چهارشنبه, نوومبر 20, 2024
Homeخبرونهامریکا په اوکراین کې د هوایي بریدونو له وېرې خپل سفارت لنډمهاله...

امریکا په اوکراین کې د هوایي بریدونو له وېرې خپل سفارت لنډمهاله وتړه

تاند (چهارشنبه د عقرب ۳۰مه) د اوکراین ‏په کییف کې د امریکا سفارت د هوايي بریدونو له وېرې د لنډمهال لپاره وتړل شو.

رویټرز خبري آژانس راپور ورکړی، چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت نن د (نومبر۲۰مه) په اوکراین کې “د احتمالي هوايي بریدونو له وېرې” خپل سفارت وتړه.

یاد آژانس د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له لوري د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې لیکلي، چې سفارت به یې تړلی وي او که امریکايي وګړو ته د هوايي برید خبرداری ورکړ شي، سمدستي دې خوندي ځای ته ځانونه ورسوي.

دا په داسې حال کې ده چې د روسیې دفاع وزارت وایي، اوکراین پرون سې شنبه د دې هېواد پر خاورې د امریکایي توغندیو په وسیله برید وکړ.

د روسیې دفاع وزارت وایي، د اوکراین ځواکونو اټکمز ATACMS ډوله شپږ توغندي چې متحدو ایالتونو کییف ته ورکړي، د دې هېواد پر بریانسک سیمې ویشتي دي.

د روسیې د دفاع وزارت په خبره، د زیانمن شوي توغندي ټوټې په سیمه کې پریوه پوځي هدف را پرېوتې چې له امله یې اورلګېدلی، خو چاته یې تلفات نه‌دي اړولي.

کییف په رسمي توګه دغه راپورونه نه‌دي تایید کړي.

پر اوکراین د روسیې یرغل چې د ۲۰۲۲م کال د فبرورۍ په ۲۴مه پیل شوی، پر یوې اوږدې جګړې بدل شوی چې په ترڅ کې یې دواړو لورو ته درانه ځاني او مالي زیانونه اوښتي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب