دروند شو، جُوجُو وخندل:
_دا ځای بد نه دی.
د هلک تندي ګونځې پيدا کړې:
_تا بايد چايجوشه نه وای بدله کړې.
جُوجُو وويل:
_يوه پوښتنه؟
_وايه.
_نجونو او ښځو ساده چای خوړ، خو نارينه وو او هلکانو ته د شيدو له چايو ډکه چايجوشه ور وړل شوه، ولې؟
تواب وويل:
_نيکه مې وايي چې هغوی نجونې دي، بلا يې نه وهي.
جُوجُو وخندل:
_کوټ، کوټ،کوټ… هغوی ګېډې نه لري!
يودم مړې دوړې راغلې، تواب وټوخل، دنوې لانډکروزر موټر په دروازو کې سهارني لمر ژېړې ليکې ايستلې وې، له ټايرونو يې خاورې پورته کېدلې.
جُوجُو وويل:
_سړکونه مو ډېر خراب دي.
د تواب تندی تريو شو:
_حکومت بلا وهلی.
جُوجُو وويل:
_تېره اونۍ د ولسوالۍ بازار ته لاړم، دوه شيان ډېر ول، سوالګر او موټر…
هلک په خبره کې ورولوېد:
_موږ هم دوه موټره لرو، په دوه سېټه ټيوټا کې مې نيکه ګرځي، سراچه يې د کور د سودا له پاره درولې ده.
جُوجُو وپوښتل:
_نو دا د کليو سړکونه ولې د سيمې خلک نه جوړوي؟
تواب غلی و.
جُوجُو وويل:
_ګوره، ما دوې مياشتې دلته تېرې کړې، هر پنځم، يا شپږم کور موټر لري، موټر سايکل خوله حسابه تېر دي، خو د سړک جوړولو ته يې ملا ماته ده، ټول خلک حکومت او موسسو ته ماتله دي، بس، نوره ګټه خو يې در ونه رسېده، جوړ سړکونه يې خراب کړل.
تېره اونۍ دوو دهقانانو ته ور وګرځېدم، دواړه په خپل مينځ کې غږېدل، له وچکالۍ يې شکايت درلود، ويل يې چې د موسسې درک ونه لګېد، کارېز وچ دی، فصلونه مو له تندې وسوځېدل. يو بل تن راغی، له عمره پوخ و، ويل يې چې پخوا خو دا موسسې نه وې، کارېز به مو په اشر پاکاوه، بد يې اموخته کړو، تر څو به د نورو خيرات ته ناست يو.
د ټوپک ډز شو، يوه پختکه راغله، د تواب پښو ته نږدې په راشنو شويو پيازو کې ولوېده.
جُوجُو په غوسه وويل:
_دا چا ووېشته؟
تواب مخامخ ګوته ونيوله، د چنار له ګڼو ونو يو ځوان راووت، ښکاري ټوپک يې په لاس کې و، يوې بلې خواته يې کتل.
د پيازو په شنو ډکو کې سپېنه رڼا راتاو شوه، پختکې ټوپ کړل، جُوجُو تر جوړ وزر ونيوله، د پختکي پر مات وزر يې له روڼ پلاستيک جوړ لاس تېر کړ، وېنه ودرېده، پختکه والوته.
جُوجُو پسې غږ کړ:
_سمه ده، خو له انسانانو ليرې ګرځه!
جُوجُو ورک شو، د تواب اوږه درنه شوه.
جُوجُو وويل:
_پختکې مننه کوله، ويل يې چې تر انسانانو ښه ياست.
تواب وويل:
_ته د مرغانو په ژبه پوهېږې؟
_زما ډېر کمالونه زده دي، راځه، دا کربوړی به راوغږوم.
تواب مخامخ وکتل، زړه يې خولې ته راغی، د کچالو په جووه کې غټ کربوړی پروت و.
تواب له ځمکې يوه لويه ډبره ورپورته کړه.
جُوجُو په بيړه وويل:
_پام
بکس سپک شو، جُوجُو د کربوړي تر څنګ ولاړ و.
د هلک ګوتې خلاصې شوې، ډبره ولوېده، له پولې مړه دوړه پورته شوه.
جُوجُو وويل:
_کربوړی ډېر خواشينی دی، وايي چې له انسانانو پزې ته راغلي يو، موږ هېڅ تاوان نه دی ور رسولی، په مخه نه ورځو، خو دوی تل بېلچې راپسې اخيستې وې، نسل يې را ورک کړ.
تواب په خبره کې ور ولوېد:
_خو کربوړي خطرناکه دي.
جُوجُو وويل:
_داسې انسان راوښيه چې کربوړي کوم ازار ور رسولی وي؟
د هلک سر وځړېد.
جُوجُو وخندل:
_زما په فکر انسان تر هر څه مضر او خطر ناکه دی، يوازې خپل ځان ته اهميت ورکوي، دا نه وايي چې د ځمکې نور موجودات هم د ژوند کولو حق لري او که نه.
تواب وويل:
_داسې هم نه ده، ګل ماما ته وګوره، که غوايان نه وای ورباندې ګران، شنه رشقه به يې نه ورته رېبله.
جُوجُو وخندل:
_خو د غوايانو نظر هم مهم دی.
تواب له شنو غنمو تېر شو، ګل ماما ته يې له ليرې سلام ور واچاوه، غوايي ته ودرېد.
جُوجُو وويل:
_پر څښتن دې ګران يې، تازه رشقه درته رېبي.
برګ غوايي رمباړه کړه.
جُوجُو وويل:
_غوايی ګيله کوي، وايي، ته خو انسان نه يې،نو بيا ولې داسې کم عقله پوښتنه کوې؟
هلک په بيړه وويل:
_ولې؟
تور غوايي رمباړه کړه.
جُوجُو وويل:
_ستا پوښتنه مې ور ورسوله، غوايی وايي، پلار يې ټول عمر د ګل ماما ځمکې واړولې، خو کله چې زوړ شو او له کولبې ووت، د قصاب چاړې ته يې سيخ کړ.
برګ غوايي رمباړه کړه.
جُوجُو وويل:
_سخت ناروغه دی، خو بايد ځمکه واړوي، که يې ځان جوړ ونه ښود، څښتن يې خيرات منلی.
تواب روان شو.
جُوجُو وويل:
_پوه شوې؟ ګل ماما له غوايانو سره مينه نه لري.
تواب وويل:
_مچانو ته هم بايد څه ونه وايو.
_ اه ګرانه! مچان له تاسو سره کومه علاقه نه لري، خپل ځانونه پاک وساتئ، مچان څه بلا درنه غواړي.
د مکتب تر دېواله، يو خوار سپی راتاو شو، کوړنچ يې وهل، تېږه يې پښې ته سيخه شوې وه، ډله هلکانو منډې پسې وهلې.
جُوجُو وخندل:
_سپی وغږوم؟
تواب د مکتب په دروازه ننوت، اوږه يې سپکه شوه.
* * *
ماسپښين دوې بجې وې، تواب لويه چايجوشه تر لاستي نيولې وه، د پولې پر سر پر يوه خوا کوږ تلو. چايجوشه يودم سپکه شوه.
تواب وويل:
_ښه وخت راغلې.
د جُوجُو غږ يې واورېد:
_چای دی؟
_هو.
_نو چېرته يې وړې؟
_زړه کلا مو تنګه ده، نيکه مې وايي چې ډېر يو، ګذاره مو نه پکې کېږي، نوې ابادي يې شروع کړې ده.
هلک د باغ تر دېواله را تاو شو، يو چا غږ کړل:
_تشه چايجوشه دې راوړه؟
تواب يو دم کوږ شو، پر خړ پوټي تورچای پرېووت، پورته يې وکتل، يوه ګردي سړي د کلا د دېوال پخڅه تراشله.
هماغه سړي وخندل:
_د ملک لالا لمسی ځوان شوی دی، له ډکې چايجوشې سره نيغ روان و.
تواب کلا ته ور ننوت، دوو کاريګرو په خټه کې غوايي ګرځول.
هلک توره چايجوشه پر غولي کېښوده. نيکه يې د لرګي پر زينه ولاړ و، لکڼه يې په پخڅه کې تر پرې شوې سوري ايستلې وه.
جُوجُو وويل:
_ملک لالا دې ولې لکڼې ته سترګه پټه کړې ده، لکڼه خو ټوپک نه دی؟
تواب د دېوال سيوري ته د خرې پر کته کېناست.
جُوجُو وويل:
_په دېوالونو کې يې دا سوري ولې پرېښي دي؟
_د دښمن له پاره.
_ له چا سره بدي لری؟
تواب خپله ککرۍ وګروله:
_نه
ملک وخندل:
_ها زويه، چای دې راووړ؟
تواب ور وکتل، نيکه يې په احتياط له زينې ښکته کېده.
تواب ورغی، ورو يې وويل:
_ملک لالا، موږ بدي دار يو؟
ملک په حيرانۍ ور وکتل:
_نه!
نو په دېوال کې دا سوري د څه له پاره دي؟
بوډا وخندل، د هلک پر سر يې لاس کېښود، ورو يې وويل:
_د تربرونو له پاره.
روان شو، کاريګرو ته ور وګرځېد.
جُوجُو وويل:
_دا ټکی مې نوی واورېد، تربرونه ، ځناورو ته واياست؟
_نه، د تره زامنو ته..
_نو هغوی ولې وژنئ؟
تواب خپل نيکه ته منډه ور واخيسته، هغه ته مخامخ ودرېد، په خواره خوله يې وويل:
_د تره زامن مې راباندې ګران دي، نه غواړم چې هغوی ووژنې.
لومړی ملک وخندل، بيا ناستو کاريګرو خندا ورسره بدرګه کړه.
يوه کاريګر وويل:
_هلک دی، ماغزه يې خام دي، نه پوهېږي.
تواب په حيرانۍ ورته کتل.
تر دېوال له عمره پوخ، ډنګر سړی راتاو شو، ږېره يې لنډه وه، غټې کڅوړنې سترګې يې درلودې، تر سپينې زړې خولۍ يې لانده وېښته راوتلي ول.
ملک په خند ا وويل:
_اه، سرمالمه، راځه.
د تواب غوږ وتخڼېد.
جُوجُو وويل:
دا سړی مې د مکتب په اداره کې وليد.
تواب وويل:
_زموږ سر معلم دی.
معلمانو ته يې خشکې کولې، ويل يې چې يو هم د زړه له اخلاصه صنف ته نه ورځي.
جُوجُو غلی شو، يودم يې وويل:
_پوښتنه وکه!
_څه؟
_راته ووايه چې د معلمانو ځواب څه و؟
_ښه، ووايه!
_ معلمان ټول په يوه خوله ول، پنځه زره افغانۍ يې کمې ګڼلې، ويل يې چې په دې تنخوا ستوني نه شو ورته څيرولای، خو د سرمعلم دليل دا و چې دوی په زور نه دي راغلي، تنخوا مالومه ده، که يوه وي، که سل، دوی منلې، نو بايد چې د زړه له اخلاصه درس ورکي.
تواب په خبره کې ورولوېد:
_قناعت يې وکړ؟
په اوږه يې چونډۍ ور ولګول شوه:
_وار راکه. د سرمعلم خبرې لا پاتې دي، ويل يې چې په دې مکتب کې ستاسو اولادونه هم درس وايي، د هغوی له پاره يو څه زحمت ومني، خو د معلمينو ځواب دا و چې له خپلو اولادونو سره په کور کې درس وايي. بس، سرمعلم ستړی شو، خو يوه هم قناعت ونه کړ.
د ملک خندا راغله:
_ياره سرمالمه، شپاړس کاله درس دې چټي راته ښکاره شو.
تواب ور وکتل، نيکه او سرمعلم د کوټو پر کېندل شوي تهداب راګرځېدل.
ملک په خندا وويل:
سرمالم نوې وکړه.
په کارېګرو کې يوه ور غږ کړل:
_څه وايي؟
_وايي چې نخشه مې خوښه شوه، خو په يوه کوټه کې د کتابونو د اېښودلو له پاره المارۍ ته هم ځای پرېږده.
پخڅه تراش له پاسه ور غږ کړل:
_کتابونه خو ده ويلي دي، څه خير يې پکې وکه، زوړ شو، خو نوې خولۍ يې ونه مونده.
ټولو وخندل.
جُوجُو وويل:
_دا خبره په ليکلو ارزي، په دې وطن کې پوه سړی ناپوه دی او ناپوه هم عاقل.
درېيمه برخه
* * *
د تواب غوږ وتخنيد، څنګ يې بدل کړ، پزه يې کش شوه، سترګې يې رڼې کړې، جُوجُو پر بالښت ناست و.
تواب په خوبولي غږ وويل:
_نيمه شپه ده.
جو جو بسترې ته ور ټوپ کړل، لاس يې پر دېوال کېښود، کوټه سپينې رڼا ونيوله، ويې ويل:
_نن مې يو څه ولېکل، درته وبه يې لولم.
تواب کېناست.
جُوجُو وويل:
_مازېګر د غونډۍ د کلي په فصلونو کې ګرځېدم، يوه مرغی مې ولېده، د توت په ونه کې ناسته وه، نږدې ورغلم، په ستوني کې به يې سا راټوله کړه، د ټټر سرې، مړې بڼکې به يې وپړسېدې، خوندور غږ به يې له ژيړې مښوکې راووت.
ډز شو، مرغی والوته.
د ټوپک په غږ پسې ورغلم. له يوه کوره چيغې راتلې، پر دېوال ورته کېناستم، څو ښځو له يوه ځوانه ټوپک ووړ. خو ځوان زورونه وهل، بيا د يوې پيغلې له خولې وينو داره وکړه، ځوان د ټوپک پر کنداغ وهلې وه، نجلۍ ړنګه شوه، ځوان له کوره ووت، مخامخ دروازې ته يې ټوپک ونيو، ټک، ټک، ټک… د کلا دروازه سوری، سوری شوه.
هماغه کورته مې ورټوپ کړل، هلته هم همدا حال و، ښځو چيغې وهلې، يوه تنکي ځوان ټوپک پسې غوښت.
له جوماته ډله خلک راووتل، دروازې ته ولاړ ځوان يې په زور په خپل کور ننه ايست.
. له چا به مې پوښتنه کوله. بس، په باغ کې وېرېدلو چرګو ته ورغلم، يوه سره چرګه خپلو چرګوړو ته په غوسه وه، ويل يې چې له بنيادمانو څه بلا غواړئ. کيسه را مالومه شوه، چرګوړي شنو غنمو ته ور ګډ شوي ول، د پټي خاند د لوټو وارونه ورباندې کړي وو، خو په مقابل لوري ښه نه وه لګېدلې، ټوپک يې را اخيستی و. ټک، ټک، ټک.
چرګوړو ته مې وکتل، سرونه يې ځړېدلي وو، د پښو په تېرو نوکانو يې ځمکه کېندله.
جُوجُو غلی شو، تواب ته يې وکتل،ورو يې وويل:
_وړه موضوع وه، خبرې يې غوښتې. ټوپک ته حاجت نه و.
تواب وچې سترګې ورته نيولې وې…
جُوجُو وويل:
_له هغه ځايه دې خوا ته راتلم، خو په لاره کې يوې کلا ته ور وګرځېدم، د کلا د لويي دروازې تر مخ ډله ماشومانو مردکۍ کولې، ټول خېرن ول، د کميسونو غاړې يې برېښېدلې، خيرنې وې، ښويه خيرې. په چاودو ګوتو کې يې رڼې مردکۍ ښې نه ښکارېدې.
بس، بل څه په خولو نه ورتلل، ستا مور… ستا خور…د خره بچيه… غالۍ دې وکړې.
سيوري ته ناستو لويانوهېڅ هم نه ورته ويل، خو تر دوی پيشو ښه وه، زوی يې د کادانې د بام پر سر ناست و، مور يې راغله، تور پيشينګوری يې په خوله کې ونيو، ويې ويل چې له بنيادمانو به څه زده کړې.
يوه شېبه کېناستم، لويانو يوازې د نسوارو په اړه خبرې سره کولې، يوه ته د نسوارو رنګ مهم و، بل ته يې نشه، اه، څومره بېغمه خلک.
جُوجُو غلی شو.
يودم د کلا دروازه وټکېده.
جُوجُو په بيړه پر دېوال لاس تېر کړ، رڼا ورکه شوه.
تواب له کوټې ووت، دروازې ته ودرېد، ويې ويل:
_څوک يې؟
د دروازې له شا وارخطا غږ راغی:
_زه يم، لال مامد.
له يوې کوټې بل څراغ راووت.
تواب دروازه خلاصه کړه، د څراغ رڼا په وارخطا سړي ولګېده.
سړی تر توابه مخکې شو، کلا ته ننوت، په خواره خوله يې وويل:
_باتوره، د خدای روی ومنه، د زڼکو ( هلکانو) مور مې په اولاد ناروغه ده، تر ښاره يې ورسوه.
د تواب پلار خپل کيڼ لاس د څراغ رڼا ته ورنږدې کړ، په خوبولي غږ يې وويل:
_په دې نيمه شپه به تر ښاره څنګه ځو، د موټر دوه ساعته لاره ده.
سړي خواست کاوه.
باتور د موټر په کيلي پسې لاړ.
شېبه وروسته د موټر د چالانېدو غږ واورېدل شو، پر مخامخ دېوال تېزه رڼا ولګېده، موټر له کلا ووت، لال مامد د موټر د څراغونو تر ژېړې رڼا مخکې منډې وهلې…
تواب دروازه پورې کړه، کوټې ته راغی، اوږد وغځېد، د جُوجُو درک نه و.
د هلک سترګې سره ورغلې، يو وخت يې د موټر هارنونه واورېدل، د باندې ووت، ژېړه رڼا د کلا د لرګينې دروازې له چولو څخه راوتلې وه. تواب دروازه خلاصه کړه، موټر د کلا مينځ ته راغی، تواب له پلاره د ناروغې مېرمنې پوښتنه وکړه، لنډ ځواب يې واورېد:
_په لاره کې مړه شوه.
هلک برج ته وخوت، د کلي له مينځه چيغې راتلې، په تنګو کوڅو کې بل څراغونه د لال مامد کور ته ور روان ول.
* * *
نيکه په غوسه و، سپکې سپورې يې ويلې. تواب تر کړکۍ ور وکتل، د سهار خړه وه، نيکه په ډېران کې ګرځېده. هلک د باندې ور ووت، ښځې او نجوني په چوتره کې ولاړې وې،وارخطا ښکارېدلې.
بوډا په ګوتو کې نيولی کاغذ پورته ونيو، په خشکه يې وويل:
_زما کوټه چا جارو کړه؟
د تواب مشره خور د خپلې مور تر شا ودرېده.
نيکه چيغه کړه!
_بلا، وه بلا!
ډنګره ښځه مخکې ورغله:
_څه وايې، ملک لالا!
_دا کاغذونه چا پر ډېران اچولي دي؟
ښځې چوترې ته وکتل، لور يې لړزې اخيستې وه.
ښځې په خواره خوله وويل:
_ملالۍ.
نيکه چيغه کړه!
_دا سپۍ په دې نه پوهېږي چې د ځمکې اسناد دي؟
ښځه لړزېده.
نيکه وويل:
_يوه بله پاڼه ام ورسره وه.
ښځې له چوترې راکښته شوې، ټولې په ډېران کې ګرځېدې، نيکه په غوسه کوټې ته ننوت.
د تواب اوږه درنه شوه، جُوجُو وويل:
_د غواوو پښې وګوره!
تواب ورغی، پاڼه يې له لندو خوشايو راپورته کړه، لستوڼی يې پرې تېر کړ، کوټې ته ننوت. نيکه په غوسه و، تواب پاڼه بوډا ته ونيوله. په منډه له کوټې ووت.
تواب په چوتره کې کېناست، د لمر ژېړه وړانګه د مخامخ برج د بام له سرداوه په راوتليو لرګو لګېدله.
يودم چيغې شوې، ملالۍ په منډه له دالانه راووته، ګيلاس يې تر سر تېر شو، د کوټې پر لويه شيشه ورغی، شيشه دړې وړې لاندې راولوېده.
تواب په بيړه دالان ته ورننوت، پلار يې په غوسه و، ښځو ته يې ښکنځلې کولې ويل يې چې ړندې دي، د جايداد کاغذونه هم نه پېژني.
تواب يوه شېبه په وره کې ودرېد، ښځې وارخطا وې، له تناره سرې لمبې راوتلې، په شکور کې د پرتو ذغالو پر سر تک تور مچان ناست ول.
هلک بېرته چوترې ته لاړ، د څنګ له کوټې د ملالۍ د ژړا غږ راتله، ورغی، خور يې کونج ته ناسته وه، اوښکې يې نه تم کېدې.
تواب کادانې ته لاړ، په دېوال کې ټومبلی لوی لور يې ور واخيست، له کلا ووت. کيڼ لاس ته تاو شو، شنه فصلونه ول، سهارني لمر د غنمو له شنو وږو ژېړه رڼا پورته کوله.
هلک شوتلې ته ودرېد، څو لوره يې ور واچول، غلی پر پوله کېناست.
د جُوجُو غږ يې واورېد:
_ها! تندی دې سم ونيسه، خواشينی ښه نه ښکارې.
تواب ور وکتل، جُوجُو يې تر څنګ ناست و.
تواب وويل:
_نيکه مې سهار له جوماته راته، د کلا د مينځ په ډېران يې د ځمکي قواله موندلې وه.
جُوجُو په خبره کې ور ولوېد:
_پوهېږم.
تواب په غوسه وويل:
_خور مې غټه نجلۍ ده، خو تر اوسه لا د کار کاغذونه نه پېژني.
يوه سپينه جنت کوکۍ راغله، د جُوجُو پر رڼه ککری کېناسته، جُوجُو وخندل:
_کوټ، کوټ، کوټ… مه مې تخنوه.
جنت کوکۍ والوته، جُوجُو، هلک ته وکتل، ورو يې وويل:
_ښه، نو ته د کاغذونو په ارزښت پوهېږې؟
تواب غلی و.
جُوجُو وويل:
بيګا د لال مامد مېرمن مړه شوه، سهار دې خور د ځمکې قواله جارو کړه. ولې؟
تواب په حيرانی ورته کتل.
جُوجُو وويل:
_که تا مکتب نه وای ويلی، ډاډه يم، د ځمکې له قوالو به دې کاغذي کيشتۍ جوړولې.
تواب غلی و.
جُوجُو وويل:
_په ټوله ولسوالۍ کې يوازې يو مکتب دی، هغه هم د هلکانو له پاره، نو خوارکۍ نجونې څه ملامتې دي، هره ورځ کوټې جارو کوي، په کوم کاغذ پسې به ګرځې چې د کار دی که بېکاره. که همدې نجونو مکتب ويلی وای، نو په سيمه کې به مو ډاکټره درلودی، د لال مامد ښځه به يې ولې نيمه شپه په خامو لارو تر ښاره وړله.
تواب ولاړ شو، لور يې ور واخيست، يوه پنډه شوتله يې ورېبله. کور ته لاړ، شوتله يې په اخوره کې واچوله، په چوتره کې دسترخوان ته کېناست.
نيکه ته يې وکتل، لا يې ټنډه تروه وه. غوږ يې وتخڼېد، جُوجُو وويل:
_بوډا ته ووايه چې په سيمه کې مو ولې د نجونو مکتب نشته؟
تواب جټکه وخوړه، له چايو ډک ګيلاس کوږ شو. پلار يې په غوسه وويل:
_پام!!!
تواب وويل:
_نه شم کولای.
بوډا په حيرانۍ ورته وکتل.
تواب په منډه کوټې ته ننوت. جُوجُو پر بستره ناست و.
تواب په غوسه وويل:
_نه شم کولای. نيکه ته کاوړ (غوسه) ورځي.
جُوجُو په خبره کې ور ولوېد:
_خو زه بايد ورباندې پوه شم.
_نن جومه ده، مکتب ته نه ځم، نيکه د چيلم د څکولو په وخت کې خشکې نه کوي.
ساعت ووت، د لمر ژېړه وړانګه د کوټې د يواځينۍ دريڅې پورتنۍ برخه روښانه کړه.
تواب وويل:
_اوس يې وخت دی.
د باندې ووت، نيکه په چوتره کې يوازې ناست و، له خولې يې خړ لوګی راووت.
تواب غلی کېناست. بوډا ور ونه کتل. د هلک پر اوږه چونډۍ ولګول شوه. تواب وويل:
_ملک لالا! دلته ولې د نجونو مکتب نشته؟
بوډا يو دم وټوخل، په ټوخي کې خندا ورغله:
_خوب دې ليدلی!
_نه، يوازې يوه پوښتنه وه.
بوډا چيغه کړه!
_بلا ، وه بلا! ساده چاې دې پسې څه کړ؟
له دالانه ښځينه غږ راغی.
_تيار دی، اوس يې دروړم.
نيکه وويل:
_ګوره بچو، په داسې چټياټو دې سر مه خرابوه.
تواب په رېږديدلي غږ وويل:
_که ملالۍ مکتب ويلی وای، نو د ځمکې کاغذونه به يې پر ډېران نه اچول.
د بوډا د تندي ګونځې ژورې شوې:
_زه د هلکانو مکتب نه غواړم، ته د نجونو د مکتب کيسې راته کوې. ورک شه!!!
تواب په منډه کوټې ته ننوت.
جُوجُو وويل:
_وبخښه.
تواب پر تړلی بسترې کېناست.
جُوجُو وويل:
_مور دې بلا نومېږي؟
تواب په حيرانۍ ورته وکتل.
_نه
_نو نوم يې څه دی؟
د تواب تندی تريو شو:
_نه شم ويلای.
_ولې؟
تواب غولي ته کتل….
جُوجُو وويل:
_يوه ټکي ته مې پام شو، وړې نجونې نومونه لري، زرمينه، طاهره، ملالۍ…خو چې غټه شوه او واده يې وکړ، بيا يې نوم بدلېږي. تورسرې، سياسره، کډه، عاجزه، د حيوانانو مور ، بلا … .دا ولې؟
تواب په غوسه وويل:
_دا مه راته وايه چې له نيکه وپوښته.
جُوجُو وخندل:
_اه، ګرانه! سپکه مې نه در باندې لورېږي، خو که ورباندې پوه شم، بده به نه وي.
تواب فکر يووړ، يو دم يې وويل:
_راځه.
هلک د باندې ووت، د کلا دروازې ته ورغی، شنه فصلونه ولاړ ول، د دهقان کوچني زوی د پيازو له نريو ډکو څخه واښه ليرې کول.
تواب پر پوله ورته کېناست، د ځان په منګ هلک ته يې وويل:
_پلار دې څه نومېږي؟
هلک وخندل:
_نوي خو نه يو راغلي، باز مير.
_ښه نو، د مور نوم دې څه دی؟
هلک يو دم ولاړ شو، تواب يې تر ګرېوانه ونيو، دواړه له اوبو ډک لښتي ته ولوېدل.
بازمير راغی، خپل زوی يې له وليو ونيو، خو هغه زورونه وهل، په هوا کې يې تړلي سوکان تاوېدل.
تواب له اوبو پورته شو، پر خوله يې لستوڼی تېر کړ، وينې وه.
د بازمير زوی په دوه_ دوه کېده، زورونه يې وهل…
وخت ووت، جنګ سوړ شو، بازمير د شخړې علت وپوښت، زوی يې وويل چې زما د مور نوم يې غوښت.
سړي ته غوسه ورغله،تواب ته يې وکتل، په کاوړ يې وويل:
_ته بد اخلاقه يې، نيکه ته دې وايم.
تواب روان شو، نېغ کور ته لاړ، د مکتب کتابونه يې راوپلټل.
جُوجُو وويل:
_پزه دې هم وينې ده.
تواب په دېوال کې ټومبلې وړې اينې ته ودرېد، د مور ټکری يې پر پزه تېر کړ، بېرته په خپل ځای کېناست.
جُوجُو وخندل:
_نو ته بد اخلاقه يې؟
هلک په غوسه ور وکتل.
جُوجُو وويل:
_ټوکه وه.
تواب يو کتاب ور واخيست.
جُوجُو وويل:
_ښه نو، د ښځې د نوم اخيستل بد اخلاقي ده!
تواب په خبره کې ورولوېد:
_نه پوهېږم، خو دوی يې شرم ګڼي.
د کلا دروازه وټکېده، تواب ورغی، سرمعلم ولاړ و، ملک يې غوښت.
هلک د نيکه د کوټې خواته منډه کړه، نه و، دالان ته ورغی، له موره يې پوښتنه وکړه، بېرته لويې دروازې ته ور نږدې شو، سړی يې وپوهاوه چې نيکه په کور کې نشته.
سرمعلم ګام واخيست، خو تواب يې تر مخ ودرېد، سر يې وځړېد، ورو يې وويل:
_نيکه مې مور ته بلا وايي، پلار مې د سياسرې نوم ورباندې اېښی، تره مې خپله ښځه عاجزه بولي. دا ولې؟
سرمعلم وخندل:
_په اصلي نومونو يې شرمېږي.
تواب وويل:
_په رښتيا هم، شرم دی؟
سړي د تواب پر سر لاس ور تېر کړ، ورو يې وويل:
_زموږ د پيغمبر مور بي بي امنه نومېده، مېرمن يې بي بي خديجه وه، لوريې هم بي بي فاطمه. که شرم وای بيا مو په همدې نومونو نه يادولې.
سرمعلم روان شو، تواب يوه شېبه د دېوال سيوري ته کېناست، د نوې کلا پخڅه د کلي له ټولو کورونو لوړه وه، خو لا هم خټې پرې تپل کېدې، ورهاخوا د غره پر څوکه، د سپينو واورو سېکه لا نه وه ختلې.
څلورمه برخه
* * *
تواب تر پړي لاس تاو کړ، د څاه د څرخ غنجا شوه، ډکه بوکه راوخته، جُوجُو د رڼو اوبو پر سر ناست و.
تواب په بيړه وويل:
_په څاه کې دې څه کول؟
جُوجُو ټوپ کړل، د هلک پر اوږه کېناست:
_له څونګښې مې مالومات غوښتل، ژوند يې سخت و، په تياره کې اوسېده، خو شکايت يې نه درلود، ويل يې چې ښه ده، انسانان نه وينم.
تواب ډکه بوکه په سطل کې تشه کړه، سطل يې کوچني سخوندر ته کېښود.
جُوجُو وويل:
_ښه يې نه ساتې. ورته وګوره، وربوز يې له اوبو نه پورته کېږي.
تواب په بيړه وويل:
_ پلار مې.
جُوجُو ورک شو.
باتور په چوتره کې ودرېد، په زوټه يې وويل:
د مېلمنو د کوټې کونجي (کيلي) راوړئ!!
ډنګره ښځه په بيړه له کوټې راووته. په سره سپڼسي کې پېيلې کونجي يې سړي ته ونيوله.
باتور له کلا ووت.
تواب ګړندي ګامونه واخيستل، د مېلمنو کوټه د کلا په دېوال پورې نښتې وه. هلک کوټې ته ور ننوت، نيکه د اوږدې کوټې په بر سر کې ناست و، له مېلمه سره يې خبرې کولې.
تواب سړي ته لاس ورکړ، وره ته نږدې کېناست. مېلمه ته يې وکتل، تياره وه، څېره يې ړنګه ښکارېدله. پلار يې راغی، د ګاز پر ډبې پورې تړلې جالی ته يې اورلګيت ونيو، له فشس سره پر سړي ژېړه رڼا ولوېده. مېلمه له عمره پوخ و، ول ول خيرنه لونګۍ يې تړلې وه، د تورې پزې پر پلنه څوکه يې د کالدانې داغ ښکارېده.
د تواب زړه تنګ شو، کور ته لاړ، مور يې پر نغري د بخار دېګ اېښی و، لندو بوټو خوله نه اخيسته، ښځه په لوګي کې پټه وه.
تواب د تراکتور ټيلې ته ورغی، ګېلنه يې راپورته کړه، بېرته نغري ته راغی، ګيلنه يې کږه کړه، تر بوټو شنه لمبه راتاوه شوه.
تواب خپلې مور ته وکتل، په سترګوکې يې د دېګدان لمبه ښکارېدله.
تواب يوه شېبه ودرېد، بيا يې په سر کې څړېکه شوه، نرۍ درد يې تر تندي پورې راغی، کوټې ته لاړ، اوږد پرېووت.
وخت ووت. له چوترې يې د پلار غږ راغی، د تواب پوښتنه يې کوله. تواب دالان ته ننووت، بدنۍ او چلمچي تيار ول. نېغ د مېلمنو کوټې ته لاړ، د مېلمه له لاسونو خړې اوبه تويې شوې.
پر دسترخوان د لندې ډوډۍ دوې کاسې کېښودل شوې. تواب وره ته نږدې کېناست. مېلمه ته يې وکتل، له هرې ګولې وروسته به يې د لاس يوه يوه ګوته څټله، د غوښې وار شو، د تواب تره پر يوه هوار پاستي، غوښه په څلورو برخو تقسيم کړه، مېلمه ته يې وکتل:
_ستا يې تر څو؟
مېلمه په ډکه خوله وويل:
_تر لسو.
سړي له يوه سره حساب پيل کړ، يو، دوه، درې…. ده به په هره برخه غوښه خپله ګوته اېښودله، لسمه شمېره پر يوه غوړه برخه راغله، هماغه برخه غوښه يې د مېلمه تر مخ کېښوده. پاتې برخې هم په همدې توګه تقسيم شوې. ښه شېبه ووته، ژامې خوځېدلې. تواب د خپل پلار غږ واورېد:
_درغله.
ور ويې کتل، مېلمه ته يې يوه غټه ګوله نيولې وه.
مېلمه وويل:
_بس دی، نه يې شم خوړلی. خو د باتور لاس هماغسي په هوا کې پاتې و، مېلمه ګوله ور واخيسته.
د تواب تره هم په پاستي کې غوښه ونغاړله، غټه ګوله يې ترې جوړه کړه، مېلمه نه خوړله، خو د تواب تره ټينګار کاوه چې د پسه لم دی. سړی مجبور شو. ملک هم په زور سپينه غوښه ورباندې وخوړه.
د تواب اوږه درنه شوه، جُوجُو وويل:
_مېلمه يې په ډېره غوښه مړ کړ.
تواب په ټيټ غږ وويل:
_دا زموږ رواج دی، د مېلمه عزت کوو.
شېبه وروسته دسترخوان ټول شو، تواب د لاس اوبه ور واچولې، بيا په چايو پسې لاړ، کله چې بېرته راغی، مېلمه په خوند يوه کيسه را اخيستې وه:
_ياره ملکه اجب سوډر شی و، د کلاشينکوف دوه ګولۍ يې خوړلې وې، خو بيا يې هم چاړې ته ځان نه ورکاوه.
ملک په خبره کې ور ولوېد:
_څنګه دې وموند؟
سړي په خوند وويل:
_بس، چا راته وويل چې د بدي دار ورور دې ځنګله ته وتلی، ما هم کلاشينکوف را واخيست، يوه دره مې پسې وغوښته، خو پيدا مې نه کړ، بيا خدای مهربانه شو،د تبر غږ راغی، ورغلم، د يوې څېړۍ له تنې مې ور وکتل، شريف يوې وچې ونې ته تبر نيولی و. بس، همالته ورته پرېوتم، د کلاشينکوف زخه مې ورته سيخه کړه، ټک، ټک، سړی بوڅ را واوښت. منډه مې ور واخيسته، په ګېډه کې لګېدلی و، خو لا يې هم چاړې ته ځان نه ورکاوه، په ډېر زامت مې ستونی ور پرې کړ.
د تواب اوږه درنه شوه.
جُوجُو وويل:
_ولې؟
تواب په خبره کې ورولوېد:
_نه پوهېږم.
نيکه وخندل:
_ياره عبدالرحيمه ، نر کار دې کړی، زمری يې، زمری.
مېلمه په خوند وويل:
_اوس به ګلاب شاه ته مالومه شوې وي چې بدي څه ته وايي!
نيکه په خبره کې ور ولوېد:
_ګلاب شاه دې ونه موند؟
_نه په خدای، چا ويل چې ايران ته تښتېدلی. بس، په کومه ورځ چې يې زما ورور را وويشت، له هماغه ساته ورک دی. خو ښه شو، ما يې هم د ورور ستونی ور پرې کړ، خلاص په خلاص.
د نيکه خندا پورته شوه:
_ياره عبرالرحيمه ، زمری يې زمری.
جُوجُو وويل:
_زمری څه ته وايي؟
تواب وويل:
_يو حيوان دی.
_نو مېلمه ولې د دې نوم په اورېدو وپړسېد؟ حتما به کوم ښايسته حيوان وي.
_نه، زموږ د مکتب په کتاب کې يې عکس شته. ببره، بدشکله څېره لري.
جُوجُو وويل:
_ته به نه يې خبر، بوی به يې ښه وي؟
_که داسې وای، نو پر خوله او پزه به يې مچان نه راټولېدای.
_هوښيار به وي؟
_نه، يوازې په ښکار کې پياوړی دی، نور ژوندي ساري وژني.
جُوجُو وويل:
_بيا خو دې نيکه سم ورته وايي، مېلمه په رښتيا هم زمری دی.
د نيکه غږ راغی:
_وه هلکه، څنګه لکه مچ له ځان سره بنګېږې؟
تواب وارخطا شو:
_هېڅ ، هېڅ.
په منډه د باندې ووت، کلا ته ننوت، په چوتره کې غلی کېناست. چوپه چوپتيا وه، پورته په رڼو ستورو کې د طيارې سور څراغ مړ او بل کېده.
جُوجُو وويل:
_ښه نو، زمری مو د غيرت نښه ده؟
هلک غلی و.
جُوجُو وويل:
_په تاسو کې قتل څومره اسانه دی.
هلک په خبره کې ور ولوېد:
_خپل وار (بدل) يې واخيست.
جُوجُو وويل:
_قتل ګلاب شاه کړی و، ورور يې څه ګناه درلوده؟
تواب په خبره کې ور ولوېد:
_سر دې مه خرابوه، دلته سل کلنې بدۍ پاتې دي، مړی نيکه کړی وي، غچ يې له لمسيانو اخلي.
ناڅاپه ډزې شوې، دوې، درې دقيقې پرله پسې ډزې. تواب له چوترې ټوپ کړل، په منډه له کلا ووت، نيکه او د تواب پلار هم د باندې ول، د مېلمه درک نه و.
نيکه په بيړه وويل:
_توابه زويه، له مېلمه سره پاتې شه.
تواب کوټې ته ننوت، مېلمه دېوال ته غلی ناست و، وارخطا ښکارېده، وروسته يې د ګاز ډبې ته لاس ور وغځاوه، تياره شوه.
تواب وويل:
_ډزې په کلي کې دي.
د مېلمه وارخطا غږ يې واورېد:
_تا ته د بدۍ زور نه دی مالوم.
د ښځو چيغې شوې، تواب کړکۍ خلاصه کړه، د کلي له مينځه کوکې راتلې.
تواب وويل:
_مه وېرېږه، په تاپسې نه دي راغلی.
ځواب يې وانه ورېد.
تواب د باندي ووت، په کوڅو کې بل څراغونه ګرځېدل. مخکې لاړ، د کلي مينځ ته ورسېد، خلک راټول ول.
تواب اخوره ته وخوت، پر يو چا سپين څادر هوار و، د څادر يوه برخه په وينو سره وه. له څنګلوري کوره د ښځو کوکې راتلې.
* * *
د تواب اوږه په شدت وخوځېده. نيغ کېناست، سترګې يې وموښلې، جُوجُو و، تواب په بيړه وويل:
_دا دوې ورځې چېرته وې؟
جُوجُو په خبره کې ورولوېد:
_هله! تنور وګوره!
تواب په حيرانۍ ورته وکتل.
جُوجُو وويل:
_په لښتو او خوشايو کې د دهشکې مرمۍ پرته ده.
هلک ولاړ شو، دالان ته يې منډه کړه، د خپلې مور له لاسه يې اورلګېت ونيو، ټيټ شو، له تناره يې لښتې راوايستې، د دهشکې په ژېړه مرمۍ کې د بيګاني انګار سره رڼا ښکارېدله. هلک توده مرمۍ د تناره پر غاړه کېښوده. ښځو ته يې وکتل، د ټولو سترګې رډې راختلې وې.
خور يې چيغه کړه!
_دا ټول ستا له لاسه.
تواب په خبره کې ور ولوېد:
_چټياټ مه وايه!
مور يې وويل:
_ته بايد خطرناکه شيان په لښتو کې پټ نه کړې.
د تواب تندی تريو شو:
_زه نه وم خبر.
خور يې وويل:
_نو پېريانو احوال درته راووړ چې په تناره کې مرمۍ ده؟
تواب په منډه له دالانه ووت.
جُوجُو وويل:
_اه! په دې شنه سهار مې د خولې خوند در بد کړ.
هلک اوږد وغځېد.
جُوجُو وويل:
_پوهېږم، بيځايه يې ملامت کړې، څه چې وينو، ډېر وخت رښتيا نه وي.
هلک چت ته کتل.
د جُوجُو غږ يې واورېد:
_اوس به ستا د پوښتنې ځواب درکړم، په سفينه کې يوه تخنيکي ستونزه پيدا شوې وه، يوه ورځ يې کار وغوښت، بله ورځ څو کليو ته په تحقيق پسې لاړم.
تواب هماغسې غلی و.
جُوجُو وويل:
_تندی دې سم ونيسه، خوشاله اوسه چې اور يې نه و بل کړی.
له چوترې د نيکه غږ راغی:
_بلا ، وه بلا! د اوداسه اوبه راوړه.
جُوجُو وويل:
_هو رښتيا! هغه سړی يې ولې ستاسو په کلي کې وويشت؟
_دلته يې د ترور کور دی، مېلمه راغلی و. راتلونکې جومه يې مرکه ده.
جُوجُو وويل:
پوه نه شوم؟
_له شاوخوا کليو سپين ږيرې راټولېږي، غواړي چې دا دښمنې ختمه کړي.
د جُوجُو سترګه وځلېده:
_ښه کار دی، خو دوی بايد له اوله د پېښې مخه نيولې وای، اوس به ولې مړی کېده. پټيو ته د چرګوړو د اوښتو او له ډزو را وروسته دواړې خواوې ځړېدلې شونډې ګرځېدې، خو هېچا هم سر پسې ونه ګرځاوه.
هلک ته غوسه ورغله:
_تاته هېڅ هم سم نه ښکاري.
جُوجُو وويل:
_اه! تر اوسه خو سم نه شم ورته ويلای، خو دې مرکې تمه راته پيدا کړه، ليکم يې، د دښمنيو حل ښه خبره ده.
جُوجُو غلی شو، يو دم يې پر دېوال لاس تېر کړ، ورو يې وويل:
_ځينې خبرې مې راټولې کړې دي. لومړۍ به د شيرو د کلا کيسه راواخلم. څو سپين ږيري د اخورونو پر سر ناست ول، زړې کيسې يې را اخيستې وې، توره، پټکی او شملې يې يادولې، ځانونه يې د دنيا تر ټولو خلکو غيرتي بلل.
تواب په خبره کې ور ولوېد:
_نو ته يې نه منې؟
جُوجُو وويل:
_اه ګرانه، زما خبرې لا نه دې خلاصي.
تواب بکس ته لاس ور وغځاوه، يو کتاب يې را ويست، پاڼې يې واړولې، په غوسه يې وويل:
_دا زموږ تاريخ دی، ورته وګوره، څو وارې مو هندوستان نيولی، د ايران تر اصفهانه رسېدلي يو، د افتخار خبره يې نه بولې؟
جُوجُو وويل:
_زه به د خپلو خلکو يوه کيسه درته وکړم، موږ خوراک نه لرو، بس، په کال کې يوازې يوه شنه پاڼه خورو، دې ته د فکر پاڼه وايي، که يې څوک ونه خوري، نو ماغزه يې جام پاتې کېږي او هېڅ هم نه شي کولای، خو د دې پاڼې پيداکول دومره اسانه خبره نه ده، بل ستوري ته به پسې ځې، هلته شيشې ته ورته بوټي دي چې موږ يې نه شو ليدلی، دا بوټي مو يو دم تر ځان راتاوېږې، بس! د ژوند تر پايه نه شو ترې خلاصېدی. زموږ د ستوري ځوان موجودات په دغه بوټي پسې ځې، خطر ويني، خو د نورو له پاره قرباني ورکوي، دوی بايد د ستوري وړو، زړو موجوداتو ته دا پاڼه راوړي.
يوه ورځ مې پلار خواشينی ناست و، علت مې وپوښت، را ياده يې کړه چې اور اخيستلو ته يې لنډ وخت پاتې دی، خو تر اوسه يې د فکر پاڼه نه ده راوړې، ومې ويل چې د نيکه مېړانه درته بس ده، نيکه د ستوري په ټولو موجوداتو کې نوم لري، ده په خپل ژوند کې زر پاڼې راوړې، زر پاڼې! تر اوسه يو موجود هم د دومره پاڼو په راوړلو نه دی توانېدلی. پلار مې لنډه را ياده کړه چې نيکه ته درناوی لرم، خو زه هم (زه) يم، ما د خپلو همجنسو له پاره هېڅ هم نه دي کړي، بس، يو مصرفي موجود يم چې تل مې د نورو پاڼو ته سترګې نيولې دي.
جُوجُو غلی شو، سترګه يې وځلېده او ويې ويل:
_ګرانه! په تېرو وياړ ښه دی، خو تاسو راتلونکو ته څه پرېښي؟ اوسني هم بايد يو څه وکړي.
تواب غلی و.
جُوجُو بکس ته وکتل، بکس له ځمکې پورته شو او د هلک سترګو ته ودرېد، جُوجُو وويل:
_ورته وګوره! د پاکستان نوم ورباندې ليکل شوی دی.
تواب په حيرانی ورته کتل.
جُوجُو وويل:
_ډاډه يم، واسکټ او جامې دې هم له پاکستانه راغلې دي، پيالې ته وګوره، د ايران ټاپه ورباندې ښکاري، د پلار، نيکه تړلي ژېړ پاجونه (هندوستانۍ پګړۍ) چې د غيرت نښې يې ګڼي، هم د نورو دي، ان ستن او تار هم نه شي جوړولای، تاسو د کلي تر ټولو شتمن ياست، خو لا اوس هم ډوډۍ په خوشايو پخوئ.
تواب غلی و.
جُوجُو وويل:
_د بشر د هوساينې له پاره مو څه کړي دي؟ هېڅ! بالعکس، تل په نورو متکي ياست. که يوه ورځ سرحد درباندې بند شي، له لوږې به مړه ياست.
هلک غلی و.
جُوجُو وويل:
_پاتې کيسه واوره، سپين ږيري لا په غيرت کې غږېدل چې يوې زړې ښځې يو نهه_ لس کلن ماشوم راووست، ماشوم ګيډې ته لاس نيولی و او له درده يې ټوپونه وهل، يوه سپين ږيري د خپلې خولې لاړې د ماشوم په خوله کې ور وڅڅولې، ماشوم بېسده پرېووت، بوډۍ دعاوې کولې، ويل يې چې له پرونه را ايسته يې داسې کرار نه و لېدلی، څو ځوانان راغلل او ماشوم يې ځنځولۍ نږدې کور ته ورساوه.
يوه بل بوډا بيا د خوب کيسه تېره کړه، ويل يې چې غم مه کوئ، بيګامې خوب ليدلی، په وطن کې به فقر، جګړې او ټولې بدبختۍ ختمې شي.
د بوډا د خوب کيسه لا نه وه خلاصه چې له نږدې کوره د ښځو کوکي راووتې، هلک مړ و.
جُوجُو غلی شو، تواب په حيرانۍ ورته کتل…
جُوجُو وويل:
_اه ګرانه! په اټکلي ژوند، غټو غټو خبرو، لاړو او خوبونو وطن نه جوړېږي.
له چوترې د نيکه غږ راغی:
_بلا! وه بلا! ړنده يې! بيا دې ساده چای راوړی.
تواب په بيړه جُوجُو ته وکتل.
جُوجُو وويل:
_ما څه نه دي کړي.
پنځمه برخه
* * *
تواب په خاورو کې پلتۍ ووهلې، زنګون يې دروند شو، په بيړه په پښو ودرېد، لاړ، له نورو هلکانو ګوښی کېناست.
جُوجُو وويل:
_ته ولې لوبه نه کوې؟
تواب مخامخ ګوته ونيوله:
_هاغه مو سر ټيم دی، وايي چې زموږ د کلي رنګ مه بدوه، ښه کوټبال (فوټبال) نه شې کولی.
_کوم يو؟
_په دفاع کې ولاړ هلک، هغه چې لوړه ونه لري.
_خو د ګول وهونکو خونده مو نشته، ستاسو کليوالو تر اوسه دوه _ صفر بايللې ده.
تواب غلی و.
جُوجُو وويل:
_هغه د خړ پرتاګه وال سمه لوبه نه کوي، خوښه دې نه ده چې ته ور ګډ شې؟
تواب سوړ اسويلی وايست:
_تر ما تکړه دی. که داسې نه وای، نو زه به يې هم په مسابقه کې نيولم.
_اه! تمه دې مه باسه.
_څنګه؟
د جُوجُو غږ يې وانه ورېد. يو دم د خړ پرتاګه هلک چيغه کړه، منډه يې واخيسته ، په بيړه له ميدانه ووت او په خاورو کې کېناست. توپ ودرېد، هلکان پرې راټول شول، تواب هم ورغی، د هلک رنګ سپين اوښتی و، يوه خبره يې تکرار وله:
_پيری!!!
تواب څنګ ته ودرېد، جُوجُو وويل:
_ تندی دې سم ونيسه، بس! پر اوږه يې ور کېناستم، له پزې مې کش کړ، نور مې هېڅ هم نه دي کړی.
يوه هلک وخندل:
_مات ياست، بانې کوئ.
په ونه لوړ هلک ته غوسه ورغله!
_له خولې سره دې پام کوه، لوبه نه پرېږدو.
وروسته يې په خاورو کې ناست هلک ته وکتل:
_راځه! لس دقيقې وخت لا پاتې دی.
هلک ځای پر ځای ناست و.
په ونه لوړ هلک وويل:
_پروا نه کوي،. په لسو نفرو هم توپ کولای شو.
د تواب په غوږ چونډۍ ولګول شوه، جُوجُو وويل:
_ور مخته شه.
تواب د نري هلک مخې ته ودرېد:
_ما نيسئ؟
هلک د (هو) په بڼه سر وخوځاوه. تواب لوڅې پښې ميدان ته ور ګډ شو. يوه شېبه يې منډې ووهلې، خو توپ يې پښې ته نه سيخېده. اوږه يې درنه شوه، جُوجُو وويل:
_ګول ته ور نږدې شه.
تواب د مقابل لوري له دفاع سره ودرېد. توپ هوايي راغی، په دفاع کې ولاړ چاغ هلک منډه ور واخيسته، توپ ته يې سر ورکړ، خو توپ يو دم لوړ شو او د تواب پښو ته ولوېد، تواب د خپلې ښۍ پښې بټه ګوته ورته سيخه کړه او توپ د ګولچي له اوږې سره ښويه تېر شو. يو دم چيغې شوې، ميدان نارو او چکچکو پر سر واخيست. شېبه وروسته بل توپ د تواب پښو ته ولوېد، چاغ هلک منډه پرې را واخيسته، يو دم يې ټوډه ووهله، پړ مخې پرېووت. تواب توپ په لغته وواهه، توپ تېز نه و، خو ګولچي حرکت ونه کړ، توپ په رغړېدا له دروازې ووت. چکچکو، نارو او شپيلاقونو زور واخيست. ګولچي چيغې وهلې، قسمونه يې خوړل چې کوم چا تر پښې ټينګ نيولی و، چاغ هلک هم همدا يوه خبره را اخيستې وه، ويل يې چې تواب پښه ورته کېښوده، خو نورو ور پورې خندل.
لوبه مساوي ختمه شوه، تواب د کلي هلکانو پر اوږو واخيست، پر ټول ميدان يې راوګرځاوه، تر کلي پورې هم د تواب صفتونه اورېدل کېدل.
تواب نيغ جومات ته لاړ، د ماښام لمونځ يې په ملا پسې وکړ، بيا يې کور ته مخه کړه چوترې ته وخوت، غوږ يې ونيو، له يوې کوټې د ژړ ا نری غږ راته. ورغی، د تره پېغلې لور يې ژړل، د خولې له کونجه يې د وينو نرۍ سره ليکه را ماته وه. تواب د هغې تر څنګ کېناست، يوه شېبه غلی و، بيا يې ورو وويل:
څه شوي؟
د نجلۍ ژړا زور ونيو.
له چوترې څخه يې د تره چيغه راغله!
_دا سپۍ مه راباندې وژنه! مېړه غواړي.
وارخطا ښځه کوټې ته راننونه، د نجلۍ پر خوله يې لاس کېښود، په رېږدېدلې غږ يې وويل:
_د خدای روی ومنه! غلې شه، که دې نيکه خبر شو، خدايکه د ژوند څکه ورنه وکړې.
تواب وويل:
_تره ناوې! څه خبره ده؟
ځواب يې وانه ورېد.
تواب د باندې ووت، مور يې غوا لوشله، ورغی، پر اخوره کېناست. ورو يې وويل:
_هيلۍ يې ولې وهلې؟
ښځه غلې وه، نږدې تړلي خوسکی د غوا د غولانځې خواته زورونه وهل، د دېګ په تل باندې د شيدو د دارو د لګېدو غږ اورېدل کېده.
تواب وويل:
_ادې! زما خبره دې وانه ورېده!
ښځې ورو وويل:
_څه يې کوې، خوارکی يې له اخه ټوخه واچوله.
_ولې؟
_هيلۍ له کارېزه اوبه راوړې، په لاره کې کوم تږي ځوان مساپر اوبه ترې غوښتې وې، دا خبره يې وړې خور پلار ته وکړه، بس!!! غم ترې جوړ شو.
غوا وځوځېده، ښځې په بيړه له لندو خوشايو خپلې پايڅې ور ټولې کړې، په غوسه يې وويل:
_مرداره شې! کالي دې را بې نمازه کړل.
تواب ته يې وکتل، ورو يې وويل:
_د شيدو خونده يې نشته، خوسکی ور پرېږده!
تواب ټيټ شو، پړي ته يې لاس کړ، خوسکی تر غوا لاندې ووت.
ښځه دالان ته لاړه.
شپږمه برخه
* * *
د تواب غوږ وتخنېد، نېغ کېناست. جُوجُو و. هلک په خوبولي غږ وويل:
_دا نيمه شپه ګوره!
جُوجُو تر لاس ونيو:
_راځه!
تواب په حيرانۍ وويل:
_چېرته؟
_وروسته به پوه شې.
تواب د باندې ووت، د کلا د برج پر سر ګرده سپوږمۍ ولاړه وه. د هلک سترګو ته د بټې ګوتې په اندازه سپينه رڼا ودرېده، د جُوجُو غږ يې واورېد:
_زه يم، په ما پسې راځه!
رڼا حرکت وکړ، تر ځمکې يو ګز پورته روانه وه، تواب ګامونه پسې واخيستل. د کلا دروازې ته ودرېد، حيران شو، دروازه خلاصه وه. تواب د باندې ووت، رڼا د کلي په تنګو کوڅو کې مخته تله، له يوه کوره د ځنځير شرنګ او د سپي غپېدا راغله.
تواب ورو وويل:
_چېرته ځو؟
ځواب يې وانه ورېد. دی تر کلي ووت. رڼا د غنمو د شنو وږو پر سر روانه وه، بيا د ګڼو نيالګيو په پاڼو کې ننوته. تواب ګړندی شو، د نيالګيو په مينځ کې يې لار وايسته، مخامخ يې وکتل، اوږه يې درنه شوه، ور مېږ يې کوږ کړ، رڼا يې پر اوږه پرته وه. تواب په بيړه وويل:
_زه بېرته ګرځم.
د جُوجُو غږ يې واورېد:
_زړه دې، خو په خبرېدو ارزي.
_نو چېرته ځو؟
رڼا پورته شوه، دښته يې په مخه ورکړه، تواب ګامونه ګړندي کړل. پاو ووت، رپانده جنډو ته ودرېد. رڼا بېرته راوګرځېده.
تواب وويل:
_ هديره ده، وېرېږم.
جُوجُو په خبره کې ور ولوېد:
_اه ګرانه! له ژونديو ووېرېږه.
_خو تر هديرې ور هاخوا پردی کلی دی، په دې نيمه شپه کې هلته څه کوو؟
رڼا پر قبرونو د را شنو شويو شنو سپاندو او ځوځو پر سر تېره شوه، تواب مخکې لاړ، د سپوږمۍ رڼا د کورونو پر خړو دېوالونو لګېدله. رڼا يو دم ورکه شوه، هلک ورغی، په ګڼو نيالګيو کې يې د جُوجُو غږ واورېد:
_دېخواته!
تواب ورمېږ کوږ کړ، جُوجُو پر لښته ناست و، د سپوږمۍ رڼا يې تر روڼ ځان وتله. تواب يې تر څنګ کېناست، ورو يې وويل:
_دلته څه کوو؟
_ يوازې دروازې ته ګوره!
تواب مخامخ وکتل، د سپوږمۍ رڼا د يوه کور په خړ دېوال کې لرګينې دروازې ته سيخه وه. تواب ورو وويل:
_ولې؟
_اه ګرانه! حوصله ښه ده.
هلک غلی شو، څنګ ته له لانده لښتي د چونګښو کورړا راتله. يو چا وټوخل، تواب په پاڼو کې ننوت، مخامخ يو څوک تېر شول، پر اوږه تم کړې بيلچه يې د سپوږمۍ رڼا ته ځلېدله.
تواب ورو وويل:
_دهقان دی.
جُوجُو په خبره کې ور ولوېد:
_پوهېږم. تحقيق مې کړی، دلته اوبه کمې دي، د کارېز اوبه د شپې هم په وار وي.
پاو ووت، ليرې له يوه کوره د ماشوم کمزورې نرۍ ژړا راتله.
تواب وويل:
_ولې ناست يو؟
ځواب يې وانه ورېد. يودم له مخامخ دروازې سره ځنځير ولګېد، له دروازې يو سر راووت، يوې بلې خواته کوږ شو، پله نيمکښه شوه، يو سړی ودرېد، مخامخ د دوی پر خوا را روان شو.
جُوجُو وويل:
_ودې پېژانده؟
_نه
_تره دې دی.
تواب په بيړه له سترګو پاڼې ليرې کړې، ځير شو، د سپوږمۍ رڼا د سړي څېرې ته برابره وه، هلک په حيرانۍ وويل:
_تره مې په دې نيمه شپه کې دلته څه کوي؟
جُوجُو غلی و، سړي تر لښتي ټوپ کړ، د هدېرې خواته يې ګړندي ګامونه واخيستل.
جُوجُو وويل:
_بس! همدومره.
د پاڼو په مينځ کې د بټې ګوتې په اندازه نری رڼا پورته شوه، تواب په رڼا پسې روان شو، رڼا تر هدېرې ښکارېدله. هلک ورغی، جُوجُو د يوه سيميټي قبر پر ژۍ ناست و. تواب مخامخ ورته ودرېد.
جُوجُو وويل:
_تره دې يوې کونډی ته ورځي.
د تواب زنګنونه ولړزېدل. ځای پر ځای کېناست.
جُوجُو وويل:
_تېره اونۍ ستاسو د کلا د برج پر سر ناست وم، نيمه شپه وه، څه مې ليکل، يو دم مې د کلا د دروازې چونګا واورېده، ورغلم، تره دې په احتياط د باندې ووت، شکي شوم، تر دې کوره مې تعقيب کړ، له کونډې سره يو ځای پرېووت.
جُوجُو غلی شو، يودم يې وويل:
_اه ګرانه! اوښکې ښې نه درسره ښکاري.
تواب خپل سر په دواړو لاسونو کې ونيو.
جُوجُو وويل:
_خوابدون مې نه درباندې لورېده، خو مجبور شوم، تره دې د خپلې لور مخ ته ځکه سوکان ونيول چې يوه تږي ناشناخته ځوان ته يې اوبه ورکړې وې، خو دی.
جُوجُو غلی شو. تواب په ژړغوني غږ وويل:
_باور مې نه راځي، تره مې تر پنځه پنځوسو کلونو اوښتی دی، اوږده ږيره، په ملا پسې پنځه وخته لمونځ، ثوابي روژې…توبه!
تواب غريو واخيست.
جُوجُو وويل:
_د يو چا په ظاهره مه غولېږه!
هلک ورو ورو سونګېده.
جُوجُو وويل:
_غواړم چې د کونډې په اړه هم يو څه درته ووايم، خو دا مناسب ځای نه دی، بوټي دي، بايد هوارې ته لاړ شو.
تواب په پښو ودرېد، دواړه دښتې ته ورسېدل.
جُوجُو وويل:
_تر دې بل ښه ځای نه شو موندلی.
هلک پر شګلنه ځمکه پلتۍ ووهلې.
جُوجُو پر ځمکله لاس تېر کړ، غولی څلور کونجه وړې رڼا ونيو.
جُوجُو وويل:
_دلته مې د کونډې په اړه يو څه ليکلي دي. غوږ ونيسه! يو پردی سړی، يوې ښځې ته راغی، يو ساعت ورسره و، بېرته لاړ.
ښځې توشکه واړوله، څو چړموړلي لوټونه يې سترګو ته ونيول، يودم يې کوکه کړه، په چيغو چيغو يې وژړل، سر يې څو ځله پر دېوال وواهه، ټکری يې ور واخيست، انګړ ته ووته، د څا پر بېلر يې د دواړو لاسو نو ډنګرې ګوتې کېښودې، لاندې، اوبو ته يې وکتل، د رڼو اوبو پر سر سپينو ستورو ټال خوړ. يودم يې کوکه کړه، خولې ته يې لاس ونيو، سا يې تر پزې راوخته. هغې ژړل او زه د بېلر پر مخامخ ژی ورته ناست وم. ما د څا په اوبو کې د ښځې د اوښکو د لوېدو غږ اورېد.
ښځې پورته وکتل. په غريو کې يې وويل:
_اه خدايه! زه د ژوند کولو حق نه لرم، نن مې خپل عزت په پيسو ورکړ.
يو دم د بېلر پر ژۍ کېناسته، پښې يې څا ته ور وغځولې، ناڅاپه يو غږ راغی:
_ادې! تږی يم.
ورو مې کتل، په چوتره کې يو څلور _ پنځه کلن ببر سری هلک ولاړ و.
کونډې منډه ور واخيسته، ماشوم يې پر خپل ټټر پورې ټينګ ونيو، په چيغو چيغو يې وژړل…مور ژړل، ماشوم غلی و.
وروسته دواړه يوې بلې کوټې ته ننوتل، پسې ورغلم، څراغ بل شو، يوه وړه نجلۍ پرته وه، اووه کلنه، يا تر دې يو څه ډېره، خو نجلۍ وچه کلکه وه، کله کله به يې زګېروی شو، وبه يې ټوخل، تېزه تېزه ساه به يې ووهله، بېرته به غلې پرېوته.
زه پورته په تاخچه کې ورته کېناستم. د نجلۍ د مخ پر راوتليو هډوکو يوازې خړ پوستکی پروت و.
کوچني هلک په وړه ژبه وويل:
_ادې! ولې دې ژړل؟ ډوډۍ نه شوه درته پاتې؟
ښځه غريو واخيسته:
_نه ګرانه! خور ته دې خپه وم.
يودم يې تر ماشوم لاسونه راوګرځول. وخت ووت، ماشوم يې هماغسې له غېږې نه جلا کاوه، وروسته يې په ژړا کې وويل:
_د خور د علاج نيمايي پيسې مې پيدا کړې، پاتې يې بل وخت راکوي.
هلک خپله مور پر تندي ښکل کړه، مخامخ ورته ودرېد، ښځې پر خپل مخ ټکری ور کش کړ، په ژړا کې يې وويل:
_اه ګرانه! د ليدو وړ نه يم. مه راته ګوره.
ماشوم په خواره خوله وويل:
_ولې؟
ښځې څراغ ته ور پوه کړل، همالته د خپلو اولادونو تر څنګ پر زاړه ليکې ليکې تغر پرېوته. ما يې يوازې سلګۍ اورېدې. څه به مې کول؟ له هغه ځايه را ووتم، خو پوښتنې راسره پاتې وې، له چا به مې مالومات غوښتل؟ نه پوهېدم.
يو دم مې کړپ واورېد، د ستورو رڼا ته مې يوه توره پيشو ولېده، پيشو د دېوال پر سر روانه وه، ورغلم، پر سرداو ورته کېناستم، خو پيشو د کونډې په اړه ډېره نه پوهېده، لنډه يې را ياده کړه چې د کونډې په کور کې يې تر اوسه د غوښې بوی نه دی حس کړی، له ناتاره (په شړومبو کې لنده ډوډۍ) پرته بل څه نه خوري، نو نه يم ورته راغلې.
پيشو ته مې وويل:
_ داسې څوک شته چې د کونډې په اړه مالومات راکړي؟
_يو زوړ سپی دی، څو کاله د دوی کره و، خو کله چې د کونډې خاوند مړ شو، ګېډه يې نه ډکېده، ټوله ورځ به د کلي په ډېرانونو ګرځېده، اخير يې د مجبوريت له مخې کور پرېښود، اوس د ولسوالۍ په بازار کې د قصابيو مخې ته پروت وي.
په خبره کې يې ور ولوېدم:
_خو هلته ډېر سپي دي.
پيشو هوښياره وه، زما مطلب يې ژر واخيست:
_زوړ سپی په اسانه موندلی شې، کيڼه پښه درنه پسې اخلي. يوه شپه د يوه کور سره چرګه ګېدړې وتښتوله، خو سړي زاړه سپي ته ټوپک ونيو، ډز پر پښه ولګېد.
پيشو همدومره خبرې وکړې، په ادب يې له ما لار وغوښته او خپله مخه يې ونيوله.
زه په هماغه شپه د ولسوالۍ بازار ته لاړم، زوړ سپی مې په اسانۍ وموند، د دوکانونو شاته يې د حلالو شويو غواوو پاتې شوې وچې وينې څټلې. لومړۍ پوښتنه مې د کونډې د مېړه په اړه وه. سپي ښه خوله ترې وهله، را ياده يې کړه چې له کونګرېتوبه ورسره و، د کونډې مېړه په کلي کې کوچنی دوکان درلود، يو سهار ښار ته په سودا پسې لاړ، خو مازيګر يې په تابوت کې راووړ، کونډې ځان له ځمکې ځمکې ويشت، وېښته يې شکول، خو ګټه يې نه درلوده. د کليوالو له خبرو پوه شوم چې د سورلۍ موټر په ماين ختلی و، دوی په خپلو کې سره ويل چې مړی د ښکارېدو نه دی. زما هم زړه ته ولوېده، له تابوته د سوځېدلو غوښو بوی راته.
بس! کونډې ته غمونو ور مخه کړه، پوډري لېوره يې دوکان خرڅ کړ او ايران ته لاړ. کونډه سوال ته مجبوره شوه، خو د انسانانو زړونه سخت دي، وچه ډوډۍ به يې په سختي موندله. وروسته يې لور ناروغه شوه، نه پوهېږم چې څه بلا وهلې ده، خو علاج يې ډېرې پيسې غواړې.
جُوجُو غلی شو، پر غولي يې لاس تېر کړ، رڼا ورکه شوه.
تواب په غريو کې وويل:
_کونډه د خپلې لور د تداوي له پاره زما له تره سره پرېوته؟
جُوجُو وويل:
_تره دې شرط ورته اېښی و، نن به يې پاتې دوه نيم زره افغانۍ هم ورکړې وي.
تواب يې په خبره کې ور ولوېد:
_تره مې بايد خپله سزا وويني.
جُو جُو وويل:
_اه ګرانه! دومره سر مه پسې ګرځوه! ماته يې پرېږده.
اومه برخه
* * *
تواب سترګې رڼې کړې! مور يې تر څنګ ناسته وه، هغې ورو وويل:
_ سره غرمه دې کړه، مکتب دې هېر دی؟
هلک د باندې ووت. په چوتره کې هېڅوک نه و، پر دسترخوان خيرنې پيالې، توره چايجوشه او له پاستو ايستل شوې خامې ژۍ پرتې وې. تواب له څا بوکه را وايسته، څو لپې اوبه يې مخ ته ور واچولې، د تره له غوسې ډک غږ يې واورېد:
_وا وا! نه لمونځ، نه اودس! د سپي غوندې مردار مخ دې نيولی دی، خدای ته به څه وايې!
تواب ور وکتل،تره يې د دالان په وره کې ولاړ و.
تواب کوټې ته ننوت، د تره له ملنډو ډک غږ پسې ورغی:
_دا کور به بې برکته کړې.
تواب بکس ور واخيست، مکتب ته لاړ، ټوله ورځ يې د خولې خوند بد و، غرمه يې کور ته زړه نه کېده، کلا ته نږدې سره لمر ته د لښتي پر ژۍ کېناست، پښې يې اوبو ته ور وغځولې، يو دم يې تلې وتڼخېدې، ناره يې کړه، په بيړه ودرېد. جُوجُو له اوبو راووت، تواب وويل:
_زړه مې دې بوټ را وايست.
بېرته غلی کېناست.
جُوجُو وويل:
_چورت دې سم نه دی.
د تواب شونډې وخوځېدې:
_تره ته مې غوسه راځي، خو تر هغه مې هم کونډې ته خوا بديږي.
جُوجُو وويل:
_ما يې فکر کړې!
تواب په حيرانی ورته وکتل:
جُوجُو وويل:
_له بکسه دې قلم او کاغذ راوباسه!
هلک هماغسې وکړل.
جُوجُو وويل:
_وليکه!
_څه؟
_وليکه! تا د يوې مجبورې ښځې عزت ته په سپکه وکتل، بس! په دوو، دريو ورځو کې به د ټوپک خوله در واوړي!
جُوجُو غلی شو، کاغذ ته يې وکتل، ويې ويل:
_ښايسته خط نه لرې، خو بيا هم ښه دی، لوستل کېږي.
کاغذ يې د هلک له لاسه کش کړ.
تواب مخامخ وکتل، ليرې د غونډۍ په لمنه کې تور سيرلي، د تورو ټکو غوندې ښکارېدل. ورو يې وويل:
_ښه نو، دا خط څه کوې؟
ځواب يې وانه ورېد، ورمېږ يې کوږ کړ، جُوجُو نه و.
تواب کور ته لاړ، ډوډۍ يې له مستو سره وخوړه، اوږد وغځېد، مازيګر يې اوږه وخوځېده. خور يې وه، هغې په خواشينۍ وويل:
_پلار مې ډاکټر راووست.
تواب په بيړه کېناست، سترګې يې وموښلې:
_څوک ناجوړه دی؟
_لالا مې سړې تبې نيولی، په دې ګرمې کې غبرګې بړستنې ورباندې پرتې دي.
تواب ولاړ شو، د تره کوټې ته ورغی، ډاکټر پېچکارۍ ډکوله، پلار او نيکه يې غلي ناست ول. تواب خپل تره ته وکتل، لړزې اخيستی و، پر لاندنۍ چاودلې شونډه يې ډومبک وينه پرته وه.
تواب خپلې کوټې ته لاړ، ورو يې وويل:
_جُوجُو!
ځواب يې وانه ورېد. منډه يې واخيسته، د کلا د دروازې تر مخ ودرېد:
_جُوجُو!
باغ ته لاړ، د انګورو د تاکونو په مينځ کې ودرېد، چيغه يې کړه!
_جُوجُو!
پرررر، شو، له شنو پاڼو خړې مرغی والوتې.
تواب پر پوله کېناست، شېبه ووته، پزه يې کش شوه، جُوجُو وخندل:
_کوټ، کوټ، کوټ…ډېر راپسې وګرځېدې؟
تواب په غوسه وويل:
_ځان راوښيه، په تره دې څه ټکه راوستې ده؟
پر پوله سپينه رڼا را وګرځېده:
_اه ګرانه! تره دې ډېر بې زړه دی!
_نو تا څه وکړل؟
_هېڅ! کونډې ته يې يوه ارزان بيه ګوتمۍ اخيستې وه، را پټه مې کړه، تره دې غرمه ويده و، ګوتمۍ او کاغذ مې په خولۍ کې ورته کېښودل. خرهاری يې د زغملو نه و، غوسه راغله، پر پزه مې خوله ور ولګوله، سړی نېغ کېناست، خولۍ ته يې وکتل، رنګ يې والوت، کاغذ يې ولوست، چيغه يې کړه، شا پر تخته بېسده پرېووت.
تواب په خبره کې ور ولوېد:
_ که يې زړه درېدلی وای، بيا؟
جُوجُو وويل:
_ ځورېدا ورته ښه ده، دی به تر اوسه په دې فکر کې وي چې په رڼا ورځ يې څنګه په خپل کور کې خط او ګوتمۍ په خولۍ کې ورته کېښودل.
جُوجُو غلی شو، وروسته يې يو دم وويل:
_له کونډې سره مرسته کوې؟
_هو
_نو يو بل خط هم وليکه. دوه ، درې ټکي بس دي. په دوو ورځو کې د کونډې له پاره د پنځو لکو افغانيو تيارول او که دېرش مرمۍ؟
دا هم وليکه چې پيسې به د شپې دوولس بجې په زړه ژرنده کې ږدې او له کونډې به ليرې ګرځې.
تواب په حيرانۍ ورته کتل.
جُوجُو وويل:
_بله چاره نه وينم، خط په پاکټ کې واچوه، تره ته دې ووايه چې له فوټباله راتلم، له ګڼو ونو يو ناشناخته سړی راووت، سپېره، ډبل برېتونه يې لرل، سترګې يې سرې وې، پر مخ يې يو لوی تازه پرار (زخم) ښکارېده او له جېبه يې د توپانچې ميل راوتلی و. همدا پاکټ يې راته ونيو.
* * *
تواب غلی کېناست، مخې ته يې وکتل، پاڼې وې. لاس يې ور وغځاوه، نرۍ څانګه يې په دوو ګوتو کې ټينګه کړه، کړس شو، څانګه ماته ملا، لاندې وځړېده. په نوې پيدا شوې چوله کې يې ژرندې ته وکتل، ړنګ دېوالونه له ورايه ښکارېدل، د ژرندې زړه ناوه وچو بوټو نيولې وه.
تواب ورو وويل:
_جُوجُو؟
ځواب يې وانه ورېد.
کونګ نارې کړې، تواب په بيړه پورته وکتل، د ونې په ګڼو پاڼو کې هېڅ هم نه ښکارېدل، سپينې سپوږمۍ ته پنډې ورېځې ور روانې وې، له کلي د سپيو غپا راتله.
پاڼې وخوځېدې، هلک په بيړه ولاړ شو.
جُوجُو وويل:
_زه يم.
تواب سوړ اسويلی وايست، بېرته کېناست.
سپينه رڼا را تاو شوه، جُوجُو وويل:
_وختي راغلی يې؟
تواب ژرندې ته کتل…
جُوجُو وويل:
_بېځايه مه وېرېږه!
تواب په خبره کې ورولوېد:
_اوس هم د زړه په زور راغلم.
جُوجُو وويل:
_ يوه ښځه مې ولېده، ماشوم يې د بلاوو او لېوانو په کيسو ويداوه، وېروونکې خبرې يې ورته کولې، ويل يې، د باندې توره بلا ولاړه ده، که ويده نه شوې، يوه ګوله به دې کړي.
ته هم نه يې ملامت، ډاډه يم، مور يا انا به دې دا رنګه کيسې درته کړې وي، څوک چې په ماشومتوب کې ووېروې، په لويوالي کې لوی زړه مه ورنه غواړه!
جُوجُو غلی شو، تواب ته يې وکتل، هغه د ژرندې ړنګو دېوالونو ته وچې سترګې نيولې وې….
جُوجُو وويل:
_مه وېرېږه، موږکان دي، په رالوېدلو وچو پاڼو خېژي.
تواب هماغسي ژرندې ته کتل…
جُوجُو وويل:
_اه ګرانه! زړه دې مه خوره، شپه تر ورځې ښه ده، انسانان ويده دي، تاوان نه رسوي.
جُوجُو غلی شو، چوپه چوپتيا وه، پر پاڼو د موږکانو د تېرېدو غږ راته، ليرې يوه چرچرک نارې وهلې…
شېبه ووته، جُوجُو وويل:
_اوس يې وخت دی، تره دې بايد راغلی وای.
تواب په خبره کې ور ولوېد:
_راځي!
_ډاډه يې؟
هو، پرون ماښام مې خط ورکړ، د برېتور سړي څېره مې نوره هم له وېرې ورته ډکه کړه، لاره ترې ورکه شوه، کوټې ته ننوت، شېبه وروسته يې ښځې چيغې کړې، تره مې بيا ضعف کړی و. خو سهار ته په خپلو پښو تر موټره ورغی، د کلا دروازه ما ورته خلاصه کړه، رنګ يې ژېړ و، مازيګر پلی کور ته راغی، نيکه ته يې وويل چې موټر عوارض پيدا کړي و، خرڅ يې کړ، په پيسو به يې بل موټر واخلي.
جُوجُو وويل:
_نيکه يې قانع کړ؟
_تره مې د موټرو په کاروبار ښه پوهېږي، دا رنګه سوداوې يې پخوا هم کړې وې.
کړپ شو، تواب ځان ټيټ کړ، پاڼې يې ورو له سترګو ليرې کړې، تره يې د ژرندې مخې ته ولاړ و، يوې بلې خواته يې په وېره کتل. وروسته يې د ژرندې پر ناوه يوه غوټه کېښوده.
جُوجُو څانګې وښورولې، د تواب تره يو دم چيغه کړه! زنګنونه يې پر ځمکه ولګېدل، په زوره يې وويل:
_د خدای له پاره! واړه ماشومان لرم!
جُوجُو يوه څانګه ماته کړه، له کړپ سره، سړی پر ځمکه پرېووت، خپله پزه يې پر غولي وموښله!
_توبه مې ده، بد مې کړي، د خدای روی ومنئ، بيا به داسې نه کوم.
سړي يوه شېبه توبې وايستې، بيا ورو ولاړ شو، تواب تر هغو پسې کتل چې په تورو ونو کې ننوت.
جُوجُو وويل:
_دا خو ډېر بې غېرته و…
تواب په خبره کې ور ولوېد:
_ له رسوايۍ ډارېده.
جُوجُو وويل:
_راځه!
دواړه د ژرندې ناوې ته ودرېدل، تواب غوټه خلاصه کړه، د زرګونو پنځه تړلي بنډله وو.
جُوجُو وويل:
_دا پيسې بايد کونډې ته ور ورسوې.
تواب په پوښتونکي نظر ورته وکتل.
جُوجُو وويل:
_زړه دې غټ ونيسه، زه درسره يم.
تواب نيم ساعت وروسته د کونډې د کور دروازې ته ولاړ و. هلک د دروازې په ليخک کې تړلې غوټه کېښوده، شاوخوا يې وکتل، يوه تيږه يې له خاورو راپورته کړه، دروازې ته يې ونيوله او دروازه يې پرې وټکوله.
منډه يې واخيسته او دروازې ته مخامخ په ګڼو نيالګيو کې کېناست، سپوږمۍ تېزه وه، ان د دروازې پر سر د غومبسو غټه ځاله هم ښکارېدله.
وخت ووت، دروازه خلاصه نه شوه.
جُوجُو د تواب پر ورانه چونډۍ ولګوله.
تواب ورو ولاړ شو،بيايې دروازه وټکوله، په منډه يې ځان تر نيالګيو را ورساوه.
د کونډې وارخطا غږ يې واوېد:
_څوک يې ؟
وخت ووت، دروازه هماغسې تړلې پاتې شوه.
جُوجُو وويل:
_يو ځل بيا!
تواب غلی ولاړ شو، داځل يې دروازه يې په شدت وټکوله.
کونډې وويل:
_څوک يې؟
دروازه خلاصه شوه، وارخطا ښځه په وره کې ودرېده، په لاس کې يې د تناره سيخ نيولی و. ښځې يوې بلې خوا وکتل، يوه شېبه ودرېده، بيا يې غوټې ته پام شو، ور وايې خيسته او کور ته ننوته.
جُوجُو وويل:
_راځه!
تواب په حيرانۍ ورته کتل…
جُوجُو وويل:
_زړه دې، که غواړې چې د کونډې له حاله خبر شې، نو په ما پسې راځه.
تواب حرکت ونه کړ.
جُوجُو وويل:
_مه وېرېږه. نه دې ويني.
تواب وويل:
_خو دروازه تړلې ده، د ځنځير شرنګ دې وانه ورېد؟
جُوجُو په خبره کې ور ولوېد:
_اه ګرانه! نوي خو مو نه دي سره پېژندلي.
تواب دروازې ته ودرېد.
جُوجُو ورک شو، شېبه وروسته د دروازې ځنځېر ورو له دړې سره ولګېد، تواب اوږه ورکړه، دروازه نيمکښه شوه. هلک په احتياط انګړ ته ور ننوت، شاوخوا يې وکتل، سپېره غولی و، ان يو شين ډکۍ هم نه ښکارېده، يوازې له څا سره يو کوږ نيالګی ولاړ و. تواب چوترې ته وخوت، يودم څراغ ولګېد، تواب پرېووت، د جُوجُو ورو غږ يې واورېد:
_دې خواته!
هلک ور وښويېد، له کړکۍ سره غلی کېناست. کوټې ته يې وکتل، کونډه حيرانه ناسته وه، خلاصې غوټې ته يې وچې سترګې نيولې وې. وروسته يې يو دم يو بنډل ور واخيست، څراغ ته يې ور نږدې کړ، په ځير ځير يې ورته وکتل.
بيا يې يو ناڅاپه وخندل، خندا يې زور ونيو، د هغې تر څنګ پروت ماشوم کېناست، په حيرانۍ يې خپلې مور ته وکتل، په وېره يې وويل:
_ادې ! ډوډۍ دې موندلې ده؟
ښځې مخ ور واړاوه، يو دم يې غېږه ترې تاوه کړه، بېرته يې له خپل ټټره بېل کړ، پيسې يې ور واخيستې ، په خوند يې وويل:
_دومره پيسې مې په ژوند نه وې لېدلې.
ماشوم غلی و.
ښځې وويل:
_اوس به دې نو خورکۍ د کابل په ډاکټرانو وګرځوم، خدای به يې جکه جوړه کړي.
ماشوم ورو وويل:
_ډوډۍ به ډېره وي؟
_هو زړه! سهار به يوه ګونۍ اوړه را وغواړم، له دې ايسته به خپل تنور بلوو.
نجلۍ وسونګېده. ښځې د هغې خوار ولي وښورول، په خوند يې وويل:
ښايستې لورې، سترګې رڼې که!
نجلۍ هماغسې پرته وه.
ښځې وويل:
_وګوره، پيسو ته وګوره! ټول زرګون دي.
نجلۍ مړاوې د مور په لاس کې نيولي بنډل ته وکتل، په زحمت يې وويل:
_چا راوړې ؟
ښځه غلې شوه، شېبه وروسته يې ورو وويل:
_نه پوهېږم!
چوپه چوپتيا شوه، مور، لور او زوی پيسو ته کتل…
د ښځې شونډې وخوځېدې:
_ملايکو!
ټول غلي وو، يوه هم کومه خبره ونه کړه، پر خړ دېوال د ماشوم د ببرو وېښتو سيوری لړزېده.
جُوجُو د تواب پزه کش کړه، تواب ولاړ شو، ورو له انګړه ووت. مخکې لاړ. تر هدېرې تېر شو.
جُوجُو وويل:
_نېک کار خوند نه لري؟
تواب ځړېدلی سر روان و.
جُوجُو وويل:
_سمه ده، څه مه وايه.
وخت ووت، تواب د کلا تر مخ د مېلمنو د کوټې بام ته وخوت، پر سپېره ډاګ ستوني ستغ اوږد وغځېد. پورته يې وکتل، د سپوږمۍ رڼا تېزه وه، ستوري تت ښکارېدل.
جُوجُو وويل:
_کور ته نه ځې؟
تواب سوړ اسويلی وايست:
_نه، د تره له سوبه (علته) مې زړه نه کېږي.
غلی شو.
جُوجُو وويل:
_بيا ژاړې!
_نه
_ما دې په سترګو کې سپوږمۍ ولېده، صافه نه وه، يوې بلې خوا ته ړنګېدله، اوښکې وې.
تواب ټوخي واخيست، يوه شېبه يې وټوخل، ويې ويل:
_کونډه او د هغې ماشومان مې سترګو ته ولاړ دي.
جُوجُو په خبره کې ور ولوېد:
_اه ګرانه! دا خو يوازې يوه وه، که په نورو کيسو پوه شې، زړه به دې وچوي.
جُوجُو غلی شو، يودم يې وويل:
_اورې؟
_څه؟
_د بېلچې غږ
_هو، خو ډېر ليرې دی.
جُوجُو وخندل:
_دومره هم نه، له وېرې ورو کار کوي.
تواب وويل:
_نو دا وخت؟
جُوجُو په خبره کې ور ولوېد:
_راځه! ځينې خبرې بايد درته مالومې شي.
دواړه له بامه ښکته شول، ولاړ غنم يې په مخه ورکړل، تېرو لوخو ته ودرېدل. تر لوخو ور هاخوا يو چا د کارېز اوبه اړولې.
تواب په بيړه وويل:
_دا خو تاجو دی، ده پرون اوبه ولګولې. نوبت يې تېر شو.
د جُوجُو غږ يې واورېد:
_د اوبو په غلا پسې راوتلی.
_اه، نه يې شم منلی، د تاجو له غلا نه بد راځي، حرامه يې ګڼي.
_اوس خو يې وينې.
تواب غلی شو.
جُوجُو وويل:
_راځه!
دواړه بېرته شاته وګرځېدل، له ګڼو چنارانو ووتل، د زنګولې غږ راغی، د پچو بوی له خاورو سره ګډ و.
تواب ته غوسه ورغله:
_د خدای له پاره، کوچي شنو تاکونو ته رمه ور پرې اېښې.
دواړه د پخڅې تر څنګ تېر شول، يو څوک پر سرداو ناست و، پر دېوال له راغليو څانګو يې زردالو شکول، پورته سپينه سپوږمۍ ولاړه وه.
تواب ځړېدلی سر د کلا خواته روان شو.
جُوجُو وويل:
_ځينې نورې خبرې هم شته.
ځواب يې وانه ورېد.
اتمه برخه
* * *
تواب پر خامه هندواڼه وخوت، سپين ښويه بوجان (زړي) ترې را ووتل، خټکي ته يې د تېره بوټ څوکه سيخه کړه، خټکی له جوړنګ بېل شو، ورغړېد او په لښتي کې ولوېد. بکس يې کېښود، يو دم يې د پالېزه پر جوړنګانو خپړې کړې. لانده بوټي له بېخه راوتل.
تواب ستړی شو، بکس يې شاته واچاوه، لېرې يو چا رشقه رېبله. ورغی، په لوړ غږ يې وويل:
_پالېز مې دې له بېخه را وايست.
په رشقه کې د لور د تېرېدو غږ ودرېد، سړي ملا سيخه کړه،حيرانې سترګې يې له چخړو ډکې وې. په سړه سينه يې وويل:
_ په سد يې؟
د تواب شونډې وخوځېدې!
_تاجو! که يې نه منې ، نو ورشه ويې ګوره!
د سړي تندی تريو شو:
_غټان په خپل نوم مه بوله!
هلک غبرګ لاسونه د سړي سترګو ته ونيول:
_ها! نوکانو ته مې وګوره، له خټو ډک دي.
سړي لور کېښود، پوله يې په مخه ورکړه، تواب هم ګړندي ګامونه پسې واخيستل. سړی د پټي په کونج کې را ايستل شويو جوړنګانو ته ودرېد.
يوه شېبه غلی و، بيا يې يودم ځمکې ته لاس کړ، يوه وړه شکېدلې هندواڼه په ګوتو ورغله، تواب سر ټيټ کړ، هندواڼه پر پوله ولګېده، چاک شوه او راوتلو اوبو يې خاوره ورسره ورغړوله.
سړي تېږې ته لاس کړ، تواب چيغه کړه!
_ته غل يې، تېره شپه دې د کارېزه اوبه اړولې.
د سړي له لاسه تېږه ولوېده.
تواب وويل:
_تا د ګل رحيم اکا يتيمانو ته هم ونه کتل، يوازې دوه پټي لري، خو ته د کارېزه سلامت شواروز خورې، بيا دې هم اوبه ترې غلا کړې!
سړي حيرانې سترګې ورته نيولې وې.
تواب وويل:
_په جومات کې يې وايم.
سړي يودم وخندل:
_ټول پالېز تر تا جار، ټوکې مې کولې، نه يم په غوسه.
بيا يې خپل جيب ته لاس کړ، شلګون يې راوايست:
_هه! په مکتب کې به څه پرې واخلې.
تواب روان شو، مخکې لاړ، شاته يې وکتل، سړي شلګون ورته وښوراوه.
د تواب بکس دروند شو، جُوجُو وويل:
_ښه دې ونه کړل.
د تواب شونډې وخوځېدې:
_اوس کوچيانو ته ورځم.
جُوجُو وويل:
_اه ګرانه! بدو ته په بدو ځواب مه وايه.
تواب ځړېدلی سر روان و.
جُوجُو وويل:
_مکتب به څنګه کوې؟
_اول سات خالي دی.
تواب تر فصلونو ووت، دښته يې په مخه ورکړه، د غونډۍ په لمنه کې د کوچيانو تورې کېږدۍ ولاړې وې.
جُوجُو وويل:
_د تېرې شپې کوچی به په کومه يوه کې پسې غواړې؟
غټ کوچياني سپي غپ وهل، منډه يې را واخيسته، بکس سپک شو، سپی ځای پر ځای ودرېد. وربوز يې پر خاورو کېښود، لکۍ يې له ځمکې مړه دوړه پورته کړه، بېرته کېږدۍ ته ور وګرځېد.
بکس دروند شو:
_دلته يې نه شې موندلی.
تواب وويل:
_ولې؟
_سپي را ياده کړه چې بېګانۍ رمه تر غونډيو ورهاخوا پسې وغواړئ.
د تواب تندی تريو شو:
_سپی دروغ وايي!
جُوجُو وخندل:
_اه ګرانه! د سپي سپکاوی مه کوه، که خبر شي نو د ځان توهين يې ګڼي.
تواب پر يوه هواره تېږه کېناست. مخامخ يې وکتل، دوو ځوانو کوچيو پچې جارو کولې، خرو لنډ لنډ ګامونه اخيستل، پښې يې تړلې وې.
د جُوجُو غږ يې واورېد:
_د کوچيانو ژوند سخت دی.
تواب وويل:
_خو ماته خوند راکوي.
جُوجُو وخندل:
_ په دې خبرو پسې مه ګرځه!
تواب غلی و.
جُوجُو وويل:
_راځه!
_چېرته؟
_دا خوند بايد له نږدې ووينو.
هلک ورو روان شو، له يوې کېږدۍ يوه بوډۍ راووته.
تواب په شونډو کې وويل:
_د کورتو اخيستلو بانه ښه نه ده؟
د جُوجُو غږ يې واورېد:
_ترڅو به په دروغو ژوند کوی؟
بوډۍ خپله چوڼداره لمن د سپي سترګو ته ونيوله. په زهير، خو ډډ غږ يې وويل:
_څه غواړې؟
تواب ور مخته شو:
_د يوه کوچي پوښتنه مې کوله، بېګا يې د انګورو په تاکونو کې يوه پاڼه هم نه ده پرېښې.
بوډۍ وويل:
_موږ رمه نه لرو، مازې څو مېږې راپاتې دي، مردار نه پرې خورو.
تواب په خبره کې ور ولوېد:
_تږی يم.
سپی وغرېد، يودم غلی پرېووت.
بوډۍ وويل:
_کېږدۍ ته ور ننوځه، سپی خروړی (خوړونکی) دی.
تواب ور وکتل، سپي پر خړو خاورو خپل وربوز اېښی و.
تواب کېږدۍ ته ننوت. پر زاړه او شکېدلي ليمڅي کېناست، شاوخوا يې وکتل، څنګ ته خيرنې بسترې پرتې وې، پورته مات شکېدلي غلبېلونه را ځړېدل.
يودم يې غوږ سوړ شو، ورمېږ يې کوږ کړ، بوډۍ له اوبو ډک جام ورته نيولی و.
تواب لاسونه ور وغځول، شونډې يې د جام پر ژۍ کېښودې، اوږه يې درنه شوه، جُوجُو وويل:
_دوې ورځې دلته وم، په همدې جام کې سپي خوله وهله.
تواب يو دم وټوخل، له خولې يې نريو رڼو اوبو داره وکړه.
بوډۍ وويل:
_بسم الله.
تواب جام پر غولي کېښود.
زګېروی شو، تواب شاوخوا وکتل، بړستنې وښورېدې. بوډۍ ورغله، غبرګې بړستنې يې چوله کړې، ببر، سره نښتي ژېړ وېښته ښکاره شول.
بوډۍ وويل:
_جار!
د تواب غوږ وتخڼيد:
_لمسۍ يې ده، غونډل چيچلې.
تواب د بړستنو خواته ور وښويېد.
بوډۍ د نجلۍ مخ لوڅ کړ، د هغې پر لمر سوځولي تور تندي يې لاس کېښود، سوړ اسوېلی يې وايست:
_لکه له تناره چې دې را ايستلې وي.
تواب وويل:
_ډاکټر ته مو نه ده ور وستې؟
بوډۍ خپلې لمسۍ ته وچې سترګې نيولې وې.
تواب وويل:
_غونډل خطرناکه دی.
بوډۍ يودم ور وکتل:
_ته له کومه پوه شوې؟
د تواب ژبه بنده شوه:
_ما، ما
بوډۍ وويل:
_ته بې څه نه يې، په غيبو پوهېږې، سپی هم څه نه درته وايي.
تواب غلی و.
بوډۍ د خواست په ژبه وويل:
_ها زويه، خدای دې په ځواني برکت که، ماته خو بزرګ ښکارې. په دې لمسۍ خو مې يو دم وکه!
تواب په حيرانۍ ورته کتل.
بوډۍ تور واړه دېګ ته لاس ور وغځاوه، دېګ يې د تواب تر مخې کېښود:
_ها، د يوې غړکي نوين (تازه) کوچ دي، په شکرانه کې يې درسره يوسه.
تواب ولاړ شو، بوډۍ تر لمن ونيو، تواب بېرته کېناست، شونډې يې وخوځېدې، د نجلۍ مخ ته يې خوله ور نږدې کړه، له چوف سره د هغې په ببرو وېښتو کې نښتې پلاله وخوځېده.
تواب په بيړه له کېږدۍ ووت، منډه يې واخيسته. لېرې ودرېد، د پښو څرپکي يې واورېدې، ورمېږ يې کوږ کړ، سپي لکۍ خوځوله.
تواب کېناست. غوږ يې وتخڼېد. جُوجُو وويل:
_ښه نو، ته بزرګ يې؟
تواب ته غوسه ورغله:
_ملنډې مه وهه!
جُوجُو وخندل:
_کوټ، کوټ، کوټ…د تندي ګونځې دي بيا ډېرې شوې، سپی بې حوصلې دی، يوازې اشاره غواړي، يوه ګوله به دې کړي.
تواب غلی و.
جُوجُو وويل:
_يوه پوښتنه؟
تواب ور وکتل:
_څه؟
غونډل انسان وژني؟
_هو، تېر کال يې زموږ د دهقان کوچنی زوی وخوړ (وچيچه)، څو ورځې وروسته يې ډاکټر ته يوووړ، خو په لاره کې مړ شو.
تواب غلی شو، يودم يې وويل:
_اوس نو مه وايه چې غونډل بې ازاره دی.
جُوجُو وويل:
_بيا دې هم په قضاوت کې بيړه وکړه. غونډل مې ظالم وګاڼه، خو هغه را ياده کړه چې کلونه کلونه همدلته اوسېدو، بس! کوچيان راغلل، غټې تيږې يې ليرې کړې او کېږدۍ يې ودروله. موږ د موږکانو يوه پخواني غار ته پناه وروړه، خو هلته يې هم په کراره نه پرېښودو، نجلۍ ډکه بدنۍ په غار کې تشه کړه، يو شوخ زوی مې پر لمن ور وخوت او د نجلۍ غاړې ته يې خوله وروړه.
تواب غلی و.
جُوجُو وويل:
_ته خوشاله يې چې دا کوچۍ مړه شي؟
تواب په حيرانۍ ور وکتل.
جُوجُو وويل:
_ورشه، بوډۍ پوه که چې د نجلۍ غم وخوري.
تواب ورو ولاړ شو،. شېبه وروسته د کېږدۍ تر مخ ودرېد. بوډۍ د کوچو له دېګ سره راووته. تواب ورو وويل:
_نجلۍ بايد ډاکټر ته ورسوئ!
بوډۍ وخندل:
_جار، د ډانګټر کار يې نه دی، ستا دم به يې ټک پتری کړي.
يودم يې هلک تر لاس ونيو او دواړه کېږدۍ ته ننوتل.
بوډۍ د نجلۍ له مخې بړستن ليرې کړه، په خوند يې وويل:
_ها ورته وګوره! کراره پرته ده.
تواب ور وکتل، د نجلۍ دخولې لنده غاړه تکه شنه وه.
بوډۍ وويل:
_پياز مې په اور کې ايښی، بس! چې خوړين شو، پر غاړه به يې ور وتړم، ټول زار (زهر) او ناوونه (چرک) به يې را وباسي.
ډډ کوچيانی غږ واورېدل شو:
_دا څوک دی؟
تواب په بيړه ور وکتل. له عمره پوخ چاغ، ګردی سړی ولاړ و.
بوډۍ وخندل:
_تږی و، خو په بزرګي کې يې شک نشته، يوه چوف يې سنځله کراره پرې ايسته.
کوچي لوی ډانګ د کېږدۍ ټاټ (ټوټې) ته ودراوه، خيرن بالښت ته يې ولي ولګول، په ډډ کوچياني غږ يې وويل:
_ادې! جونګی مې خرڅ کړ!
بوډۍ يودم کېناسته، تواب ور وکتل، د ښځې رنګ الوتی و.
کوچي وويل:
_خوا مه بدوه، په کور کې يوه لپه اوړه هم نشته.
د بوډۍ د تندي ګونځې لا پسې ژورې شوې؟
_همدا يو جونګۍ راپاتې و.
کوچي ته غوسه ورغله!
_بلا ورپسې! زڼکي (هلکان) خو له لوږې نه شو مړه کولای!
مېږې رمباړه کړه، تواب ور وکتل، دوه واړه هلکان په څو ډنګرو مېږو پسې روان وو. يوه يې پرتوګ نه درلود، اوږده لمنه يې باد وهله.
د کوچي غږ يې واورېد:
_مړۍ خورې؟
تواب ور مېږ کوږ کړ، کوچي ده ته کتل.
تواب په بيړه وويل:
_نه.
تر کېږدۍ ووت، ودرېد، کوچي ته يې مخ ور واړاوه، په وېره يې وويل:
_دا نجلۍ ډاکټر ته بوزه، مري.
کوچي چيغه کړه!
_ګل اندامې! دا چای زار زکوم دې پسې څه که!
ښځينه غږ يې واورېد:
_ځوځ خوله (اور) نه اخلي، لانده دي.
تواب ښۍ خواته وکتل، په خړ، پنډ لوګي کې يوه ښځه پټه وه، ښځې يودم وټوخل، ولاړه شوه، سترګې يې تکې سرې وې. بېرته کېناسته، ځوځو ته يې ور پوه کړل، غوټه لوګی يوې خواته کوږ شو.
تواب په ځړېدلي سر ګامونه واخيستل، جُوجُو يې پر اوږه کېناست، ورو يې وويل:
_هلکانو ته وګوره!
تواب سر پورته کړ، بې پرتوګه هلک په خاورو کې ناست و، پر خوله او پزه يې مچان بونګېدل، بل د کوټي خلاصو پښو ته پړی ور اچاوه.
جُوجُو وويل:
_اوس پوه شوې چې کوچيان سخت ژوند لري؟
تواب يې په خبره کې ور ولوېد:
_زه څه خبر وم، په کتابونو کې يې ډېر صفت راغلی، ان لوی لوی شاعران او ليکوالان يې لا په صفت نه مړېږي.
جُوجُو وخندل:
_اه ګرانه! په دې خبرو پسې مه ګرځه. زه دوې، درې ورځې له کوچيانو سره وم، ډېر څه مې ليکلي، خو لمر دی، برقي توري سم نه ښکاري.
تواب غلی روان و.
جُوجُو وويل:
_شاعران او ليکوال دې ياد کړل، ما هم د دوی ځينې ليکنې ولوستې، خو زه ډاډه يم چې کوچيانو ته يې پر پاخه سړک د روان موټر له ښيښو ور کتلي دي، دوی له ليرې د هغې پيغلې کوچۍ تصوير را اخيستی چې په اوښانو پسې روانه ده، خو هېڅکله يې د هغې له وچو شونډو راوتلی ستړی (اه) نه دی اورېدلی، د هغې په چاودو پوندو کې يې تلليو اغزيو ته پام نه دی ور اوښتی، د هغې د تندې مړو خولو ته يې نه دي کتلي، د هغې په تنکي عمر کې يې د سترګو شاوخوا ګونځې نه دي ليدلې.
جُوجُو غلی شو. تواب هماغسې ځړېدلی سر روان و.
جُوجُو وويل:
_شرط تړم! که په همدې شاعر او ليکوال يوه ورځ د کوچي بړستن هواره کړې، تر سهاره به يې سپږمې ټينګې نيولې وي. که دې ډوډۍ ورته کېښوده، په کاسه کې به وېښتان پسې غواړي، دوی د کوچيانو د ژوند په صفت نه مړېږي، خو که ورته ووايې چې يوه اونۍ ژوند ورسره وکړه، نو د پچو د بوی او دوړو له لاسه به يې د تشناب کاغذ سپږمو ته نيولی وي. يوه شېبه يې د موټر له ښيښو يوه کوچۍ پيغله ولېده، سل مخه يې په صفت ډک کړل.
جُوجُو غلی شو، د تواب پر اوږه يې چونډۍ ور ولګوله:
_پوښتنه يې وکړه چې ليکوال او شاعران بايد څه وکړي؟
تواب وويل:
_څه وکړي؟
_ښه پوښتنه ده. په اوښ پسې روانه کوچۍ او په غره کې د شپېلۍ غږ، ټول ژوند نه دی، هر څه ته بايد د واقعيت په سترګه وګوري، د هغې کوچۍ سرې سترګې دې وليکي چې په لندو ځوځو اور بلوي او سږي يې له لوګي ډک دي. هغه نجلۍ دې انځور کړي چې غونډل چيچلې، خو ډاکټر نه لري. هغه بې پرتوګه ماشوم دې ياد کړي چې پر خوله او پزه يې مچان بنګېږي او له مکتبه محروم دی. د هغو کوچيانو ستونزې دې وڅېړي چې ټوله مالداري يې ناروغيو ور تباه کړه.
تواب غلی و.
جُوجُو وويل:
_راته ووايه چې ګټه به يې څه وي؟
هلک همدا پوښتنه تکرار کړه.
جُوجُو وويل:
_واقعي ليکنې به د کوچيانو ستونزو ته د نورو پام ور واړوي، د دوی له ريښتيني ژونده به خبر شي، کېدای شي چې سيار مکتب او شفاخانه ورته جوړه کړي، د مالدارۍ غم يې وخوري. که نور نه وي، د هوايي خبرو پر ځای خو به يې واقعيت ويلی وي.
د تواب شونډې وخوځېدې:
_مکتب راورسېد.
اوږه يې سپکه شوه.
* * *
ملک وويل:
_يوازې تفدانۍ پاتې دي.
يو ځوان په منډه جومات ته ننوت، بېرته راغی، دوې تفدانۍ يې پر هوارګېلم کېښودې.
ملک وويل:
_ښه ځای دی، هوا چلېږي.
څپلۍ يې وايستې، پر رنګارنګ هوارو ټغرونو مخکې لاړ، د زاړه توت تنې ته اېښي بالښت ته يې ډډه ووهله، ويې ويل:
_د چايو غم مو خوړلی دی؟
يوه کليوال په بيړه ځواب ورکړ:
_کورونو ته مو احوال ورکړی، چای او ډوډۍ په خپل وخت راځي.
ملک غټه چونډۍ نصوار تر ژبې لاندې کړ، ورو يې وويل:
_ناوخته شول.
کليوال غلي وو.
ملک وويل:
_توابه زويه! د جومات بام ته ور وخېژه!
تواب پر خټينو زينو وخوت. شمال لور ته يې وکتل، دښته له شنو سپاندو ډکه وه، ورمېږ يې کوږ کړ، لمر يې سترګو ته سيخ شو، ښی لاس يې پر وروځو کېښود، په لوږ غږ يې وويل:
_د زړې کلا له خوا خلک را روان دي!
يوه کليوال خوله پورته ونيوله:
_څو کسان دي؟
_نه پوهېږم، له دې ځايه سم نه ښکاري، د ګلدين کاکا تر سنځلو راتېر شول.
هماغه سړي ور غږ کړل:
_څوک دي؟
ملک وخندل:
_ياره مير احمده، اجبه ساده خبره دې وکړه، ليرې دي، هلک يې شمېرلی نه شي، نو څنګه به يې وپېژني!
نورو کليوالو وخندل.
تواب د بام پر ژۍ کېناست. د توتکيو غچا شوه، مخ يې واړاوه، د جومات پر سپيکر دوې توتکۍ ناستې وې. لاندې يې وکتل، د زاړه توت څانګې پر ناستو کسانو ورغلې وې، د شنو پاڼو له چولو، خيرنې خولۍ او سپين پټکي ښکارېدل.
غرهاری شو، دوې ټيټې نرۍ هليکوپترې راغلې، تکې تورې وې، دښته يې په مخه ورکړه، له خپلو سيورو سره يو ځای تلې.
تواب ودرېد، چيغه يې کړه!
_نور هم راغلل!
له لاندې يوه کليوال په لوړ غږ وويل:
_موټر دي؟
_هو.
_څو دانې ؟
_نه پوهېږم، په دوړو کې نه ښکاري.
تواب مخکې لاړ، په ځېر يې دښتې ته وکتل، د مخکيني موټر ښيښه برېښېدله، نور په دوړو کې پټ ول.
تواب د بام پر دودکش مټ ولګاوه، يو دم شاته لاړ، له دودکشه سرې غومبسې راووتې.
تواب په منډه له بامه کښه شو.
ملک وويل:
_چا نه و درته ويلي!
د تواب شونډې وخوځېدې:
_بمبرې (غومبسې) وې.
کليوالو وخندل.
_تواب ويالې ته ور وګرځېد، يوه لپه رڼې اوبه يې مخ ته ور واچولې، اوږه يې درنه شوه.
جُوجُو وويل:
_څه خبره ده؟
تواب په بيړه شاوخوا وکتل، کليوال ليرې و:
_مرکه ده.
_هغه د چرګو پر سر د مړي کيسه؟
_هو.
د موټر هارن واورېدل شو، تواب په پښو ودرېد، له تنګې کوڅې درې موټره راووتل. دروازې خلاصې شوې، ټولو سپينې او ژېړې لونګۍ تړلې وې، ملک او کليوال مخکې ورغلل، غېږې يې ورکړې، پر ليکه هوارو توشکو کېناستل.
جُوجُو وويل:
_په دې خلکو کې مې ايله د خير کار وليد، پخلاينه ښه ده.
تواب غلی و.
جُوجُو وويل:
_نږدې نه ورځو؟
تواب له توت سره ودرېد.
يوه کليوال وويل:
_وه هلکانو، هلی شاباس، دا ځای ستاسو له پاره نه دی، ورشئ، چای راوړئ.
تواب او څو نور هلکان ليرې شول.
جُوجُو وويل:
_غم مه کوه! زه يې احوال درته راوړم.
د تواب اوږه سپکه شوه.
نهمه برخه
* * *
تواب کوټې ته ورغی، جُوجُو په تاخچه کې ځړېدلی سر ناست و.
تواب وويل:
_څه وخت راغلې؟
ځواب يې وانه ورېد.
تواب ، کمپله پر پښو ورکش کړه، اوږد پرېووت.
جُوجُو وويل:
_دې ته نو انصاف نه شو ويلای.
تواب کېناست.
ُجوجُو وويل:
_اجب منطق، قتل ورور وکړ، په بدۍ کې يې خور لاړه.
تواب ورو وويل:
_په دې خبرو پسې مه ګرځه!
جُوجُو وخندل:
نو تاسو په کومو خبرو پسې ګرځئ! څه ته ارزښت ورکوئ؟
يو دم يې بسترې ته ور ټوپ کړل، دېوال سپينې رڼا ونيو.
جُوجُو وويل:
_دلته مې ځينې يادداښتونه ليکلې دي.
١٥٤٤ کال، د تور ستوري دولسمه.
غلی شو، تواب ته يې وکتل، ويې ويل:
_ستاسو په حساب د ١٣٩٢ ل کال د ثور دوهمه راځي. غوږ شه، د همدې ورځې يو ياد داښت درته لولم.
تياره وه، پر پاخه سړک مې څو موږکان وليدل، ورغلم، له موټرو د غنمو لوېدلې دانې يې ټولولې. يوه موږک ته مې وويل چې موټر به مو ووهي، را ياده يې کړه چې بېغمه اوسه، امنيت خراب دی، له ماښامه وروسته موټر نه شي را وتلی. کړپا مې واورېده، ورغلم، د پاخه سړک پر غاړه څو خړ دوکانونه ولاړ ول. غوږ مې ونيو، کړپا د پايې له سره راتله، ځير شوم، انسان و، د برق له پايې يې يو څه خلاصول.
د يوه دوکان تر مخ په خاورو کې پراته سپي ته مې چونډۍ ور ولګوله، سپي ټوپ کړل، ليرې ودرېد، په وارخطايې يې وويل:
_فکر مې وکړ چې انسان دی.
بېرته خپل ځای ته راغی، وربوز يې پر خاورو ولګاوه، سترګې يې پټې کړې.
ومې ويل:
_دا سړی څه کوې؟
سپي خوله خلاصه کړه، اوږد ارږمی يې وايست، په خوبولي غږ يې وويل؛
له خوبه مې مه باسه!
مجبور مې کړ .
سپي په پټو سترګو وويل:
_څه موده مخکې دلته يوه موسسه راغله، شمسيانې يې ولګولې. ښه و، مصرف يې نه غوښت، د لمر په واسطه يې بېټرۍ چارجېدلې، د شپې به سلګونو ګروپونو سپينه رڼا کوله، ټول بازار يې روښانه کړی و. خو له څو ورځو راهيسې د همدې بازار د پوستې عسکر پرې اموخته دي، هره شپه درې، څلور شمسيانې او د هغوی بېټرۍ خلاصوي، پلوري يې، ما په خپله وليدل، کومندان يې پيسې شمېرلې.
جوجُو غلی شو، رڼا ته يې لاس ور ووړ، ويې ويل:
_بله پاڼه مې راواړوله.
د تور ستوري ديارلسمه:
سهار وختې مې په سفينه کې ليکلی تحقيق سماوه چې يو لوی درب شو، په بيړه د باندې ورغلم. تياره وه، هېڅ هم نه ښکارېدل، د مرغانو د وزرونو شڼهاری مې واورېد، پورته وختم، څو وارخطا هيلۍ مې ولېدې. يوې ته مې د درب يادونه وکړه، له وېرې يې زبون وهل شوی و، خو بلې راته وويل چې د پاخه سړک خواته ورشه.
هماغسې مې وکړل، دوړه لا نه وه ناسته، نږدې ورغلم، د اوبو پر سر تړل شوی شل متره اوږد، پوخ پل ماته ملا پروت و.
ليرې په ونو کې پاڼې وخوځېدې، هماغې خواته مې مخه کړه، دوو کسانو منډې وهلې، اوږدې ږېرې يې درلودې، يوه يې د موټر بېټرۍ په لاس کې نيولې وه، بل په روان حال کې نری سيم ټولاوه.
دوی تر نږدې باغه په منډه ول، خو کله چې تر پخڅې واوښتل، تګ يې عادي شو، يو بل ته يې د پله د نړېدو مبارکي ويله.
جُوجُو غلی شو. ورو يې وويل:
_دې ته وايي وطندوستي.
تواب رڼا ته کتل.
جُوجُو وويل:
د تور ستوري څوارلسمه:
دا خلک تل په غوسه وي، هوارې ټنډې مې نه دي ليدلې، په سمه خبره کې يې کاوړ ګډ دی. دوی خندا نه پېژني. که يې خندلي هم وې نو د نورو د سپکاوي له پاره يې خندلي دي. يو ماښام يوه جومات ته ور وګرځېدم، لويان او ماشومان ناست ول، د يوه ماشوم باد پرې شو، ټولو وخندل، ډېر هومره چې سترګو يې اوښکې وکړې، ماشوم ژړل، خو د خندا غږ د هغه تر ژړا ډېر لوړ و. د يوه سړي له ډېرې خندا سا بنده شوه. له لمانځه وروسته هماغه سړی تر ټولو مخکې له جوماته ووت. پسې ورغلم، د ساراګشت له پاره يوې کنډوالې ته ورغی، هوا يې دومره خرابه کړه چې په کنده کې د ناست ملخ زړه وچاوديد، خو ده ونه خندل، برعکس، قواره يې جدي ښکارېده.
بله ورځ يوه ښځه له خرې ولوېده، پر ړنګه ونه ناستو کسانو له ډېرې خندا خپلو تشو ته لاسونه نيولي وو.
په هماغه مازيګر مې په يوه بل کلي کې ډله ځوانان وليدل، نږدې ورغلم، په يوه ليوني پورې يې پلاستيکي خلطه غوټه کړې وه، لکۍ يې ورته ويله، د خندا له لاسه په هماغه خوا مرغۍ نه ورتلې، پر اخوره ولاړ خره هم خندل، خو د هغه خندا منطقي وه، خره د انسانانو په ساده توب پورې خندل.
جُوجُو غلی شو، تواب ته يې وکتل، ويې ويل:
_کوم کار مو سم دی؟
تواب وچې سترګې ورته نيولې وې.
جُوجُو وويل:
_د خپلو ياد دښتونو بله برخه به درته ولولم.
يوه ورځ يو څه ليرې لاړم، د وهل شويو ځنګلونو په اړه مې تحقيق کاوه. سوی او ګيدړه مې وغږول، ويل يې چې د اوسېدو ځای نه دی ورپاتې،غرونه لوڅ شول، انسانانو ټولې ونې خرڅې کړې.
د څېړۍ د يوه سپېره نيالګي پر ښاخ کېناستم، لاندې د سيند اوبه له لويو ډبرو سره لګېدلې، شڼهاری يې خوت. ناڅاپه مې يوه پېغله وليده، سر يې لوڅ و، په منډه کې يې تور وېښته يوې بلې خواته کېدل. يو ځای ودرېده، شاته يې وکتل،لويې ډبرې ته يې ولي ولګول.
نږدې ورغلم، لوڅو پښو يې په تېرو ډبرو د وينو څاڅکې پرېښي ول، نجلۍ تېزه تېزه سا وهله، باد يې تور وېښته پر سپين مخ راوستل، نجلۍ پر مخ لاس تېر کړ، خو لا يې هم پر شونډو په پرته وينه کې څو تور وېښته سرېښ ول. ناڅاپه ډز شو، له تيږې وړه ټوټه بېله شوه. نجلۍ منډه واخيسته، خو په دوهم ډز ځای پر ځای ودرېده، ځنګنونه يې پر وړو تيږو ولګېدل، له وليو څخه يې وينو داره وکړه، ړنګه شوه، خړې ډبرې سرې شوې.
شاوخوا مې وکتل، دوو ځوانانو منډې راوهلې، يوه يې ټوپک درلود. نږدې راغلل، د ټوپک له نلۍ څخه د سوځېدلو باروتو بوی ته.
مړه نجلۍ يې تر لاسو او پښو ونيوله، خړو اوبو ته يې ور خوشی کړه. پسې ومې کتل، تر يو څه ځايه روانو ځګونو تور وېښته ورسره وړل، وروسته ډوب شول.
په ځوانانو پسې تر کلي ورغلم. د نجلۍ مور بدې ورځې کولې، وېښته يې شکول، کيسه مالومه شوه، د نجلۍ له خولې راوتلي و چې يو ځوان ورباندې ګران دی.
جُوجُو غلی شو. تواب ته يې وکتل، ويې ويل:
_وروڼو يې ووژله. اه! دا خلک دومره مظلوم دي چې ان د ګرانښت حق هم نه لري.
تواب رډې سترګې ورته نيولې وې.
جُوجُو وويل:
_بله پاڼه به راواړوم.
دلته له قسمه پرته خبره نه کېږي، ((په کوران که درواغ درته وايم، خدای مې دې ووهې که مې غلطه خبره کړې وي، په الله قسم که مې پيسې بېرته درنه کړې…)).
اه! دا خلک څومره پر يوبل بې باوره دي.
يو بل ټکی، دلته ژوند څومره بې هدفه دی. بس وخوره، ويده شه، اولاد پيدا کړه او کوڅې ته يې وسپاره، نه يې د ساتلو غم ورسره وي او نه هم د تربيې. تنکي ځوانان يې په کنډوالو کې ناست وي او په غرويو (ورغويو) کې چرس ميدوي. بس! سپېره وړه، ورېښمينه لونګۍ او د ژمي يو پسه لاندی يې ټول ژوند دی.
تر اوسه مې داسې څوک ونه ليد چې بل ته يې خير ور رسېدلی وي. برعکس، د يو بل پښې وهي، لوی دښمن يې تر ټولو نږدې خپل (تربور) دی. تل په بدو پسې ګرځي، ټول فتواوې ورکوي، مړ کړه، وتړه، اوبو ته يې واچوه، هر يو يې سياستوال دی، له سهاره تر بېګا يوه پاچاهي ړنګه کړي او بله جوړه، اه! دوی د خوشالۍ له پاره هېڅ هم نه کوي، خو غم په پيسو اخلي.
جُوجُو غلی شو، تواب ته يې وکتل، ويې ويل:
_ډېرې خبرې مې وکړې؟
خرهاری يې واورېد..
جُوجُو پر دېوال لاس تېر کړ، رڼا ورکه شوه.
ويې ويل:
_څه بېغمه خلک دي.
ورک شو.
* * *
غرمه وه، تواب د کچالو جويې ته اوبه ور پرېښودې، پر پوله ورته کېناست، پزه يې کش شوه.
جُوجُو وويل:
_دهقان مو زوړ دی، مرستې دې خوشاله کړم.
د تواب تندی تريو شو:
_هغه ته يې ځواب ورکړ!
_ولې؟
_پرون مې پلار د وړو کندو بېځايه کاوه، دهقان ته يې احوال ور ولېږه، خو هغه ويل چې ناروغه دی.
_بيا؟
_نيکه ته غوسه ورغله، سړی يې راوغوښت، ورياده يې کړه چې نور يې په پټيو کې ونه ويني.
جُوجُو وويل:
_ نو د کندو بېځايه کول خو د دهقان کار نه دی.
د تواب شونډې وخوځېدې:
_له دهقان سره يې په اوله کې ويلي و چې بېګار به وړې.
_واضح يې کړه!
_دلته پر دهقان نور شرطونه هم اېښودل کېږې. د بادار کور ته د غنمو او پروړې وړل، ژرنده، د بامونو کاګل ….
تواب په بيړه ولاړ شو، بېل يې ور واخيست، جوارو ته اوښتې اوبه يې وتړلې.
جُوجُو وويل:
_بېګا ډېر بې خوبه وې.
تواب غلی و.
جُوجُو وويل:
_بېګا ناوخته د هغې نجلۍ کور ته لاړم چې په بدو کې يې ورکړه. پوهېږې! ځان وژني.
تواب په رډو سترګو ورته وکتل.
جُوجُو وويل:
_نجلۍ د تناره په خونه کې يوازې ناسته وه، کاسې، پيالې، دسترخوان، مالګه، مرچ، هر څه تيت او توشپلي پراته وو.
نجلۍته مې وکتل، پر مخ يې تورې ليکې ښکارېدلې. نږدې ورغلم، په اوښکو کې يې رانجه ګډ و.
د موږک ژړا مې واورېده. په دېوال کې جوړ شوې غار ته ورننوتم، يوه کوچنې موږک ژړل، په روڼ پلاستيک کې يې د غنمو د پرتو دانو خواته زورونه ور وهل، خو مور يې تر لکۍ ټينګ نيولی و.
ماشوم مې په لوږه نه لورېده، پلاستيک ته مې لاس ور وغځاوه، خو د موږک مور يودم چيغه کړه!
_پام!
په حيرانۍ مې ورته وکتل.
د موږک مور وويل:
_زهر دي.
لاس مې راټول کړ.
د موږک مور وويل:
_په دې زهرو موږکان وژني، خاوندمې تېره مياشت همدا د غنمو رنګېدلې دانې وخوړې، شېبه وروسته يې په ګېډه درد شو، سيپن نس را واوښت.
په خبره کې يې ور ولوېدم.
_نو دا زهر دلته څه کوي؟
د موږک مور وويل:
_لومړی مې زوی تر لکۍ ونيسه.
هماغسې مې وکړل.
د موږک مور د باندې ووته، خو ماشوم ژړل، زورونه يې وهل او د غنمو دانې يې غوښتې.
د موږک مور د وچې ډوډۍ له يوې وړې ټوټې سره بېرته راغله.
کوچنی غلی شو، ډوډۍ يې ور واخيسته، کونج ته کرار پرېووت.
مور يې وويل:
_مازيګر مې د نجلۍ چيغې واورېدې، د اور د خونې کړکۍ ته ور وختم، نجلۍ په چوتره کې ناسته وه، په لندو سپينو پايڅو پورې يې توره خاوره ښکارېدله.
مور يې راغله، د نجلۍ سر يې په خپل ټټر پورې ونيو، پر خړو غومبورو يې اوښکې روانې شوې. وروسته يې نجلۍ ولاړه کړه، دواړه کوټې ته ننوتل.
زړه مې بې طاقته شو، د اور له خونې د باندې ووتم. په انګړ کې مې د نجلۍ پلار وليد، خپلې وړې لور ته په غوسه و، ويل يې چې زاڼه چا خبره کړه؟
وړې نجلۍ په وارخطايۍ وويل چې له زاڼې سره کارېزه ته تللې وه، دواړو منګي ډک کړل، کور ته د راتګ په حال کې مو د حاجي تور وړه لور وليده، غوا يې اوبو ته ور وستله، زاڼې ته يې وويل چې په بدو کې يې ورکړې. زاڼې چيغه کړه، له اوږې يې منګی ولوېد او د کور خواته يې منډه راواخيسته.
د زاڼې پلار يوه شېبه ولاړ و، بيا يې د ابدان څوښکي ته بدنۍ ونيوله ، اودس يې وکړ او له انګړه د باندې ووت.
کوټې ته ورغلم، زاڼه پر کټ ناسته وه، سلګۍ يې وهلې.
مور يې په خواره خوله وويل:
_قسمت به دې همداسې و.
زاڼې يودم چيغې کړې:
_ هغه سړی تر پنځوسو کلونو اوښتی دی، بله ښځه هم لري.
د زوی ژړا مې تر غوږ شوه او له هغه ځايه راووتم.
موږک غلی شو.
ومې ويل:
_ټوله کيسه راته ووايه.
موږک چيغه کړه!
_مه!
يو دم يې زوی له لکۍ ور کش کړ.
ور ومې کتل، د زوی تېره نوکان يې لا په پلاستيک کې بند و.
د موږک مور خپل زوی ته پاتې ډوډۍ ونيوله، زوې يې پر وچه ډوډۍ خپل تېره غاښونه ټينګ کړل، خو لا يې هم ګردې وړې سترګې له غنمو نه اړولې.
د موږک مور وويل:
_تر ماخوستنه دلته وم، د لوښو کړپا مې واورېده، ورغلم، په سرای کې لاټين بل و، زاڼې ناولي لوښي پرېمينځل. د جارو تر شا پټ شوم، زاڼې ته مې وکتل، په سرو سترګو کې يې د لاټين رڼا ښکارېدله.
وروسته يې ډک تشت پرېولي لوښي د اور خونې ته يوړل، پسې ورغلم، زاڼې د ټکري پيڅکې ته ور لوېدلې غوټه خلاصوله. زړه مې خولې ته راغی، دې د موږکانو د زهرو پلاستيکي خلطه پر غولي کېښوده. کيناسته، دغنمو رنګ شويو دانو ته يې وکتل، يودم يې چيغه کړه.
زاڼې تر ډېرو ژړل، وروسته سلګيو واخيسته، پورته يې وکتل او لاسونه يې لپه کړل.
ما يې غږ نه اورېده، خو د نجلۍ شونډې خوځېدلې.
د هغې سترګو ته مې وکتل، رانجه يې اوښکو وهلي و.
بيا يې پلاستيکي خلطه ور واخيسته، ورغوی يې د غنمو له دانو ډک کړ. خولې ته يې ور ووړ، ناڅاپه کړپ شو، ژر يې ډک غروی (ورغوی) بېرته په پلاستيکي خلطه کې تش کړ، د باندې ووته.
ورغلم، پاکټ مې تر ژۍ ونيو او غار ته مې راکش کړ. .
له چوترې نرۍ غږ راغی، مور يې زاڼې ته په غوسه وه چې په لوږه ويدېدل ښه نه دي.
د زوی زګېروی مې واورېد، په خوب کې يې د پزې وړه، سره څوکه يوې بلې خواته کوله، پوه شوم چې د غنمو بوی پرې لګېدلی و.
يو دم پيالې وکړنګېدې، ورغلم، زاڼه په زهرو پسې ګرځېده، د پلاستيکي فرش څنډې يې واړولې، پريمينځلي لوښي يې سره تيت کړل، تاخچه يې وکته، يو دم يې کوکه کړه، د مرچو او مالګې ډبلي يې لاندې راوغورځول، کونج ته غلی کېناسته.
بس، همدومره.
جُوجُو غلی شو، ليرې د بايسکل زنګ وکړنګېد. جُوجُو د کچالو د بوټي تر پاڼو ور وکتل، په نرۍ لاره کې ډنګر سړی ولاړ و.
سړي په لوړ غږ وويل:
_نيکه دې په کور کې دی؟
تواب ورغږ کړل:
_هو! خيريت و؟
_د حاجي ستار د لور جنازې ته يې غوښتی.
_کوم ستار؟
سړي پر بايسکل پښه واړوله. په تګ کې يې وويل:
_د ړنګ کارېز د کلي.
تواب ودرېد، چيغه يې کړه!
_کومه يوه؟
د سړي غږ د بايسکل د ټيم له ټکا سره ګډ شو:
_هغه چې پرون يې په بدو کې ورکړه.
جُوجُو وويل:
_اه!
ورک شو.
* * *
ماسختن تواب د نيکه پر لاسونو اوبه ور اچولې چې بدنۍ کږه شوه.
نيکه چيغه کړه:
_ړوند يې، درۍ دې لنده کړه.
تواب غلی و. تره ته يې وکتل، سترګې يې له غوسې ډکې وې. تواب د نورو پر لاسونو هم اوبه ور واچولې، تر چوترې ښکته شو، چلمچي يې تش کړ، اوږه يې درنه شوه.
تواب په غوسه وويل:
_بدنۍ د ناستي ځای نه و.
جُوجُو په خبره کې ور ولوېد:
_بيړه لرم، بايد خبرې وکړو.
تواب وويل:
_ټول ناست دي، کوټې ته نه شم تلای.
له چوترې يې د پلار له غوسې ډک غږ راغی:
_له ځان سره مه بونګېږه! سمه خبره وکه!
تواب وارخطا شو:
_څه! څه مې نه دې ويلي.
چوترې ته ور وخوت، غلی کېناست.
نيکه چيغه کړه!
_بلا! وه بلا! د لمانځه ناوخته شو.
له دالانه ښځينه وارخطا غږ راغی:
_چای دم دی، يوازې پيالې مينځم.
چوپه چوپتيا شوه، د تناره له خونې د پيالو کړنګا راتله.
نيکه په غوسه وويل:
_کم عقله نجلۍ! ځان يې زندۍ (غرغره) کړ، نه د دې دنيا شوه نه د هغې.
د تواب غوږ وتخڼېد، جُوجُو وويل:
_ورته ووايه چې دا دنيا خو تاسو ور خرابه کړه.
تواب په غوسه وويل:
_چوپ!
د تواب پلار يو دم چيغه کړه!
_خره!
سړي چپلکې ته لاس ور وغځاوه، تواب ټيټ شو، چپلکه پر يوه کوچني هلک ولګېده. هلک په چيغو د اور خونې ته منډه واخيسته.
د تواب پلار لاس ور وغځاوه، تواب يې له ښی پښې کش کړ، تواب غبرګې څنګلې خپل مخ ته ونيولې، درنه څپېړه يې غوږ ته سيخه شوه.
نيکه چيغه کړه!
_مه! هلک دی.
د اور له خونې وارخطا ښځې راووتې.
د تواب پلار شاته شو.
تواب په ژړغوني غږ وويل:
_په کوران که مې نيکه ته ويلي وي.
تره يې چيغه کړه!
_مخ دې تور، ټولو واورېدل.
تواب منډه واخيسته، کوټې ته لاړ، په تياره کې غلی کېناست.
د جُوجُو خواشينی غږ يې واورېد:
_وبښه!
تواب وسونګېد.
جُوجُو وويل:
_مه ژاړه، هسې هم خفه يم.
تواب چيغه کړه!
_دا وخت نو د پوښتنې و؟
جوجُو وويل:
_نن شپه ځم.
تواب نيغ کېناست:
_ولې؟
_تحقيق مې خلاص شو.
_بيا به دې ووينم؟
_نه شم راتلای، دلته د خوشالۍ خبره نشته، تر دې ځايه د غږ ماشين هم ښه دی. خو تا زحمت راسره و ايست. مننه.
جُوجُو ورک شو.
لسمه او وروستۍ برخه
* * *
تواب له وچو پاڼو د انګورو څو ژېړې دانې ور ټولې کړې، خولې ته يې واچولې، د پولې پر سر غلی کېناست. شاوخوا يې وکتل، په تاکونو پورې لا يوه، نيمه وچه پاڼه باد وهله.
تواب چيغه کړه!
_اررې!!!
پسونه د باغ دروازې ته ور روان ول.
تواب له ځمکی يوه لويه لوټه ورپورته کړه، لوټه د دروازې په زنګ وهلي اهن چادر ولګېده، پسونه بېرته راوګرځېدل. تواب کېناست، سر يې وځړېد، له ځمکې يې يو خلی ور پورته کړ، پر خاورو يې څو ليکې و ايستې.
څنګ ته يې وکتل، يو دم ېې چيغه کړه، تر پولې يې ټوپ واچاوه، ودرېد. ورمېږ يې کوږ کړ، جُوجُو ځړېدلی سر ناست و.
تواب وويل:
_له ما خو دې زړه وايست.
جُوجُو غلی و.
تواب وويل:
_څه وخت راغلې؟
جُوجُو سر پورته کړ:
_نه اورم!
_څه وخت راغلی؟
جُوجُو په لوړ غږ وويل:
_غوږونه مې درانه دي، ستاسو په حساب درې ساعته د غږ په ماشين کې وم.
تواب د جُوجُو تر څنګ کېناست. هغه ته يې وکتل، په شنه سترګه کې يې پخوانۍ ځلا نه وه پاتې.
جُوجُو وويل:
_د ځمکې د کرې له څنګه تېرېدم، را په ياد شوې.
تواب په حيرانۍ ورته کتل:
جُوجُو وويل:
_کور ته مو ورغلم، نيکه دې په کمپله کې ځان پټ کړی و، ټوخل يې. بيا مې د اور کوټه درپسې وغوښته، خو هلته هم نه وې، له غوا مې پوښتنه وکړه، ويل يې چې باغ ته يې پسونه بېولي دي.
جُوجُو غلی شو، په ښي اوږده غوږ کې يې ګوته ننه ايسته، لاس ته يې ټکان ورکړ، ويې ويل:
_په دريو، څلورو مياشتو کې لوی بدلون راغلی دی، هغه ولاړ فصلونه، شنې پاڼې، رنګارنګ مرغان، هېڅ هم نشته، هره خوا سپېره ده.
تواب وويل:
_منی دی.
جُوجُو غوږ ور نږدې کړ.
تواب چيغه کړه!
_منی دی.
جُوجُو يو دم شاته شو، ويې ويل:
_دومره هم نه.
غلی کېناست. ويې ويل:
_جزا يې راکړه.
تواب په حيرانۍ ور وکتل:
_ولې؟
_نه يې منله، ويل يې چې دا هر څه دروغ دي.
تواب وويل:
_څه؟
_تحقيق يادوم، د منلو وړ نه ورته ښکارېده.
تواب په حيرانۍ ورته کتل:
جُوجُو وويل:
_تحقيق مې معلم ته ور وسپاره، خوشاله وم، د ښو نومرو تمه مې درلوده، خو په سبا يې د مکتب ادارې ته ور وغوښتم. د مکتب مدير او معلمين په غوسه ښکارېدل. ټول په يوه خوله ول چې تحقيق دروغ دی. حيران شوم، د وضاحت غوښتنه مې وکړه. د ستورو پېژندنې معلم ولاړ شو، ويې ويل:
_مدير صاحب! زه تېر کال ځمکې ته تللی وم، ډېرې برخې مې ولېدې، اوسيدونکو يې سم ژوند درلود، په مينه پوهېدل، له يو بل سره يې همکاري کوله، خپل وطنونه ورباندې ګران وو، غلا، نورو ته په سپکه کتل، ظلم او وحشت يې بد ياداوه. ما په ځمکه کې داسې څه ونه ليدل، لکه جُوجُو چې ليکلي دي.
جُوجُو غلی شو، سريې وځړېد، ويې ويل:
_د ځمکې په کره کې مې د افغانستان نخشه ور وښوده، خو يوه هم باور نه کاوه.
د اخلاقو استاد له مدير نه د پوپو د راوستلو اجازه وغوښته. پوپو تر ما يو صنف مخکې دی، په درس کې مثال نه لري، درې پرله پسې صنفه يې د فکر پاڼه جايزه وړې.
پوپو راغی او په احترام ودرېد.
د اخلاقو استاد، مدير ته وکتل:
_پوپو تېر کال ځمکې ته تللی و. په تحقيق کې يې مختلف هېوادونه ياد کړي دي، که مو اجازه وي، نو زه به له پوپو څخه څو پوښتنې وکړم.
د مدير شنه سترګه ورپېده.
د اخلاقو معلم پوپو ته مخ ور واړاوه:
_د جُوجُو تحقيق مې مطالعه کړ، ليکلي يې دي چې انسانان د نجونو د تعليم مخالف دي.
پوپو وويل:
_داسې نه ده، زه د بنګله دېش په نوم يوه وطن ته لاړم. يوه کورنۍ مې وليده، له نيستۍ د سړک په لوی پلچک کې اوسېدل. خو په نجونو او هلکانو يې درس وايه، په تحقيق کې مې هم ليکلي دي، په همدې کور کې څلور ماشومان اوسېدل، درې يې نجوني وې، مور به يې هر سهار وېښته ور چوټي کړل او د مکتب جامې به يې ور واغوستې. زه په ځمکه کې تر سلو ډېرو هېوادونو ته تللی يم، په خوار او شتمن، کافر او مسلمان کې مې داسې څوک ونه ليدل چې د نجونو له مکتب سره مخالف وي.
د اخلاقو معلم وويل:
_جُوجُو ليکلي چې دې خلکو مينه نه پيژندله، تل يې د يوبل پښې وهلې، کرکه،دروغ او غلا پکې حاکمه ده.
پوپو يو دم وخندل، غلی شو، بښنه يې وغوښته، ويې ويل:
_دا نو د منلو وړ نه ده. زه په ډېرو ځايونو وګرځېدم، خو په انسانانو کې مې کرکه ونه ليده. دوی له يو بل سره په مينه ژوند کوي، يو وخت يوه افريقايي هېواد ته لاړم، په روغتون کې مې يوه تورپوستې ښځه ولېده، نه پوهېدم چې څه ورباندې شوي وو، خو د بدن ټولې غوښې يې شړېدلې وې. هر څه يې په بستره کې ول. ما په خپله وليدل، يوې سپين پوستې نرسي يې ځای ور پاکاوه، وروسته يې تشناب ته يووړه او په خپلو لاسونو يې پرېمينځله. نرسه موسکه وه، په تندي کې يې ان يوه نرۍ ګونځه هم نه ښکارېدله.
پاتې شوه د دروغو خبره. دروغ خو په هر دين کې ناروا دي، انسان مړ که، خو دروغ به ونه وايي.
د اخلاقو معلم وويل:
_د جُوجُو په تحقيق کې مې ولوستل چې انسان پوچې خبرې کوي.
پوپو وخندل:
_نه يې منم، ما د ډېرو خلکو خبرې واورېدې. غټه غوسه يې د (وبخښۍ) ټکی دی.
د اخلاقو استاد بله پوښتنه وکړه!
_د قسمونو په اړه يې څه وايې؟
_ قسم خپل شخصيت ته تاوان ګڼي، انسان په دې باور دی چې رښتيا خبره قسم نه لري.
استاد وپوښتل:
_جُوجُو وايي چې د ځمکې خلک په خپل سر يو بل وژني؟
_نه، هر هېواد خپل قوانين لري، دوی محکمه ورته وايي، د قاضي په نوم يو څوک پرېکړه کوي، خو پرېکړه يې هم هوايي نه ده، تحقيق کوي، شاهدان غوښتل کېږې او که يو څوک مجرم وپېژندل شي، د هغه جرم ته په کتلو سره سزا ورکوي. ما په ډېرو ملکونو کې تحقيق وکړ، خوار او غريب ، ټول خپلو قوانينو ته احترام لري.
يوه ورځ مې يو ځای د انسانانو ګڼه ګوڼه وليده، ورغلم، يوه وړه نجلۍ د موټر تر ټاير لاندې وه. مور يې بدې ورځې کولې، ژړل يې. خو موټروان ته يې څه نه ويل. امبولانس راغی، د نجلۍ مړی يې يووړ. د پوليسو موټر ودرېد، موټروان په خپله ور روان شو.
د اخلاقو استاد وويل:
_د ځمکې خلک له حيواناتو سره څنګه رويه کوي؟
_اه! پوښتنه يې مه کوه. هېڅوک حق نه لري چې کوم حيوان ته ضرر ور ورسوي، ښکار بند دی. ان په ډېرو سيمو کې يې د حيواناتو د اوسېدو له ځايه جالۍ راګرځولې دي. انسانان وېره لري چې موټر يې ونه وهي. دوی له حيواناتو سره مينه لري، خوراک ورکوي او ډاکټران يې ورته ټاکلي دي. دوی په حيواناتو وياړي او له ډېرو ليرو سيمو څخه نور خلک د ليدو له پاره ورځي. ما په خپله ځيني افريقايي هېوادونه وليدل، ډېر عايد يې له همدې برخې پوره کېږي.
د اخلاقو معلم وويل:
_خو د جُوجُو تحقيق هغه څه نه دی چې ته يې وايې؟
پوپو ما ته وکتل.
د اخلاقو معلم وويل:
_يوه وروستۍ پوښتنه. جُوجُو ادعا لري چې انسان خپل پل، سړک، مکتب، د برق پايې… له مينځه وړي! انسانان په وطن پالنه کې څنګه دي؟
د پوپو سترګه وځلېده:
_زه به يوه کيسه درته وکړم. په يوه وطن کې مې يو ماشوم وليد، خپل بيرغ ورسره و. منډې يې وهلې، يو دم يې پښه بنده شوه، ولوېد. بېرته په پښو ودرېد، زنګون يې ويني و، خو ده په خارو سپېره شوی بيرغ ښکلاوه.
هر انسان له خپل هېواد سره مينه لري، دوی ته هر څه خپل وطن دی. هڅه کوي چې پاک يې وساتي، ښکلی يې کړي او په ابادۍ کې يې برخه واخلي. ما په ځمکه کې داسې وطنونه وليدل چې پلونه، سړکونه او تعميرونه يې د ښيښو په څېر ځلېدل. په دوی کې هغه څوک د احترام وړ دی چی خپل وطن ته ګټور وي.
پوپو غلی شو، ماته يې وکتل، ورو يې وويل:
_نه پوهېږم! ما خو په ځمکه کې يوازې وطن دوستي ولېده. جُوجُو شايد کوم بل ستوري ته تللی وي.
د اخلاقو معلم وويل:
_تلی شې.
پوپو له ادارې ووت.
مدير د فکر د پاڼې يوه وړه ټوټه خولی ته واچوله. يوه شېبه غلی و، وروسته يې سر پورته کړ، په غوسه يې وويل:
_جُوجُو په دې ستوري کې لومړنۍ کس دی چې دروغ وايي، ځکه نو بايد سخته جزا وويني. دی تر ټولو د ډېر وخت له پاره د غږ په ماشين کې واچوئ. له مکتبه هم اخراج دی.
ناڅاپه عکسونه را په ياد شول، ښه ثبوت و، د خپل تحقيق د سپينولو له پاره مې اجازه وغوښته، سفينې ته لاړم او له هغه ځايه مې د مکتب ادارې ته برقي عکسونه ور ولېږل.
خوشاله وم، ځان مې د سترګو په رپ کې ور ورساوه، مدير او نورو استادانو دېوال ته کتل.
د تاريخ استاد پر دېوال لاس تېر کړ، خړه کلا راغله. ويې ويل:
_دا عکس دې له کومه کړ؟
په خوشالی مې وويل:
_د تحقيق په وخت کې مې واخيست.
استاد د يوې ماشومې عکس راووست چې په خاورو کې ناسته وه، ببر ويښته يې درلودل او په غاړه يې څو ژېړ پياز راځړېدل.
استاد وويل:
_دا؟
ځواب مې ورکړ:
_د تحقيق په وخت کې مې واخيست.
استاد يوه بل عکس ته اشاره وکړه. په عکس کې زاړه او واړه راټول وو، دوه سپي يې سره جنګول، د سپيو خولې او غاړې په وينو کې سرې وې.
ومې ويل:
_د تحقيق په وخت کې مې واخيست.
بل عکس راغی، کوچني کوچي هلک پرتوګ نه درلود، مچان پرې بوڼېدل.
استاد څو نور عکسونه هم واړول، په يوه کې د دوو ماشومانو په وچه ډوډۍ جنګ و، شاته يې ښځو خوشايي تپل، په بل کې د کلي نايي په خاورو کې د ناست بوډا پر پښه داغونه اېښودل، بل…
مدير وويل:
_بس دی، پوښتنه دې وکړه!
د تاريخ استاد خپل غټ غوږ وګراوه، شنه سترګه يې وځلېده، ورو يې وويل:
_ټول دروغ دي.
په خبره کې يې ور ولوېدم.
_تاسو ولې دومره بې باوره ياست؟
مدير چيغه کړه!
_ادب.
غلی شوم.
د تاريخ معلم له مدير نه اجازه وغوښته، ماته يې وکتل، ورو يې ويل:
_زه د انسانانو په حساب درې سوه کاله مخکې ځمکې ته تللی وم، هغه وطن ته لاړم چې ته يې اوس د تګ ادعا لري. هماغه وخت لا دې خلکو د خټو په کورونو کې ژوند کاوه، در په دره، وږې او بې تعليمه ول، ژوند يې په سخته تېرېده، هېڅ سهولت يې نه درلود. هغه وخت يې هم اور په خوشايو بلاوه، امکان نه لري چې په دريو سوو کلونو کې دې څوک بدل نه شي.
د تاريخ معلم غلی شو، شنه سترګه يې وځلېده، ماته يې وکتل، ورو يې وويل:
_رښتيا ووايه، د درې سوو کلونو مخکې عکسونه دې له کومه کړل؟
دا خبره نو د زغملو نه وه. پر دېوال مې لاس تېر کړ، ستا د نيکه عکس مې ورته راووست چې له ټيوټا موټر سره ولاړ و. د تاريخ استاد ته مې وويل:
_اوس نو مه وايه چې درې سوه کاله مخکې، موټر هم ول.
د تاريخ استاد عکس ته وکتل، په زوره يې وخندل:
_کوټ، کوټ کوټ… د عکس په جوړولو کې جوړه نه لرې.
يو دم يې پر عکس لاس کېښود، جدي څېره يې ونيوله، په زوره يې وويل:
_مدير صاحب! د عکس تر شا ډېران او ړنګ دېوالونه دي. خاورې، خړ کورونه، په خاورو کې بې پرتوګه ناست خيرن ډنګر ماشومان، سپېره مخونه، پر دېوال سريښ ګرد ګرد خوشايي… ټول هغه څه دې چې ما درې سوه کاله مخکې ليدلې وو، دا يې بله ګناه. جُوجُو د موټر عکس په درې سوه کاله مخکې عکس کې ګډ کړی دی.
مدير ولاړ شو:
_پرېکړه هماغه ده. له مکتبه اخراج او د غږ په ماشين کې اېښودل.
چيغه مې کړه!
_نه يې منم!
د ستوري پيژندنې استاد په پښو ودرېد، شنه سترګه يې را واړوله، ورو يې وويل:
_ اقرار وکړه! له دروغو څه نه جوړېږي.
ومې ويل:
_خو تحقيق او عکسونه دواړه رښتيا دي.
د ستورو پېژندنې استاد پر دېوال لاس تېر کړ. عکس راغی. پاک او ښکلی ښار و، د لمر رڼا د هسکو تعميرونو ښيښې ځلولې، تر شنو ونو لاندې پر تور پاک سړک منظم پرېولي موټر روان ول.
استاد وويل:
_دا عکس مې څه موده مخکې د ځمکې له يوې برخې واخيست.
بل عکس يې راووست. شنې ونې وې، د سرو او ژېړو ګلانو په مينځ کې څو خوشاله ماشومانو ټال خوړ، له رنګه او جامو پاک او تازه ښکارېدل.
بل عکس راغی. له تورو حجابونو د پېغلو سپين، تازه مخونه راوتلي ول، پر سرو شونډو يې موسکا پرته وه، مکتب ته تلې.
نور عکسونه هم بدل شول، په هوا کې د رېل پټلۍ او تور سړکونه، د طيارو او کمپيوټرو د جوړولو کارخانې، په نس ماړه خلک، شنه او پرېوللي ځنګلونه، د خلکو په مينځ کې کرارې هوسۍ… ټول هغه څه و چې زما له عکسونو سره يې فرق درلود.
ومې ويل:
_تا يوازې اباد ملکونه را اخيستي دي.
استاد وخندل:
_اه ګرانه! د خوارو انسانانو عکسونه هم راسره شته، خو هغه هم ستا د تحقيق خلاف دي.
استاد خپل لاس پر دېوال تېر کړ، عکس راغی، يوې زړې ښځې يوه ببر سري ليوني ته په کاشوغه کې خواړه ورکول.
استاد وويل:
_دا خلک مې په يوه اسيايي غريب هېواد کې پيدا کړل، خو بيا هم ستا د تحقيق تر انسانانو ښه دي، خوار به وي، خو په ليوني پورې پلاستيکي خلطې نه تړي.
يو بل عکس يې راووست:
استاد وويل:
_دلته يو خوار ړوند بوډا ښکاري، تر سړکه نه شوای تېرېدای، تر څنګ ولاړ سړی يې ميليونر دی، د کيمياوي سرې کارخانه لري، له خپل موټره ځکه راښکته شوی چې بوډا تر سړک واړوي.
بل عکس راغی:
_دلته ګڼه ګوڼه ده، په سلګونو بېوزله خلک د خپل ښار د پاکولو له پاره راوتلي دي. وطن ورباندې ګران دی.
مدير چيغه کړه!
_بس دی! نورو دلايلو ته ضرورت نه ليدل کېږي، معلومه شوه چې د ځمکې په ټوله کره کې دومره ساده خلک نشته لکه جُوجُو چې په تحقيق کې ليکلي دي.
استاد پر دېوال لاس تېر کړ، عکسونه ورک شول، ماته يې وکتل، ورو يې وويل:
_په خوارو او غريبو، دواړو کې مې نيمايي عکسونه په مسلمانو هېوادونو کې اخيستي وو.
جُوجُو غلی شو. تواب ته يې وکتل ويې ويل:
_د غږ د ماشين جزا مې تېره کړه، خو له مکتبه پاتې کېدل راته سخته وه، پلار مې ورغی، مدير ته يې خواست وکړ چې زوی ته مې يو بل چانس هم ورکړه. جلسه کېناسته، ويې منله، اوس يې له سره په تحقيق پسې رالېږلی يم.
تواب په خبره کې ور ولوېد:
_دلته تحقيق کوې؟
جُوجُو وخندل:
_اه ګرانه! بيا مې مه شرموه.
ورک شو.
(پای)